په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان له اقتصاد وزيرسره لنډه مرکه

Image caption ارغنديوال وايي د دغو نادولتي ادارو د کار د څارنې لپاره يې منظمې هڅې پيل کړې دي، خو لاهم د نويو انجوگانو د ثبت چارې روانې دي .

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي په دغه هيواد کې فعالې ټولې څه باندې ٢ زره انجوگانې به له سره ثبتوي .

ددغه کار موخه دهغو انجوگانو په گوته کول دي چې د مرستې په موخه تر لاسه کړې بودجې د وزارت په وينا سمې نه لگوي .

ددغو انجوگانو لويه برخه دافغانانو لخوا اداره کيږي .

وزارت وايي د دغو نادولتي ادارو د کار د څارنې لپاره يې منظمې هڅې پيل کړې دي، خو لاهم د نويو انجوگانو د ثبت چارې روانې دي .