'افغانستان د سل ناروغۍ له امله په نړۍ کې دويم ځای لري'

ثريا دلیل
Image caption د نري رنځ پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل وويل چې په دغه هxواد کې هر کال شا وخوا ۵۰ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته کېي چې ٣٣ زره يې مېرمنې دي .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي دغه هېواد د نړۍ په کچه دويم هېواد دى چې په نري رنځ د اخته کسانو شمېره په کې لوړه ده .

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې د نري رنځ په وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې د دغه هېواد روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله او په دې برخه کې يې د ټولو افغانانو د همکارۍ غوښتونکې شوه .

په افغانستان کې د توبرکلوز يا نري رنځ نړيواله ورځ د (( راځئ چې په عملي بڼه د نري رنځ پر ضد خپله مبارزه گړندۍ کړو .)) ولمانځل شوه .

د نري رنځ پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل وويل چې په دغه هېواد کې هر کال شا وخوا ۵۰ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته کېږي چې ٣٣ زره يې مېرمنې دي .

د اغلې دليل په خبره هر کال په افغانستان کې ۹۰۰۰ کسه د نري رنځ له امله مري:

(( موږ په افغانستان کې د نري رنځ له امله سخت اندېښمن يو، په نړۍ کې د توبرکلوز ډېرې پېښې په افغانستان کې ليدل شويدي ، د نړيوال روغتيايي سازمان د شميرو له مخې هر کال په دغه هېواد کې د نري رنځ ٥١ زره نوې پېښې ليدل کېږي چې له هغې ډلې نه ٣٣ زره پېښې يې په مېرمنو کې ليدل کېږي. ))

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم چې د نري رنځ پر ضد د نړيوالې ورځې په غونډه کڅې خبرې کولې له افغان ولسه يې وغوښتل چې د دغې ناروغۍ په وړاندې په پيل شوې مبارزه کې رغنده ونډه واخلي :

(( موږ هر يو دا مسوليت لرو چې د نري رنځ پر ضد د مبارزې په کمپاين کې ورگډ شو چې د خداى په فضل دغه خطرناتکه ناروغي زموږ له ټولنې لرې شي او له منځه ولاړه شي. ))

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د نري رنځ پر ضد مبارزه کې رضا کاره ډلې يې جوړې کړي چې هم په مالي برخه کې مرسته کوي او هم په عامه پوهاوي کې رغنده ونډه اخلي .

په افغانستان کې د توبرکلوز يا نري رنځ د مخنيوي او کنترولولو چارې په ١٩٥٤ کال راهيسې د عامې روغنتيا د وزارت په نوښت پيل شوي، خو دغه چارې د روانو جگړو او نورو ناخوالو له امله ټکنى شوي او په ځينو برخو کې په ټپه هم دريدلي دي .

د افغانستان د عامې روغتيا ودارت چارواکي وايي چې د ٢٠٠٢ کال راهيسته يو ځلې بيا دغه چارې چټکې شوي او تر ٢٠٠٩ کاله پورې دوى توانيدلي چې د دغه هيواد په کچه ۷۰ په سلو کې په نري رنځ اخته کسان په نښه کړي، خو د دغو ټولو هڅو سره، سره دا مهال افغانستان د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ډله کې چې هلته د نري رنځ پېښې ليدلې شوي دويم هېواد دى چې په کې پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات ښودل شوى .

د نړيوالو روغتيايي ټولنو د شمېرو له مخې هر کال په نړۍ نهه ميليونه انسانان په نري رنځ اخته کېږي چې دوه ميليونه يې د مرگي پور پرې کوي .

دغه ناروغي لا هم په نړۍ کې د يوې وژونکې ناروغۍ په توگه پيژندل کېږي او د نړيوالو د پراخو هڅو سره ، سره چې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر سره کزږي، خو لا هم په ځينو اسيايي او افريقايي هيوادونو کې د همدغې ناروغۍ له امله زيات شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

ورته مطالب