يو افغان چارواکی د بډو په تور محاکمه شو

کونړ

نن په يوه ډاګيزه يا علني محکمه کي دکونړ داداري يوه مخکېنی چارواکی دبډو اخيستو په جرم په شپږو کلنو بند محکوم شو.

ددغه ولايت د اقتصاد رئيس چي شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د څارنوالۍ لخوا د ٣٠٠ زره افغانيو رشوت په تور نيول شوي وو نن يي لومړنۍ محاکمه وشوه.

د فاروق جهان د دوسيې بشپړوونکي څارنوال عبدالروف د فاروق جهان کړنه يو څرګند جرم وباله او هغه ته يې له دوو تر لسو کلو دبند غوښتنه وکړه.

په دغه علني محکمه کي مجرم اومدافع وکيل ته پور وخت ورکول کېده چي له ځانه دفاع وکړي له ډېرو تونندو خبرو له تبادلې وروسته دفاروق جهان مدافع وکيل خپل موکل بې ګناه باله او ويل يې نوموړي دده په خبره ديو طوطي ښکار شوي او دنشې په حالت نيول شوی .

ده همدا رازویل ده تورن دوسیه د وکیل له شتوالي پرته تر سره شوې .

په داسې حال کې چې شاهدانو او د زندان چارواکو د فاروق جهان داخبره چې ګواکي نشه ورکړل شوې، رد کړه.

په پای کې دکونړ ابتدايه محکمې دټولو اړخونو دخبرو تر اورېدو وروسته نوموړی په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ .

خو ويې ويل نوموړی په دوه نورو محکمو کې له ځانه دفاع کولی شي .

دنوموړي محاکمې دلېدو لپاره سلګونه کسان رابلل شوي وو او ددغه ډول نورو تورنو دمحاکمه کولو غوښتنه يې کوله .

ديادولو ده چې داقتصاد پخواني رئيس دخپل منصب پروخت دڅارنوالانو په وينا له يوه خصوصي ساختماني شرکت نه ٣٠٠ زره افغانۍ بډې اخيستې وې.

نړيوالې شمېرې ښيي چې افغانستان په نړۍ کې څلورم بې وزله هېواد او تر سوماليا وروسته دويم فاسد دولت دی .

ورته مطالب