په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مشرانو جرګې د ولسمشر کرزي د تقنيني فرمان ملاتړ وکړ

Image caption د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کمېټې مشر وايي چې د مشرانو جرګې ټولو رييسانو د دغه قانون ملاتړ وکړ او تاييد يې کړ .

د افغانستان مشرانو جرګې د ټاکنو په اړه د ولسمشر کرزي د رد شوي تقنيني فرمان ملاتړ وکړ .

سناتورانو د ولسي جرګې لخوا د ټاکنو په اړه د ولسمشر کرزي د تقنيني فرمان ردول ناقانونه کار وباله.

مشرانو جرګه وايي چې دغه قانون اوس هم نافذ دی.

خو ولسي جرګې دغه قانون تېره چهارشنبې د قانوني نيمګړتياوو په پلمه ردی کړی و او ويل يې چې د پارلمان ټاکنې به د مخکيني قانون له مخې ترسره کېږي.

مشرانو جرګه وايي د اساسي قانون ۱۰۹ مادې ته په پام سره، ولسي جرګه دا مهال د دغه قانون په اړه د هېڅ بحث کولو حق نه لري او ټينګار کوي چې د ولسمشر کرزي لخوا د ټاکنو توشيح شوی قانون پر خپل حال د اجرا و ړ دی .

د اساسي قانون ۱۰۹مه ماده

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۰۹ مه ماده کې راغلي چې : ''د تقنينيه دورې په وروستي يو کال کې د انتخاباتو د قانون د بدلېدو پېشنهاد د ملي شوری د کار په فهرست کې نشي نيول کېدلای.''

مشرانو جرګې دغه قانون د رييسانو په غونډه کې تاييد کړی دى.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د کمېټې مشر ډاکټر زلمي بي بي سي ته وويل ''مشرانو جرګه يا ولسي جرګه په خپل تقنيني کال کې د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې له مخې نه شي کولی، چې د ټاکنو په قانون کې تعديل راولي او يا يې رد کړي . ''

ښاغلی زلمی وايي چې په دې برخه کې ولسمشر عام او تام واک لري چې قانون جوړ او يا تعديل پکې راولي .

ډاکټر زلمی وايي ښايي د ولسي جرګې او د ولسمشر ترمنځ يو لړ اختلافونه او ملحوظات وي، خو مشرانو جرګه نه غواړي چې د دوی ترمنځ په اختلافونو کې ځان ښکېل کړي .

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کمېټې مشر وايي چې د مشرانو جرګې ټولو رييسانو د دغه قانون ملاتړ وکړ او تاييد يې کړ .

د ټاکنو نوی قانون تر پخواني هغه څو مادې زيات دی او تر ټولو نانديزه مساله پکې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د غړو ټاکنه ده .

د نوي قانون له مخې به ددغه کمېسيون پېنځه واړه غړي د ولسمشر له لوري به د ملي شورا د دواړو جرګو له ريسانو او دسترې محکمې له مشر تر سلامشورې وروسته کېږي .

Image caption ولسمشر کرزي په خپله وينا کې پر ولسي جرګې تور لګولی و چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده ځکه يې د ټاکنو نوی قانون رد کړی دی.

دغه راز به ددغه کمېسيون ټول غړي د تېر په خلاف افغانان وي چې دغې پرېکړې په کور د ننه او بهر يو شمېر اندېښنې راوپارولې.

تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې د ولسمشر کرزي بل ګام به څه وي؟ ايا په قانون کې به بدلونونه راولي او که به لاره غوره کوي.

دا مهال د ولسي جرګې تر ټاکنو پورې ډېره لږه موده پاتې ده او نومليکنه به شاوخوا دوه اونۍ وروسته پيل شي.

ډېر کارپوهان په دې باور دي چې په دومره لږه موده کې نه شي کېدای چې په قانون کې سمونونه او بدلونونه راوستل شي .

دوی دې کار ته د افغانستان د ټاکنو د ناندريو ديوې بلې پاڼې په سترګه ګوري .