لومړي افغان پيلوټ هوا ته يوه امريکايي الوتکه جګه کړه

افغان حکومت هيله من دى چې په راتلونکو دوو کلونو کې د خپلو تدارکاتو لويه برخه په خپله تر سره کړي .
Image caption افغان حکومت هيله من دى چې په راتلونکو دوو کلونو کې د خپلو تدارکاتو لويه برخه په خپله تر سره کړي .

د لومړي ځل لپاره يوۀ افغان پيلوټ له امريکايي الوتکې سره الوت کړى دى، نوموړى له هغو لومړنيو پيلوټانو څخه يو دى چې په دې وروستيو کې امريکايي ځواکونو روزلي دي، افغان پوځيان وايي چې دا چاره د پوځ لپاره د ځان بسيا کيدنې په لوري يو گام دى.

د يوه افغان پيلوټ په مټ د لومړۍ امريکايي الوتکې د پورته کولو لمانځنه، د کابل له يوه پوځي هوايي ډگره دغه الوت د افغان پوځ د بيارغاونې په برخه کې يو ارزښتناک گام بولي چې پورته شو.

دغه ځوان پيلوټ د سي ٢٧ ډوله امريکايي الوتکى ځانگړنې د افغانستان لوى درستيز ته روښانوي، نوموړى لومړى پيلوټ دى چې د امريکايي ځواکونو له خوا روزل شوى دى .

هغه د يوې امرکايي الوتکى په مټ خپل لومړى الوت سويلي ولايت کندهار ته تر سره کوي.

د افغانستان لوى درستيز جنرال بشم الله محمدي دغه الوت د افغان پوځ د خپلواکۍ پر لوري يو ارزښتناک گام بولي.

((زموږ او د افغان پوځ د ټولو غړو لپاره د خوښۍ يوه ورځ ده، په ځانگړي ډول زموږ د هوايي ځواکونو مشر تابه ته،موږ نن د يوه افغان پيلوټ د الوت نندارچيان يو چې دا چاره به له ملي پوځ سره د مرستې ، لېږد رالېږد او د شهيدانو او ټپيانو د وړلو راولو په برخه کې مرسته کوي. ))

د افغانستان هوايي ځواک چې د روسي الوتکو د کارولو په برخه کې اوږده تجربه لري،د جگړو پر مهال نژدېله منځه تللى و،دا ددى څو کلونه وشول چې ددغه ځواک د بيا رغاونې لړۍ د امريکايانو له خوا پيل شوې ده،چې د سلگونو افغان پيلوټانو روزل،او د روسي الوتکو پر ځاى د امرکايي الوتکو رامخې ته کول د همدې لړۍ برخې بلل کيږي، خو دا هغه چارې دي چې تر اوسه ډېرې پڅې پر مخ روانې دي.

سي ٢٧

د افغان هوايي ځواک د روزنې او سمبالښت د څانگې مشر جنرال مايکل بويرا:

(( ناشونې ده چې په يوې شپې کې دې هوايي ځواک جوړ کړل شي،هغه چاره چې ښايي د ځمکنيو ځواکونو په برخه شونې وي،د بيلگې په ډول لومړى پيلوټ چې د سي ٢٧ امريکايي ډوله الوتکې د پورته کولو جوگه شو، درې کاله وخت يې واخيست چې انگليسي ووايي او د الوتنې زده کړې وکړي، په وروستيو درو مياشتو کې نوموړى له سي ٢٧ سره بوخت و، دا يوازې يو پيلوټ وو موږ به د افغانستان په هوايي ځواک کې سلگونه نور پيلوټان ولرو له دې کبله د يوه مسلکي هوايي ځواک جوړول ډير وخت ته اړتيا لري. ))

د افغانستان هوايي ځواک دا مهال ٤٦ الوتکې لري او امريکا په پام کې لري چې په راتلونکو شپږو کلونو کې ددغو الوتکو شمېر ۱۴۰ ته ورسوي .

افغان حکومت هيله من دى چې په راتلونکو دوو کلونو کې د خپلو تدارکاتو لويه برخه په خپله تر سره کړي .

خو لاهم اوږده لاره په مخ کې پرته ده چې افغان هوايي ځواک د بهرنيانو له مرستې پرته پوځي کړنې تر سره کړي .

ورته مطالب