د ولسي جرگې د ټاکنو مهال وېش اعلان شو

افغان ټاکنې
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې به د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال په وږي میاشت کې وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرگې د ټاکنيزو چارو مهال وېش اعلان کړ. د مهال وېش له مخې به د ټاکنو دکانديدانو نوم ليکنه د وري له ٣١ مې پيل او د غويي تر ١٤ مې نېټې به دوام وکړي.

چارواکي ټينگار کوي چې هڅه کوي د ولسي جرگې ټاکنې ولسمشريزو هغو ته په کتو ښې او منظمې ترسره کړي.

د ټاکنو کميسيون د مهالوېش له مخې د ولسي جرگې د ټاکنو مقدماتي چارې به په رسمي توگه د روانې لمريزې مياشتې په وروستيو کې پيل شي.

له پلان سره سم به د دغو ټاکنو کانديدانو ته د وري له ٢٤ مې تر ٣٠ مې مالوماتي پاڼې او فورمې ورکول کېږي او وروسته به د همدې مياشتې له ٣١ مې د غويې تر ١٤ مې پورې د کانديدانو رسمي نوم ليکنه پيل شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارلانشا مشر داود علي نجفي وايي چې د ولسي جرگې په ټاکنو کې ټاکنيزې حوزې ولايتونه دي او له هر ولايته کانديدان بايد په همغو ولايتونو کې نوم ليکنه هم وکړي.

" په هر ولايت کې چې څوک غواړي ځان کانديد کړي، زموږ اړونده ولايتي دفتر ته دې ورشي او خپل نوم دې ثبت کړي. د ټاکنو نېټه له وړاندې ټاکل شوې چې د وږي ٢٧ مه ده. ددې ترڅنگ که څوک غواړي چې ټاکنې وڅاري نو راتلونکې اوونۍ دې کميسيون او يا زموږ ولايتي دفترونو ته ورشي او د باور ليک لپاره دې وړانديز وکړي."

د ښاغلي نجفي په وينا د کانديدانو لېستونه به د هغوى په اړه د شکايتونو له اورېدو او قانوني پروسې وروسته د چنگاښ په لومړۍ نېټه اعلان او له هغه وروسته به د همدې مياشتې له دوهمې نېټې تر شاوخوا دريو مياشتو پورې ټاکنيزې سيالۍ پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره تياريانې ښې پرمخ روانې دي او له مالي پلوه هم دوى له وړاندې تر سلو ميليونو ډالر ورته لري. کميسيون دغو ټاکنو ته ټولټال د ١٥٧ ميليونو ډالرو اړتيا يادوي.

د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره تيارۍ پر داسې مهال اعلانېږي چې د ټاکنو کميسيون په اړه لا له وړاندې ځينې پوښتنې موجودې دي.

د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ډېرى کورنۍ او بهرنۍ کړۍ وايي چې دغه کميسيون ددې توان نه لري چې له درغليو پاکې او ښې ټاکنې وکړي، له همدې امله هغوى وايي چې بايد بدلون په کې راشي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو نوي استازي هم ددې اړتيا په گوته کړه چې د ټاکنو په کميسيون کې دې بدلون راشي، خو د ټاکنو کميسيون د دارلانشا مشر داود علي نجفي وايي چې لا له وړاندې يې په کميسيون کې يو شمېر بدلونونه راوستي دي.

" زموږ ټول ولايتي مشران له يوه نه بل ولايت ته بدل شوي او هيڅوک هم په خپل پخواني ځاى نه دي پاتې. پنځه ولايتي مشران چې ستونزې يې لرلې له دندو لرې شوي او نور هغه کارکوونکي هم چې په تېرو ټاکنو کې يې ستونزې لرلې موږ يې لېست لرو او بيا به دې پروسه کې نه نيول کېږي."

ښاغلى نجفي زياتوي چې د تېرو ټاکنو شاوخوا ٦٠٠٠ کارکوونکي يې په درغليو او ناقانونيو کې د لاس لرلو په تور له دندې لرې کړي، خو د کميسيون په مشرتابه کې د بدلون په هکله نوموړى وايي چې دا د ولسمشر کار او صلاحيت دى چې څوک پرځاى پرېږدي او څوک لرې کوي.