په هرات کې د 'هریوا په لمن کې' پسرلنۍ مشاعره وشوه

هرات کې مشاعره

په هرات کې ډېری پښتانه لیکوال او شاعران وایي په سیمه کې په تېرو درو لسیزو کې د بېلابېلو عواملو له کبله د پښتو ژبې او ادب د ودې په موخه د پام وړ کار نه دی شوی .

'د هریوا په لمن کې' - دا د هغې سترې پسرلنۍ مشاعرې سرلیک دی چې په لوېدیځ ولایت هرات کیې د سپینې ادې ادبي – کلتوري ټولنې په نوښت جوړه شوه .

په دې مشاعره کې شاوخوا ۹۰ تنو پښتنو شاعرانو چې ډیری یې د هرات د مرکز، تورغنډۍ او شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، ګډون کړی و .

خو د افغانستان د نورو ولایتونو یوشمېر پښتانه شاعرانو او لیکوالو هم چې اوس په هرات کې اوسېږي په دې غونډه کې برخه اخيستې وه .

سربېره ه پر دې یوشمېر دري ژبي شاعرانو هم په دې مشاعره کې ګډون کړی و او خپل شعرونه یی هم په دري ژبه ولوستل .

زه فکر کوم که داسې مشاعرې موږ په راتلونکې کې ولرو د دې سیمې او د دې ولایت شاعران او ادیبان به په پښتو ژبه خپل آثار وړاندې کړي او خپلې تجربې به له نورو سره شریکي کړي . همداسې د پښتو ژبې په غوړېدو او د نوو آثارو په جوړېدو کې به ډېر ګټور وي.

ګل احمد نظري اريانا

نقاش زاده خپل فولکلوریک شعر چې په اصل کې منظوم طنز و په دري ژبه دیکلمه کړ او د غونډې د برخوالو لخوا په دوامداره چکچکو بدرګه شو .

د پسرلی په پلمه

د هریوا په لمن کې مشاعره د پسرلي په مناسبت جوړه شوې وه او په دې کې ډېری پښتانه شاعرانو – چې ځوانان او د پاخه عمر خاوندان دواړه پکې ترسترګو کېدل – د پسرلي په ویاړ خپل شعرونو واورول خو ترڅنګ یې انتقادي شعرونه هم ولوستل شول او یوشمېر خو د افغانستان د اوسنیو حالاتو پر وړاندې خپل سیاسي دریځ هم د شعر په ژبه په ډاګه کړ .

لومړنۍ پښتو مشاعره

د هریوا په لمن کې لومړنۍ پښتو مشاعره وه چې په هرات کی د ګڼ شمېر پښتانه شاعرانو په ګډون ترسره شوه .

د افغانستان پېژندل شوی لیکوال او ادبي منتقد ګل احمد نظري آریانا وایي دی په یاد نه لري چې داسې یوه مشاعره دې په پښتو ژبه په هرات کې تر دې وړاندې جوړه شوې وي :

(( د هریوا په لمن کې مشاعره دا د لومړی ځل لپاره وه زه په یاد نه لرم چې دا ډول مشاعره دې په پښتو ژبه په هرات کې شوې وي، په دې لحاظ د ډېر اهمیت وړ ده او پښتانه شاعران چې په دې غونډه کې راټول شوی وو، ډېر خوښ وو.))

ښاغلی آریانا د ورته غونډو او مشاعرو جوړېدل په سیمه کې د پښتو ادبیاتو او ژبې د لاغوړېدو او ودې لپاره ډېرې اغېزمنې بولي:

(( زه فکر کوم که داسې مشاعرې موږ په راتلونکې کې ولرو د دې سیمې او د دې ولایت شاعران او ادیبان به په پښتو ژبه خپل آثار وړاندې کړي او خپلې تجربې به له نورو سره شریکي کړي . همداسې د پښتو ژبې په غوړېدو او د نوو آثارو په جوړېدو کې به ډېر ګټور وي. ))

په هرات ولایت کې په دې وروستیو څلورو پنځو کلونو کې یوشمېر پښتو ادبي او کلتوري ټولنو لکه د ملالۍ ټولنې، د سپینې ادې ټولنې او د ور ادبي بهیر فعالیتونه پیل کړي دي .

په هرات کې ډېری پښتانه لیکوال او شاعران وایي په سیمه کې په تېرو درو لسیزو کې د بېلابېلو عواملو له کبله د پښتو ژبې او ادب د ودې په موخه د پام وړ کار نه دی شوی .

دوی تمه لري چې له دې وروسته یادې شوې ټولنې دې هدف ته ورسېږي .

د مشاعرې عکسونه وګورﺉ

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .