م.م: 'په هرو ۳ افغانانو کې ۲ له بې وزلۍ اغېزمن دي'

افغان ماشومان
Image caption رپوټ له واکه ناوړه گټه اخيستنه او په دې توگه د مرستو بې ځايه لگونه د فقر او د خلکو د حقونو د تر پښولاندې کولو لوى لامل بولي او زياتوي چې اوس هم خلک په لنډ مهاله پروژو او بې بنسټه کارونو غولول کېږي.

ملگري ملتونه وايي، په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ دوام ددې لامل شوى چې بشري حقونه دې مخ په زياتېدونکې توگه ترپښولاندې شي.

ددغه سازمان د يوه رپوټ له مخې چې په دې وروستيو کې خپور شوى، په هرو درو افغانانو کې دوه له بې وزلۍ نه اغېزمن دي.

رپوټ وړانديز کوي چې ددغې ستونزې د پاى ته رسېدو لپاره دې حکومت پراختيايي او رغنيزې چارې گړندۍ او د خلکو د ژوند کچه دې لوړه کړي.

د ملگرو ملتونو لخوا په خپاره شوي نوي رپوټ کې فقر او بې وزلۍ او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته تړاو ورکړل شوى، په داسې توگه چې رپوټ وايي، په هره برخه کې چې خلک له غريبي نه اغېزمنېږي، هغومره يې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

رپوټ په څو ټکيو کې چې له بشري حقونو د سرغړوونکو ملاتړ، فساد، د بښنې شته کلتور او ناوړه امنيتي حالت په کې شاملېږي، په افغانستان کې د بې وزلۍ د دوام لاملونه په گوته کړي دي.

په دغه رپوټ کې د افغانستان له ١٤ ولايتونو مالومات را غونډ شوي او موندل شوې چې نوموړي هيواد ته په تېرو نهو کلونو کې د شاوخوا ٣٥ ميليارده ډالرو له راتلو سره سره بياهم تر ٣٦ په سلو کې کسان په مطلقې بې وزلۍ او ٣٧ په سلو کې نور له هغې نه په لږ ښه حالت کې ژوند کوي.

Image caption د ملگرو ملتونو په رپوټ کې په افغانستان کې د ښځو د حالت په اړه هم اندېښنه څرگنده شوې او ويل شوي چې لاهم هغوى د نارينه وو په پرتله د ژوند له لږو امکاناتو او امتيازاتو برخمنې دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره نورانايلند وايي، حکومت او نړيواله ټولنه بايد ددې ستونزې د پاى ته رسولو په موخه غريبو خلکو ته وخت ورکړي چې د خپلې راتلونکې په اړه خپله تصميم ونيسي او دوى يې ملاتړ وکړي.

ددې ترڅنگ هغه وايي چې بايد په افغانستان کې پرمختيايي پروژو ته پاملرنه وشي او د اړو خلکو ستونزې په سمه توگه حل کړاى شي:

" رپوټ له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي چې پرمختيايي پاليسي پياوړې او داسې ستراتيژيانې پلې کړي چې بشري حقونه په کې په پام کې نيول شوي وي او فقر له منځه يوسي.

دغه کار کولاى شي د بې وزلو خلکو ژوند سم او هغوى په پرمختيايي چارو کې دخيل کړي."

رپوټ له واکه ناوړه گټه اخيستنه او په دې توگه د مرستو بې ځايه لگونه د فقر او د خلکو د حقونو د تر پښولاندې کولو لوى لامل بولي او زياتوي چې اوس هم خلک په لنډ مهاله پروژو او بې بنسټه کارونو غولول کېږي.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې په افغانستان کې د ښځو د حالت په اړه هم اندېښنه څرگنده شوې او ويل شوي چې لاهم هغوى د نارينه وو په پرتله د ژوند له لږو امکاناتو او امتيازاتو برخمنې دي.

کوچيان، بزګران او کليوال

ددې ترڅنگ رپوټ وايي چې هرکال ٢٥٠٠٠ مېرمنې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کوچيان، بزگران او کليوال خلک هم په هغو کسانو کې راځي چې د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې يې اقتصادي حالت له ستونزو سره مخامخ دى.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څانگې ددې ټولو ستونزو د له منځه وړو لپاره وړاندىز کړى چې حکومت او نړيواله ټولنه دې له خلکو سره په مشورې کار وکړي او د کليو د پرمختيا په برخه کې دې د ملي پيوستون په شان پروگرامونه پياوړى کړي.

ددې ترڅنگ وړاندیز شوى چې ټولو افغانانو ته دې په يوه سترگه وکتل شي، فساد دې له منځه ولاړ شي، د پوځي چارو پرځاى دې ملکي برخه پياوړې شي او کارونه دې د خلکو لومړيتوبونو ته په کتو تنظيم شي.

ورته مطالب