د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سره د بي بي سي مرکه

مارک سډوېل
Image caption موږ ټول اړ يو چې په گډه کار وکړو او د پوځي ، سياسي او ملکي هڅو له لارې د افغانستان ثبات ته لاره اواره کړو.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي مارک سيډول ويلي چې افغانستان ته د ولسمشر اوباما وروستی سفر له دې کبل مهم وو چې د افغان حکومت او د هغه د ځينو لوېديځو همکارانو ترمنځ ترينګلتيا او بې باوري لږ شي.

ښاغلي سيډويلله بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې دا ومنله چې د ولسمشر کرزي د حکومت ځينو لوېديځو حکومتونو ترمنځ ترينګلتيا شته، خو زياته يې کړه چې نړياله ټولنه له افغانستان سره ژمنتيا لري.

ښاغلي سيډويل همداراز وويل چې د افغانان حکومت او وسله والو مخالفينو سره روغه جوړه خپله د افغانانو کار دی او په دې کې د طالبانو او حزب اسلامي مشرتباه هم راتلای شي.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي د ناټو له ملکي استازي مارک سيډوېل سره مرکه کړې او په سر کې يې ځينې پوښتلي چې د يکشنبې په ورځ د ولسمشر په توګه افغانستان ته د بارک اوباما سفر او له ولسمشر کرزي سره يې ليدنه به د افغان حکومت او لوېديځ اړيکې څومره تودې کړي چې د رپوټونو له مخې سړی ګڼل کېږي.

پوښتنه : ښاغلى سيډول! ولسمشراوباما د يکشنبې په ورځ کابل ته راغلى وو او له ولسمشر کرزي سره يې وليدل، ايا فکر کوﺉ چې په دې سره به د افغان حکومت او لوېديځ اړيکي چې د ځينو رپوټونو له مخې سړى گڼل کيږي، له سره تودې شي؟

ځواب: زما په فکر کابل ته د ولسمشر اوباما سفر د افغانستان په اړه د لوېديځ د ژمنيا يوه ښه بېلگه وه. دا د ولسمشر په توگه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د هغه لومړنى سفر وو.

هغه له نيمې نړۍ راتاو شو ، ډيره اوږده لاره يې ووهله او ځان يې افغانستان ته راورساوه چې دا په ريښتيا د افغانستان په اړه د لوېديځ د ژمنتيا څرگنده نښه ده.

هغه ولسمشر کرزي ته وويل، متحده ايالات چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د روان ماموريت مشري کوي، د افغانستان ثبات او برياليتوب ته ژمن دي. البته د هغه يو بل مهم پيغام دا وو چې افغان حکومت هم بايد خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

پوښتنه : د باور خبره هم يوه مهمه مساله ياديږي.ښاغلى کرزى او د هغه د حکومت ځينې غړي دا گڼي چې نړيواله ټولنه گواکې له هغه نه پوره ملاتو نه کوي او يا لږ تر لږه د نړيوالې ټولنې ځينو غړو د هغه د راپرزولو هڅه کوله تاسو څه فکر کوﺉ ايا د اعتماد او باور لږ والى اوس هم احساسېږي؟

ځواب : په تير کې ترينگلتيا موجوده وه خو دا د دا ډول سخت پوځي او ټولنيز کړکيچ په ترڅ کې د څه ډېرې حيرانتيا خبره نه ده.

د نړۍ په نورو سيمو کې هم د کړکيچونو پر مهال اختلافونه رامينځ ته کيږي، خو څه چې ولسمشر اوباما په ډيره څرگنده او پرانيستې بڼه وويل، هغه نه يوازې افغانستان ته د ژمنتيا نښه وه، بلکه دا يې هم وويل چې نړيواله ټولنه چمتو ده، د افغانستان د خلکو ، په تېره بیا په تاوتريخوالي کې د ښکيلو سيمو د خلکو د ښيرازۍ او سوکالۍ لپاره له افغان حکومت سره په گډه کار وکړي.

پوښتنه : خو ولسمشر کرزى له طالبانو او نورو مخالفانو سره د خبرو او پخلاينې هڅې کوي، ولې د نړيوالې ټولنې ډېر پام د پوځي عملياتو پر لور دى، ايا دا په تګلارو کې يو ډول توپير او اختلاف نه دى؟

ځواب: زه دا نه گڼم چې نړيواله ټولنه گنې يوازې پر پوځي اړخ فکر کوي. موږ له افغان حکومت سره په گډه پر پوځي هڅو سربير ، ملکي چارو او سىاسي هڅو ته هم پوره پام کوو. موږ د ښاغلي کرزي له دې دريځ نه چې غواړي ټول ناراضي او خوابدي افغانان عادي ژوند ته ستانه شي ملاتړ کوو.

