م. م : روغه جوړه افغانستان کې بېرړنۍ اړتیا ده

سټيفن دي میستورا
Image caption ښاغلي دې مستورا دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې له مخې به سږ کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت شعار دا وي چې د هرې پروسې رهبري او مسولیتونه به ترډیره پخپله افغانان په غاړه ولري او دوی به یې مرسته کوي .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفین دې مستورا په کابل کې د خپلې دندې له پیله په لومړنۍ وینا کې پر هغو درو ټکو رڼا واچوله چې وایي دده د کار په موده کې به جدي پاملرنه ورته کېږي .

دا درې ټکې راتلونکي انتخابات، روغه جوړه او افغانانو ته د مسؤولیت سپارل دي .

ښاغلي دې مستورا وویل ددې لپاره چې په افغانستان کې راتلونکو پارلماني ټاکنې باوري ، هراړخیزې او رڼې وي نو باید د اپریل له نیمایې څخه ددغه بهیر کار په جدي توګه پیل شي .

هغه زیاته کړه د سږکال د افغانستان د ماموریت شعار دا دی چې هره پروسه به افغاني وي یانې خپله افغانان به یې ترسره کوي او مسؤولیت به یې ددوی په غاړه وي .

په کابل کې د ملګرو ملتونو نوی ټاکل شوی استازی سټیفین دې مستورا وایې که څه هم داسي تمه نسي کولای چې په افغانستان کې به راتلونکي پارلماني ټاکني په بشپړ ډول بې عیبه وي خو وایې د امکان تر حده د باوري او هر اړخیزو ټاکنو لپاره باید ژر تر ژره تدابیر پیل شي .

ټاکل سوې چې د روان میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان پارلماني ټاکني ترسره سي . ښاغلی دې مستورا وایې دغه موده ډیره لنډه ده اوباید تر هغې نیټې د ټاکنو په کمیسیون کې ځینې بدلونونه راشي .

هغه دې ته هم اشاره وکړه چې ولسمشر کرزي د لیدو پر مهال ورته ویلي چې د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو په کمیسیون کې باید دوه تنه نړیوال کار کوونکي هم وټاکل سي او د هغو د ټاکلو مسولیت یې دده په وینا یوناما ته ورکړی دی .

ښاغلی دیمستورا وایې دوی د داسي کسانوپه لټه کې دي چې له افغاني دودونو او نورو حالاتو سره آشنا وي .

دی وایې په ټوله کې باید د دغو چارو پیل د اپریل له نیمایې څخه و شي :

((د هغو تجربو له مخې چې موږ یې د افغانستان او نړۍ په کچه لرو دا دې چې که چیرې ټاکني په سپتمبر میاشت کې ترسره شي چې لږ وخت ورته پاته دی او د لا رڼو ، هر اړخیزو او ښو پایلو تمه کوو نو دا به ښه وي چې له تخنیکي اړخه د چمتو والي چاري د اپریل له نیمایې څخه پیل شي . ))

ښاغلي دې مستورا دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې له مخې به سږ کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت شعار دا وي چې د هرې پروسې رهبري او مسولیتونه به ترډیره پخپله افغانان په غاړه ولري او دوی به یې مرسته کوي .

هغه وویل ددې ترڅنګ حساب ورکول هم سته خو په وینا یې ملګري ملتونه د افغان دولت د غوښتني په صورت کې آماده دي چې په هره برخه کې خپلې همکارۍ لا ډیرې کړي .

په دې وروستیو کې په افغانستان کې له مخالفینو سره د حکومت د خبرو اترو هلي ځلي رواني دي . په کابل کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډې ویلې وو چې د یوه کال په ترځ کې یې له طالبانو سره خبري کړي وې ،او دا یې هم ویلي وو چې د طالبانو د لوړ پوړي کس ملا برادر له نیول کیدو سره دغه خبري په ټپه ودریدې .

خو ښاغلی دې مستورا پداسي حال کې چې له مخالفینو سره د روغې جوړې بهیر د افغانستان د ستونزو د هوارې لپاره اړین بولي خو وایې چې تر اوسه دی داسي ورته کوم پلان نلري .ښاغلی دې مستورا وایې د سولې جرګه د افغانانو د دود او تاریخ برخه ده او په اوسنیو شرایطو کې روغه جوړه د افغانستان لپاره یوه بیړنۍ اړتیا بولي :

((تر کومه ځایه چې زه پوهیږم روغه جوړه په افغانستان کې یوه بیړنۍ اړتیا ده او ددغې جوړي لپاره خبري اتري مهمې دي که هغه مخامخ وي که نا مخامخ خو باید پیل شي . ټول پوهیږي چې یوازي پوځي نه بلکی سیاسي او ناپوځي لاري هم پدې برخه کې مرسته کولای شي.))

تیره ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند یو پلاوي په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او د سولي د پلان په توګه یې پڼځلس ماده یې طرحه له ځانه سره راوړې چې ویل کیږي تر ټولو مهمه برخه یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي . خو حکومت تر اوسه د طرحې پر جزییاتو خبري ندي کړي ، خو په ټوله کې ملګرې ملتونه وایې هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې یوازي د پوځي لاري نه بلکې د ملکي لارو هم سولي اوپخلایني ته لار هواره کړې .