مولن: د مارجې اوسېدونکو ته به د بيارغاونې کارونه پيلوو

مايک مولن
Image caption د امریکایي پوځونو لوی درستیز داسې مهال سویلي ولایت هلمند ته سفر کوي چې امريکايي پوځي چارواکو په راتلونکو درو مياشتو کې په ګاونډ ولایت کندهار کې د ورته پوځي عملیاتو له پیلولو خبر ورکړی دی.

د امریکایي پوځونو لوی درستیز جنرال اميرالبحر مایک مولن د افغانستان د هلمند ولایت، مارجې ته ورغلی او دغلته یې له خلکو سره د امنیت بسیا کولو او بیارغونې لپاره د مرستې ژمنه تازه کړې ده.

په مارجه کې د تیرو عملیاتو جاج اخیستل او له نژدې نه د سیمې د وضعیت ارزول د ښاغلي مولن د سفر مهمې موخې یادیږي.

دا په تیرو څو ورځو کې افغانستان ته د دوهم لوړپوړي امریکایي چارواکي سفر دی.

د امریکایي پوځونو لوی درستیز داسې مهال سویلي ولایت هلمند ته سفر کوي چې په ګاونډي ولایت کندهار کې یې د ورته پوځي عملیاتو د پیلیدو د پلان پر سر خبرې روانې دي.

افغانستان ته د ولسمشر بارک اوباما له سفر سره په لنډه موده کې د هلمند ولایت مارجې ته د امریکایي پوځونو د لوی درستیز سفر دا په ډاګه کوي چې په روان کال کې د امریکا د بهرني سیاست ډیر پام پر افغانستان ورټول دی.

مایک مولن له هغې سیمې نه لیدنه کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ګډه په کې د مشترک په نامه پراخ پوځي عملیات ترسره کړل

د ښاغلي مولن د سفر موخه، دغلته د مشترک په نامه پوځي عملیاتو جاج اخیستل او په سیمه کې د امنیتي حالت ارزول یادیږي.

د هلمند د والی ویاند داود احمدي وایي د امریکایي پوځونو لوی درستیز مایک مولن په مارجه کې د هلمند له چارواکو او خلکو سره د لیدلو پرمهال د امینت خوندي کولو او بیارغونې په برخه کې د مرستې ژمنه تازه کړې ده:

''مارجه به رغوو''

''د امريکا لوی درستيز مارجې ته راغلی و او دلته يې له پوځيانوسره وکتل، او د تېرو عملياتو جاج يې واخيست، ده همدارنګه له خلکو سره ژمنه کړه، چې دلته به کارونه پيلوي او ډاډمن امنيت به ټينګوي، خو دا ټول په يوه ورځ نه کېږي، وخت ته به اړتيا وي چې د مارجې خلکو ته اسانتياوې برابرې او مارجه سمه ورغوي. ''

خو د امریکایي پوځونو لوی درستیز مایک مولن باور څرګند کړی چې د پوځي لارو چارو ترڅنګ د بیارغونې د چارو چټکول هم په سیمه کې د ډاډمن امنیت راوستو لپاره مهم دى:

''هغوی له امنیت نه ډیر خوښ و، خو د غوره ښوونې او روزنې، ښو روغتونونو، سړکونو او د خپلو کورنیو لپاره یې د یوه اغېزناک کرنیز سیستم د برابرولو غوښتنه کوله. ټول هغه څه چې زه فکر کوم زموږ د پرمختګ د بهیر لپاره ډیر مهم دي.

Image caption د امريکا ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د افغان پوليسو وړتياوې به لوړوي.

موږ به له والي او د مشرتابه له چارواکو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانانو لپاره ښه خدمتونه او آسانتیاوې برابرې کړو.''

دا په تېرو څو ورځو کې دوهم لوړ پوړی امریکایي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و او له ولسمشر کرزي سره یې لیدلي و.

د امریکایي پوځونو لوی درستیز داسې مهال سویلي ولایت هلمند ته سفر کوي چې امريکايي پوځي چارواکو په راتلونکو درو مياشتو کې په ګاونډ ولایت کندهار کې د ورته پوځي عملیاتو له پیلولو خبر ورکړی دی.

افغان چارواکو هم ویلي چې په کندهار کې کېدونکو پوځي عملیاتو ته یې چمتوالی پیل کړی دی.

ورته مطالب