هرات کې د هوايي ځواک سيمه ييزه قوماندانۍ جوړه شوه

افغان پوليس
Image caption په هرات کې د هوايي قول اردو سیمه ييزه قوماندانۍ نوې ودانۍ د ايټاليا لخوا د شاوخوا ۱۷۰ زره يورو په لګښت جوړه شوې ده.

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د هوایي قول اردو دسیمه ییزه قوماندانۍ ودانۍ په رسمي بڼه پرانیستل شوه.

په افغانستان کی د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل چې په دې مراسمو کې ګډون ګړی و، په خپلو خبرو کې د افغان هوایي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ .

د هرات په هوایي ډګر کې د هوایي قول اردو سیمه ییز ه قومانداني نوې ودانۍ د ایټالیا هېواد لخوا د شاوخوا ۱۷۰ زره یورو په لګښت جوړه شوې .

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېستل چې د دې ودانې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړی وو، د افغانستان د هوایي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

افغان پوځي چارواکي وایي د افغانستان په لوېدیځ کی د هوایي قول اردو د ې سیمه ییزه قوماندانۍ رامنځ ته کېدل د دې هېواد د هوایي ځواکونو لپاره یو ښه پرمختګ بولي .

په هرات کې د ۲۰۷ نمبر ظفر قول اردو قوماندان جنرال جلندرشاه بهنام په دې اړه وايي :

تشکيلاتي پراختيا

(( دا د افغانستان د ملي اردو د او په ځانګړې توګه د هوایي قول اردود انکشاف لپاره یو مهم اوچت شوی ګام دی چې د ملي اردو لپاره د ظرفیتونو د رامنځ ته کولو د ملي اردو ځواکونو د تجهیز او د دې ځواکونو د تشکیلاتي پراختیا په برخه کې ډېر اهمیت لري. ))

جنرال بهنام زیاتوي برسېره پر دې د افغانستان په لوېدیځ کې د هوایي قول اردو پرانیستل شوې سیمه ییزه قومانداني به په مختلفو محاربوي عملیاتو کې د پولیسو په ګدون د ټولو امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې هم خپل مهم رول لوبوي .

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د هوایي ځواک د بیاجوړولو په موخه په دې وروستیو درو څلورو کلونو کې د هلو ځلو بهیر چټک شوی .