موږ په همدې لړ کې د سولې د جرگې او وروسته د کابل د کنفرانس د جوړېدو هرکلى کوو. نړيواله ټولنه د هر هغه ريښتياني سياسي حل ملاتړ کوي چې د اورپکۍ د غښتلتيا لاملونه پرې له مينځه تلى شي او په پايله کې يې افغانستان ته پايدونکې سوله راتلاى شي .

موږ ټول اړ يو چې په گډه کار وکړو او د پوځي ، سياسي او ملکي هڅو له لارې د افغانستان ثبات ته لاره اواره کړو.

پوښتنه: خو د امريکا د دفاع وزير او د دغه هيواد مشرپوځي قوماندان جنرال مايک مولن په بيا بيا ويلي چې اوس په افغانستان کې ښکيله نړيواله ټولنه او پخپله افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره په مناسب غښتلي درځ کې نه دي او له همدې کبله د اوس لپاره د سولې خبرې له وخته وړاندې بولي، په دې اړه ستاسو نظر ځه دى؟

ځواب: ټول پوهيږي چې دا پريکړه په نړيوالې ټولنې پورې نه بلکه د افغانستان په حکومت پورې اړه لري . هغوى ته پکار ده چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ دغه بهير پخپله سمبال کړي، نه دا چې موږ له بهره پرې خپل نظر وتپو.

خو مهمه دا ده چې د دې کار لپاره د تير په څير ناکامه نه بلکه يوه اغيزمنه لاره او ميکانيزم رامينځ ته شي ، داسې چې په پايله کې يې ټول هغه کسان چې اوس د ياغيانو لپاره جنگيږي، عادي ژوند ته ستانه شي.

له هغو کسانو سره هم د ولسمشر کرزي تماسونه گټور دي چې په بهر کې اوسيږي ، خو له مخالفانو سره اړيکي لري. دا چې دغه بهير څومره موده اخلي د اوس لپاره يې په اړه څوک څه نشي ويلاى.

له لويه سره موږ تر هغې د دغه بهير ملاتړ کوو چې د افغانستان اساسي قانون پکې له پامه نه وي لويدلى او دا خبره يقيني وي چې د سولې له بهير سره يو ځاى کيدونکي کسان بيرته بغاوت ته مخه نه کوي.

پوښتنه : څه فکر کوﺉ ، ايا نړيواله ټولنه د طالبانو او حز ب اسلامي له مشر تابه سره پخلاينې ته څه چمتووالى او ليوالتيا لري؟

ځواب: بیا هم وايم چې هغوى له نړيوالې تولنې سره نه، بلکې له افغان حکومت او د افغانستان له خلکو سره پخلاينې ته اړتيا لري.

پوښتنه : ښه، خو که هغوى له سولې سره يوځاى کيدو ته راضي شي دې ته به د نړيوالې ټولنې غبرگون څه کوي ؟

ځواب: په دې اړه د نړيوالې ټولنې دريځ روښانه دى او ان د لندن په کنفرانس کې يې په رسمي ډول د افغان حکومت د پخلاينې له تگلارې ملاتړ کړى.

هر هغه خوابدى افغان چې د هېواد اساسي قانون ومني او له تاوتريخوالي او ترهگرۍ لاس واخلي او ويې غندي ، په ټولنه کې د ورگډيدو او عادي ژوند ته د ستنيدو حق لري.

پوښتنه : ان که ملا محمد عمر او گلبدين حکمتيار هم وي؟

ځواب: دا پخپله په هغوى پورې اړه لري. خو زه فکر نه کوم چې هغوى دې د سولې او پخلاينې له بهير سره يوځاى شي. دا ځکه چې هغوى چې په تېر کې څه کړي دي ، له اوسنيو حالاتو او سيستم سره ډېر توپير لري.

بايد له ياده ونه باسو چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو او ماشومانو د حقونو په گډون د بشري حقونو د خونديتوب ضمانت کړى، دا هغه څه دي چې ډيرو دغو مشرانو تر پښو لاندې کړې وو.

خو که چېرې يو څوک د ځان بدلولو ته تيار وي نو دا بيا هم په نړيوالې ټولنې پورې نه بلکې، د هغوى په خپل تصميم او د افغانستان د خلکو په پرېکړې پورې اړه لري.

ورته مطالب