په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلامي حزب: که خبرې نتیجه ورکړي، خپل شرطونه به بدل کړو

Image caption د اسلامي حزب استازي هيله ښيي چې ددوى لخوا وړاندې شوې طرحې سره به طالبان هم موافقه وکړي او په دې توگه به د هغوى په وينا په افغانستان کې د يوه پياوړي او با اعتباره حکومت جوړېدو ته لار اواره شي، خو خپله طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي چې دامهال په کابل کې دي وايي، که پوه شي چې له حکومت سره يې خبرې نتیجه ورکوي، په خپلو شرطونو کې به بدلون راولي.

دغو استازو د خپل گوند هغه پنځلس ماده ييزه طرحه هم له افغان حکومت سره شريکه کړې چې دوى ورته د ژغورنې ملي مىثاق وايي او په کې له راتلونکي جون مياشتې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې ده.

افغان حکومت له دغو استازو سره خپلې خبرې تائيد کړي، خو په دې تړاو يې د شوي پرمختگ په اړه څه نه دي ويلي.

د افغان حکومت د وسله والې مخالفې ډلې اسلامي حزب شپږ کسيز پلاوى له څو ورځو راهيسې په کابل کې دى. د پلاوي غړو په دې موده کې له ولسمشر کرزي، د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو، جهادي مشرانو او بېلابېلو خواو سره خبرې او ليدنې کړي دي.

دوى د سولې او پخلاينې په اړه د خپل گوند يوه پنځلس ماده ييزه طرحه افغان حکومت ته وړاندې کړې او په کې يې له خپلې خوا د افغانستان د ممکنه راتلونکي سياسي نظام د جوړوېدو څرنگوالى بىان کړى دى.

د پلاوي غړي او د اسلامي حزب پخواني وياند قريب الرحمن سعيد له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې دغه طرحه د افغانستان د روانې شخړې د پاى ته رسولو او له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو د په پردې وتلو يوه ښه لار وبلله.

Image caption افغان حکومت هم د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره خبرې تائيد کړي، خو په دې اړه يې د شويو پرمختگونو په اړه څه نه دي ويلي.

په راتلونکي يوه کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل چې پيل به يې په راتلونکي جون کې کېږي د اسلامي حزب د طرحې مهمه او په عين حال کې ستونزمنه برخه بلل شوې. د دغه گوند استازى قرىب الرحمن سعيد که څه هم د پخلاينې يو اصل د بهرنيو ځواکونو وتل بولي، خو وايي چې د نېټې په اړه يې کېداى شي نورې خبرې وشي.

د افغان حکومت يوه مخالفه وسله واله ډله پر داسې مهال د بهرنيو ځواکونو د وتو له شرط سره د سولې خبرو اترو ته رامخې ته شوې چې وړاندې تر دې د شوروي پوځونو له وتو وروسته شويو جگړو د ورته کار په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

ښاغلى سعيد چې گوند يې د هغو جگړو يوه مهمه خوا وه وايي چې داځل که بهرني ځواکونه ووځي ورته ستونزې به نه جوړېږي.

د اسلامي حزب استازي هيله ښيي چې ددوى لخوا وړاندې شوې طرحې سره به طالبان هم موافقه وکړي او په دې توگه به د هغوى په وينا په افغانستان کې د يوه پياوړي او با اعتباره حکومت جوړېدو ته لار اواره شي، خو خپله طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغان حکومت هم د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره خبرې تائيد کړي، خو په دې اړه يې د شويو پرمختگونو په اړه څه نه دي ويلي.