حامد کرزی له ايراني چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو غږېږي

کرزی او احمدي نژاد
Image caption دا په دواړو هېوادونو کې د ناندريزو ټاکنو په ترڅ کې د ټاکل شويو ولسمشرانو حامد کرزي او محمود احمدي نژاد دويمه ليدنه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر حامد کرزی نن ايران ته ولاړ .

سرچينه وايي چې د ښاغلي کرزي د سفر هدف په ايران کې د نوي کال په دوديزه ميله کې ګډون کول او د سيمې د هېوادونو له استازو سره پر ځينو مسايلو خبرې اترې دي .

د نوي کال په مراسمو کې د برخې اخيستو لپاره د سيمې د هېوادونو ځينې استازي هم ورغلي دي.

د ولسمشر کرزی يوه وياند حامد علمی بي بي سي ته وويل وويل:'' ولسمشر حامد کرزى نن ( شنبه د مارچ٢٧ مه) د ولسمشر محمود احمدي نژاد په بلنه ګاونډي هېواد ايران ته ولاړ.''

د افغانستان ولسمشر به د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد، د دغه هېواد د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د تاجکستان، ازبکستان او يو شمېر نورو هېوادونو له ولسمشرانو او چارواکو سره وگوري او خبرې وکړي ''.

ښاغلي علمي وويل ولسمشر کرزى به د ايران او منځنۍ اسيا له ولسمشرانو سره د ترهگرۍ د ځپلو او نشه يي توکو د قاچاقو د مخنيوي په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.

بل خوا د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نوي لمريز کال د لمانځلو په مراسمو کې د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.

له ولسمشر کرزي سره په دغه يوه ورځني سفر کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، د اطلاعاتو او کولتور وزير مخدوم رهين، د افغانستان د امنيت د شورا سلاکار او د بهرنيو چارو پخوانى وزير رنگين دادفر سپنتا او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي .

دا په دواړو هېوادونو کې د ناندريزو ټاکنو په ترڅ کې د ټاکل شويو ولسمشرانو حامد کرزي او محمود احمدي نژاد دويمه ليدنه ده.

ايران په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته رامنځته شوي حکومت سره تاوده اړيکي لري او د افغانستان د بېخ بنا د رغونې لپاره له لويو مرستندويو هېوادونو څخه شمېرل کېږي .

پر دغو مرستو سربېره ايران د افغانستان په سياسي او امنيتي پرمختګونو کې د تېرو درو لسيزو په څېر خپله ونډه هماغسې ساتلې ده .

د واشنګټن او تهران تر منځ پر ژورو اختلافونو سربېره افغان او ايراني چارواکي پرله پسې هڅې کوي چې دغه اختلافونه د دوو ګاونډيو افغانستان او ايران پر اړيکو اغېزه و نه کړي .

خو له دې ټولو سره سره ايران په افغانستان کې د بهرنيو په ځانګړي ډول د امريکا له پوځي شتون سره کلک مخالفت کوي او وايي دا د افغانستان د نا امنيو اصلي لامل دی.

له دې مخكې هم د روانې مارچ مياشتې پر لسمه د ايران ولسمشر د افغان ولسمشر حامد كرزي په بلنه افغانستان ته سفر كړى و.

Image caption حامد کرزی د تېر ۲۰۰۹ کال د مۍ پر ۲۳مه په تهران کې د افغانستان ، پاکستان او ايران په درې اړخېز کنفرانس کې د گډون په موخه ايران ته تللی و .

په دې سفر كې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په افغانستان كې د امريكا له شتون څخه په كلكه نيوكه كړې وه، چې دغې مسالې د افغان كارپوهانو نيوكې هم راپارولې وې .

د کابل هيله

افغان چارواکي تمه لري چې ايران د سيمې ديوه مهم هېواد په توګه د افغانستان د امنيتي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي خو ډېر افغانان بيا د امريکا او ايران تر منځ بې باورۍ ته په کتو سره دغه کار ته د شک په سترګه ګوري .

دغه راز له ايران سره پر پوله پرتو ولايتونو کې يو شمېر سيمه ييزو چارواکو هم ايران وخت پر وخت تورن کړی چې د افغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي خو ايران هېڅکله هم دغسې تورونه نه دي منلي .

په ټوله کې افغان دولت له دغه ډول مسلو سره ډېر محتاطانه چلند کوي خو په دې وروستيو کې د افغانستان په مسايلو کې د ايران د ونډې په اړه د امريکايي چارواکو غبرګون خورا توند برېښي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی ريچارډ هالبروک که څه هم افغانستان ته د ټکاو په راستنولو کې د ايران روا ګټې مني خو په افغانستان کې د نا امني په تړاو دم ګړۍ له هغه هېواد سره هر ډول خبرې اترې رودي .

په يوه جلا پرمختګ کې په منځني ختيز او منځنۍ اسيا کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډي پټريس پر ايران تور پورې کړی چې په افغانستان کې دوه ګونی رول لوبوي .

خو له دې سره سره افغانستان تر اوسه پورې د ايران د ونډې په اړه کومه اندېښنه نه ده ښوولې .

حامد کرزی د تېر ۲۰۰۹ کال د مۍ پر ۲۳مه په تهران کې د افغانستان ، پاکستان او ايران په درې اړخېز کنفرانس کې د گډون په موخه ايران ته تللی و .

ورته مطالب