پيټرګالبريټ د ولسمشر کرزي تورونه رد کړل

د ملګرو ملتونو د دفتر پخوانی استازی ښاغلی ګالبريټ

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوله ٩ کلنه واکمني کې پر بهرنيو د ډېرو په وينا دا ځل تر ټولو توندې نيوکي وکړي .

دده ټولې څرگندونې د تېرو ټاکنو په لړ کې دده په ټکو د بهرنيانو له لاس وهنو څخه د پردې په پورته کولو را ټولې وي .

د خبريالانو پر وړاندې ده له ټاکنو شاوخوا ٦ مياشتې وروسته ډېرې ناويلې خبرې وکړي او يو شمېر بهرني چارواکي او سفارتونه يې تورن کړل چې په لوى لاس يې د افغانستان ټاکنې بدنامې کړې.

ښاغلي کرزي د اروپايي ټولنې او ملگرو ملتونو يو شمېر چارواکي او څارونکي تورن کړل چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې يې غوښتل افغانستان په خراب لوري بوځي.

نوموړي د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازۍ د دفتر يوناما د پخواني امريکايي مرستيال پيټرگالبريټ نوم په وار وار واخيست او هغه يې د تېرو ټاکنو د درغليو د تورونو د پيدا کولو او پلانولو اصلي طراح او لامل ياد کړ:

ښاغلي کرزي د ملگرو ملتونو پر پخواني مرستيال پيټر کالبريټ او ځينو نورو دا تور ولگاوو چې دده په خبره په افغانستان کې يې د يوه گوډاکي او ناتوانه حکومت را منځ ته کول غوښتل .

خو ښاغلي گالبريټ له بي بي سي سره په خبرو کې د ولسمشر کرز ي ټول تورونه رد کړل او هغه يې خندونکي وبلل :

((په پيل کې ما فکر وکړ چې دا اپريل فول يا دا پريل پر لومړى ورځ دنژدې ملگرو ترمنځ دحيرانونکو درواغو ويل دي ، خو له ځانه سره مې وويل چې زه خو له ولسمشر کرزي سره دومره نژدې ، گرمې شخصي اړيکې نه لرم چې دا ډول يوه ټوکه را سره وکړي . دا ډيره حيرانونکې کيسه وه .

ولسمشر کرزي دا رد کړه چې په ټاکنو کې هېڅ درغلۍ نه وې شوې . زه فکر کوم چې ډېر خپلواک څارونکي دا تايدوي چې ممکن د ولسمشر يو په درېيمه يا تردې يو څه زياتې رايې تقلبي وې .

مايوازې هغه مهال د ملگرو ملتونو د يوه استازي په توگه په ټاکنو کې د درغليو د شته والي خبره کوله.))

ښاغلی گالبريټ وايي هغه ونشو کولى دافغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغليو ستونزه ښه په ډاگه کړي او تينگار يې دادى چې دولسمشر کرزي دنده دهغه په خبره مشروعيت نه لري .

د ښاغلي کرزي وروستيو توندوڅرگندونو ته پر پيټر گالبريټ سربېره د ټاکنو د شکايتونو د کمېسيون پخواني مشرگرنټ کيپن هم غبرگون ښولی او له ولسمشره يې پوښتلي چې که په ټاکنو کې درغلى نه وي شوي نو بيا ولې دده په خبره د ټاکنو کمېسيون خپل زرگونه کارکونکي له دندو لري کړل:

((د ولسمشر کرزي څرگندونې مخشوشونکي ، او د ټاکنو د کمېسيون له هغو چارو سره په ټکر کې وې چې دغه کمېسيون په تېرو څو اونيو کې خپل له ٥ تر ٦ زرو پورې کارکونکي چې د کمېسيون ٥ ولايتي چارواکي هم پکې وو له دندو لري کړل .

دغه راز ښاغلی کرزي و منله چې ددوى په اداره کې يو لړ ستونزې وې. نو اوس که څوک دا پر نړيوالې ټولنې د يوڅه تور لگوي دا نو ډېره حيرانونکې ده. ))

پر دغو دواړو پخوانيو نړيوالو چارواکو سربېره په کور دننه د تېرو ټاکنو پر مهال دحامد کرزي سيا ل کانديد عبدالله عبدالله هم له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې په ټاکنو کې دد درغليوشاهدان دده په خبره دافغانستان خلک دي خو په وينا يې کرزي پرې سترگې پټې کړې دي :

(( دا د ولسمشر کرزي عادت دى چې کوم ناسم څه پېښ شي ، د هغه د سمولو پر ځاى ناسم دليل ورته وړاندې کوي .

خو هغه څه چې دافغانستان په ټاکنو کې پېښ شول ددغه هېواد په ميليونونو خلکو وليدل چې په ټاکنو کې د کمېسيون په مرسته د دولتي کسانو لخوا پراخې درغلۍ وشوې. ))

ښاغلي عبدالله په راتلونکو څو مياشتوکې د کېدونکو پارلماني ټاکنو د روڼوالي په اړه هم اندېښنه په ډاگه کړه .

خو افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه توندې څرگندونې لرلې او و يې ويل چې پر ده اوس هم نړيوال فشارونه دي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزيزالدين لودين او د دغه کمېسيون د دار الانشا مشر داود علي نجفي له دندو لرې کړي.

هغه وويل د نړيوالو د دغه کار هدف دا دى چې پارلمانې ټاکنې هم د ولسمشرۍ د ټاکنو په څېر بدنامه کړي،او دغه راز د ده په ټکو يو کمزورى، او د هغوی د خوښې حکومت او پارلمان جوړ کړي:

((ما وغوښتل چې دلته راشم او لومړى له تاسې سره ووينم او حقايق څرگند کړم او راتلونکې اونۍ به بيا له هغو سره و گورم او بيا به تصميم ونيسو.

که تصميم ونه نيسو هغوى نه غواړي چې پارلماني ټاکنې ترسره شي، ځکه چې هغوى غواړي چې پارلمان هم زما په څېر ژوبل کړي.

زه هم يو نا مشروع ولسمشر واوسم او پارلمان هم ،خو له بده مرغه چې ملي شورا په دغه حقيقت پوهه شوې نه ده. ))

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په پاى کې بهرنيانو ته يو ډول گواښنه وکړه چې که د افغانستان په داخلي چارو کې د ده په ټکو خپلو همدا ډول لاسوهنو ته دوام ورکړي ښايي دغلته د هغوى پر وړاندې کرکه لا زياته شي .

په کور دننه ډير خلک او څېړونکي دولسمشر کرزي دغې توندې وينا حيران کړل چې د ولسمشر موخه په اوسنيو حالاتو کې له دغه ډول څرگندونو څخه څه ده او له نړيوالو څه غواړي ؟