ولسي جرګې د کرزي پر څرګندونو غبرګون وښود

ولسي جرګه
Image caption ولسمشر کرزي په خپله وينا کې پر ولسي جرګې هم تور ولګاوه چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده ځکه يې د ټاکنو نوی قانون رد کړی دی .

د افغانستان ولسي جرګې په لومړي ځل د ولسمشر کرزي د وروستيو څرګندونو په تړاو غبرګون وښود او د هغه دا تور يې رد کړ چې جرګه ګنې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده .

د ولسي جرګې مشر يونس قانوني وايي ولسمشسر کرزی بايد د نا سمو ادعاوو پر ځای خپل هغه حقوقي سلاکاران له کاره ګوښه کړي وای ده ته يې نيمګړي تقنيني اسناد د توشيح لپاره سپارلي ول.

ولسمشر کرزي د تېرې پنجنشې پر ورځ په يوه هېښوونکي وينا کې په ترخه ژبه بهرنيان د افغانستان په ټاکنو کې پر لاسوهنو تورن کړل او همدا راز يې ولسي جرګه دده د تقنيني فرمان د ردولو له امله وغندله .

د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرگندونو چې پرلويديځ له بېسارو نيوکو ډکې وې په کور د ننه او بهر خورا ډېر او جدي غبرګونه راپارولي دي .

نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ولسي جرګې له لوري د تقنيني فرمان په توګه د ټاکنو دنوي قانون ، ردېدلو ته د غبرګون په پلمه يوې خبري ناستې ته د وينا پر مهال په افغانستان کې يو شمېر لوېديز سفارتونه او چارواکي تورن کړل چې ددغه هېواد د ټاکنو په درغليو پړه دي .

ښاغلي کرزي گواښ کړی و چې دده په وينا د لوېديز دغه ډول لاسوهنې به د گټې پر ځاى تاوان پېښ کړي، د واکمنۍ درنښت به له منځه يوسي او روان بغاوت ته به قانوني بڼه ورکړي.

ولسمشر کرزي په خپله وينا کې پر ولسي جرګې هم تور ولګاوه چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده ځکه يې د ټاکنو نوی قانون رد کړی دی .

خو په ولسي جرګه کې په دې اړه تر بحث وروسته ددغې جرګې مشر محمديونس قانوني د جرګۍ په استازۍ دغه ادعا په کلکه رد کړه :

((هغه تور چې پر موږ ولګېده دا و چې ګنې شورا د بهرنيانو تر اغېزې لاندې دغه پرېکړه کړې ده ، خو زه د غه ادعا او تور چورلټ ردوم .

زه غواړم ووايم چې که په حکومت کې دغه شونيتاوي خو د افغانستان د ملت په کور کې د غه شونتيا نشته ، د لته بهرنی نفوذ نه شي کولای .))

ښاغلي قانوني وويل چې د ولسمشر حقوقي سلاکاران ملامت دي چې هغه ته يې نيمګړي تقنيني اسناد برابرول او پرې توشيح کول يې :

((زه که د ښاغلي ولسمشر پر ځای وای نو د پنجشنبې پر ورځ به مې لومړ ګام دا و چې د خپلو هغو حقوقي سلاکارانو د ګوښه کولو فرمان صادر کړم چې د افغانستان ولسمشر ته يې د اساسي قانون پر خلاف نا سمه مشوره ورکړې وه . دا سمه نه ده چې تاسې د هېواد لومړي سړي ته د اساسي قانون خلاف ناسمه حقوقي مشوره ورکړیء.))

Image caption دغې وينا په واشنگټن کې دا اندېښنې راوټکولې چې د يوه متحد په توگه پر حامد کرزي، په داسې يوه حالت کې چې نژدې ٩٠ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پراته دي، څومره باور کېدلى شي .

د ولسمشر کرزي له څرګندونو وروسته په کابل کې د امريکا سفير هم د خپل هېواد د بهرينو چارو وزرات په امر له ښاغلي کرزي سره ليدلي دي .

په يوه جلا پرمختګ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيليري کلينټن هم له ښاغلي کرزي سره اوږدې ټليفوني خبرې کړې . د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې دغه خبرې رغوونکې وې .

وياند دا هم وويل چې ولسمشر کرزي د دواړو هيوادنو پر ملگرتيا خپله ژمنه بيا تکرار کړه او د نړيوالې ټولنې د قربانۍ يې وستايلې.

د امريکا د يوه بل جگپوړي چارواکي له خولې هم ويل شوي چې افغان ولسمشر مېرمن کلنټن ته ويلي چې نه يې غوښتل وينا يې دومره ترخه وبرېښي .

خو دغې وينا په واشنگټن کې دا اندېښنې راوټکولې چې د يوه متحد په توگه پر حامد کرزي، په داسې يوه حالت کې چې نژدې ٩٠ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پراته دي، څومره باور کېدلى شي .

جگپوړو امريکايي چارواکو دا هم وويل چې ښاغلي کرزي ونه شواى کړى چې د ولسمشرۍ تر ناندره ييزو ټاکنو وروسته ، نوې پاڼه راواوړي او په دې سره يې يادونه کوله چې مېرمن کلنټن ترې وغوښتل چې راځئ "دا نور پرېږدئ او پرمخ درومئ .

ورته مطالب