"په تېرو ۸ کلونو کې د ښځو په وضعيت کې ښه والی راغلی"

ښځه
Image caption د بيان ازادي يو له هغو حقونو څخه ده چې اوس د نارينه وو په خواکي ډېرو مېرمنو ورته لاس رسى موندلی

افغان چارواکي وايي چې په تېرو اتو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښځو وضعيت ښه شوى .

دوی وايي د ښوونې روزنې ، روغتيايي اسانتياوو ، کار کولو ، او د عامه پوهاوي په برخه کې د ښځو لپاره ډېر کارونه شوي .

خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره ځينې مبارزه کوونکي بيا دغه پرمختګ ورو بولي او وايي چې لا هم په يو شمېر سيمو کې ښځې او نجونې د ځينو کولتوري ستونزو او ناامنيو له کبله د زده کړې او کارکولو اسانتياوې نه لري.

دا مهال تر ٢ ميليون زياتې نجونې په ښوونځيو کې په زده کړو بوختې دي او هر کال په زرگونو نجونې له ښونځيو فارغېږي .

د افغانستان د پوهنې د وزارت مرستيال صديق پتمن:

"له نېکه مرغه اوس موږ تفريباً ۷ اعشاريه ۴ ميليونه شاګردان لرو ږ چې له دې جملې څخه ۲ اعشاريه ۵ ميليونه يې نجونې تشکيلوي ، همدارنګه موږ د ۲۸ فيصدو په شاخوا کې ښځينه ښوونکې لرو ږ، زموږ د زده کوونکو شمېر په مکاتبو کې نجونې تشکيلوي . "

خو لاهم دافغانستان په ډېرو سيمو کې په ميليونونو نجونې د نا امنيو له کبله له ليک لوسته بې برخې پاتې دي .

د پوهنې په خوا کې دا مهال په زرگونو ځوانې نجونې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په تحصيل بوختې دي او يو شمېر خو يې ان د بورسونو په مټ د لوړو زده کړو لپاره بهر ته تللي دي .

د لوړو زده کړو د وزارت وياند محمد عظيم نور بخش وايي چې د لوړو زده کړو په موسسو کې په مسلسله توگه د هر کال په تېرېدو سره د نجونو شمېره لوړه شوې ده :

" ۲۷ سلنه په تېرکال کې زموږ نجونو په کانکور کې شاملې شوې وې، خو سږ ۳۰ سلنه زياتره له ۳۰ فيصدو نه زموږ نجونو شرکت کړی، په دې توګه موږ ويلای شو هر کال چې تېرېږي په دغه برخه کې د نجونو شمېره ډېرېږي . "

خو لاهم ډېر شمېر کتونکي په دغه برخه کې شوى پرمختگ ورو بولي او وايي چې گڼې ځوانې نجونې د ناامنيو او کلتوري ستونزو له کبله لوړې زده کړې نه شي بشپړولی . ‍

په خوست کې د ښځو لپاره د بيارغاونې د چارو د ټولنې مشره مېرمن ناديه باوري په دغه برخه کې خنډونه را په گوته کوي :

" په دې تېرو اتوکلو کې په ليرو پرتو سيمو کې د خويندو په ژوند کې ډېر کم بدلون راغلی دی ، يعنې په سلو کې ۵ فيصده بدلون راغلی زه خپله هم په ګرديز کې وظيفه اجراکوم . زموږ خويندې په ډېرو مشکلاتو سره وظيفې ته ځي . په ډېرو مشکلاتو سره مکاتبو ته ځي هغه هم په چادريو کې ، هغه له سترو ستونزو سره مخامخ وي ، امنيتي ستونزو سره همدارنګه نورکلتوري ستونزو سره ، له تاوتريخوالي سره په کورنيو کې مخامخ دي، په بدو کې ورکول کيږي په اجباري ډول وديږي، همدارنګه د تعليم مخه يې نيول کېږي . "

دارنگه د روغتيا په ډگر کې هم افغان حکومت وايي چې په تېرو اتو کلونو کې د ښځو لپاره روغتيايي خدمات پراخه شوي دي .

د روغتيا وزارت وياند کار ګر نوروغلي وايي چې اوس د هغو مېرمنو کچه ډېره راکمه شوې چې د زيږون پرمهال به د روغتيايي خدماتو د نشتوالي له کبله مړې کېدې :

"که چېرې زه تاسو ته د تېرو اتو کلونو په پرتله د ښځو د روغتيا په برخه کې يو مثال درکړم په ټوليزه توګه د زيږون پرمهال د ښځو د مړينې کچه ۳۰ په سلوکې را ټيټه شوې ده . "

د ښاغلي ګار ګر په وينا اوس په نژدې ټولو کليو کې د مېرمنو لپاره د دوى کورونو ته نژدې لومړني روغتيايي اساسي خدمات برابر شوي دي .

په دغه برخه کې د واکسينونو او يو لړ عادي ناروغيو درملنه ياديږي . سره له دې چې ‌ډېر خلک له شويو پرمختگونو او له دې اړخه د ښځو د ژوند د ښه کېدو څخه خوښي ښيي خو لاهم پوره اسانتياوو ته لاس رسى يو خوب گڼي .

دارنگه د طالبانو له ماتې وروسته ښځو د کار حق تر لاسه کړ او د غير رسمي شميرو ترمخه اوس تر په لسگونو زره ښځې په دولتي او غير دولتي ادارو کې کار کوي چې يوه لويه برخه کې يې په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو کار کول دي .

Image caption که څه په تېرو اتوکلونوکې په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې ځينې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو يو شمېر شنونکي وايي چې د بشپړ پرمختګ لپاره لاهم افغان ښځې اوږد مزل په مخ کې لري.

د هوايي چلند او ترانسپورت د وزارت د بهرنيو اړيکو مشره یلدا ناطق وايي چې اوس په ډېرو سيمو کې ميرمنې کار ته تلى شي :

"که چېرې موږ اته کاله وړاندې له نن سره پرتله کړو نو زما په نظر د ښځو په ژوند کې د پام وړبدلون راغلی دی . "

د بيان ازادي يو له هغو حقونو څخه ده چې اوس د نارينه وو په خواکي ډېرو مېرمنو ورته لاس رسى موندلی . دوى نه يوازې په پراخه کچه په رسنيو کې کار پيل کړى بلکې په خپله رسنى لري .

د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون مشره مېرمن سيما سمر په لويه کې په تېرو اتو کلونو کې د ښځو وضعيت ښه شوى بولي خو لايې هم د قناعت وړ نه بولي :

"د ښځو وضعيت د طالبانو له وخت نه ډېر شوی، مګر په هېڅ صورت د قناعت وړ نه دی. خوشبختانه چې اوس موږ ډېر رسنۍ لرو ، مدني نهادونه شته افغانستان کې ،د بشري حقونو کميسيون شته د ښځو چارو وزارت شته اوس ځينې جنایتونه چې پخوا کېدل او خلک ترې شرمېدل ، هغه يې پټ ساتل ، اوس هغه پټ نه ساتي، راځي موږ ته شکايت کوي، يا تاسې ته وايي، يا مدني ټولنې ته ځي بلاخره يو چاته خپلې ستونزې وايي. مګر بياهم په هېڅ صورت دقناعت وړ نه دی. "

که څه په تېرو اتوکلونوکې په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې ځينې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو يو شمېر شنونکي وايي چې د بشپړ پرمختګ لپاره لاهم افغان ښځې اوږد مزل په مخ کې لري.

ورته مطالب