زرگونو زده کونکو د کانکور په از موينه کې گډون وکړ

تردې وړاندې په بدخشان ،کندهار،فراه ،غور،بامېان او خوست کې هم زرگونو ورته ځوانانو او نجونو پو هنتون ته د کاميابۍ په هېله د کانکور ازموينې ورکړې.

د کانکور ازموينه د ورځې پر ١١ بجو پېل شوه .په زرگونو ځوانانو د کابل په پوهنتون، د طب په پوهنتون ،د ښونې او روزنې په پوهنتون او پو لي تخنيک کې دسهار له اتو بجو راهېسې په لېکه ولاړ وو.

د لوړو زده کړو وزارت وايي سږکال د نجونود گډون کچه لوړه ده .دغې ازموينې ته راغلو ځوانانو دا اندېښنه درلوده چې پو هنتونونو ته د بريا چا نس ډېر کم دي .او دوى به بريالي نشي .ولې ډېرو يل چې د کانکور د ننئ ازموينې سوالونه ورته اسانه وو.

دلوړو زده کړو دوزرت مرستيالې ثريا پيکان وويل دا ازموينه يواځې د کابل ښار دښونځيو د دولسمو ټولگيو له فارغانوڅخه واخيستل شوه .او هيله يې وکړه چې دپنځلسو ورځو په دننه کې په ټولو ولايتونو کې د کانکور ازموينې پاي ته ورسيږي .

دې وويل د کانکور د ټولو گډون والو نه به يې ١٢ زره پوهنتونونو او څه باندې ٤زره نور به يې نېمه تحصيلي موسسو ته جذب کړي ،او پاتې نور يې دوه ځلې نور هم کولاي شي د کانکور ازموينه ورکړي .

پر دې اساس به سږ کال څه باندې ٢٥ زره ځوا نان د لوړو زده کړو موسسو ته بريالي نشي . اغلې پيکان وويل هغه ١٢ زره زده کونکې به پوهنتونونو ته نيسي چې د هر پوهنځي په کچه يي لوړې نمبرې وړي وي .