کرزي ويلي نه يې غوښتل چې وينا يې دومره ترخه وبرېښي

حامد کرزی
Image caption د امريکا يوه بل جگپوړي چارواکي وويل افغان مشر مېرمن کلنټن ته ويلي چې نه يې غوښتل وينا يې دومره ترخه وبرېښي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پر ټېلېفون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د هغه تر لوېديځ ضد څرگندونو وروسته، خبرې وکړې .

ولسمشر کرزي وړمه ورځ لوېديځ سفارتونه تورن کړل چې د افغانستان په ټاکنو کې يې ټگي کړې .

د ټاکنو چارواکو ته يې بډې ورکړي او گواښونه يې ورته کړي او هڅه يې کړې چې د هغه حکومت کمزورى کړي .

د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د بي بي سي خبرياله کېم غطاس په خپل رپوټ کې وايي چې ولسمشر کرزي مېرمن کلنټن ته ټېلېفون کړى او ٢٥ دقيقې ورسره غږېدلى دى .

د بهرنيو چارو وزارت وياند پي جي کراولي وويل چې خبرې رغوونکې وې .

هغه دا هم وويل چې ولسمشر کرزي د دواړو هيوادو پر ملگرتيا خپله ژمنه بيا تکرار کړه او د نړيوالې ټولنې د قربانيو درناوى يې وکړ .

د امريکا يوه بل جگپوړي چارواکي وويل افغان مشر مېرمن کلنټن ته ويلي چې نه يې غوښتل وينا يې دومره ترخه وبرېښي .

خو دغې وينا په واشنگټن کې دا اندېښنې راوټکولې چې د يوه متحد په توگه پر حامد کرزي، په داسې يوه حالت کې چې نژدې ٩٠ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پراته دي، څومره باور کېدلى شي .

جگپوړو امريکايي چارواکو دا هم وويل چې ښاغلي کرزي ونه شواى کړى چې د ولسمشرۍ تر ناندره ييزو ټاکنو وروسته ، نوې پاڼه راواوړي او په دې سره يې يادونه کوله چې مېرمن کلنټن ترې وغوښتل چې راځئ "دا نور پرېږدئ او پرمخ درومئ ."

د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرگندونې چې پرلويديځ بېسارې نيوه که بلل کېږي ، د ډېرو لورو تاوده غبرگونونه راوپارول.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ گېبس وويل: " د ولسمشر کرزي ځينې څرگندونې له ورايه ځوروونکې وې او يوه رېښتونې اندېښنه يې راټوکېدلې ده."

د بهرنيو چارو وزارت هم وويل چې په کابل کې يې خپل سفير کارل ايکن بيري ارگ ته استولى چې له افغان ولسمشر سره سملاسي کتنه وکړي.

ښاغلي گېبس وويل ددغې کتنې هدف دا و چې"له ولسمشر کرزي نه د هغه د ځينو خبرو د ماهيت په اړه توضيحات وغواړي."

د جنرال ايکن بيري او ولسمشر حامد کرزي د خبرو ډيرو جزيياتو رسنيو ته لاره نه ده موندلى، خو د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل مقصد يې دا و چې د ولسمشر کرزي د خبرو اصلي مانا ځانته معلومه کړي.

Image caption د کرزي او کارل ايکن بيري د خبرو ډېر جزييات رسنيو ته نه دي ورکړل شوي.

په کابل او واشنگټن کې دې څرگندونو پر هغې کتنې سيورى وغورځاوه چې ټاکل شوې ده د مې په مياشت کې د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ وشي.

ددغې کتنې بلنه ولسمشر بارک اوباما کابل ته د وروستۍ کتنې پر مهال وکړه او سپينه ماڼۍ وايي چې دغه بلنه د اوس لپاره هماغسې پر ځاى ده.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په يوه بېسارې وينا کې، نړيوال تورن کړل چې په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې لاسوهنه کړې وه.

هغه وويل د راروانو پارلماني ټاکنو لپاره هم طرحه همدغه ده چې د هغه په وينا دده په څېر د وکيلانو او شورا درنښت ته هم زيان واړوي.

حامد کرزي گواښنه کړې وه چې دغه ډول لاسوهنې به د گټې پر ځاى تاوان پېښ کړي، د واکمنې درنښت به له منځه يوسي او روان بغاوت ته به قانوني بڼه وبښي.

حامد کرزي دغه څرگندونې څو ساعته وروسته تر هغه وکړې چې ولسي جرگې يې د ټاکنو په قانون کې د بدلون نافذ شوى فرمان رد کړ.

هغه په دغه کار کې د بهرنيانو لاس ښکېل وباله چې لا د مخه يې د هغه په وينا د ټاکنو په قانون کې دده له بدلونو سره مخالفت کړى و.

ورته مطالب