په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چکري: د لندن پوليسو نه يم نیولی

Image caption صدیق چکري وايي افغانستان به ستون شي او پرې د لګول شوو تورونو سپيناوی به کوي.

د افغانستان د حکومت يوه مخکني وزير د هيوا د لوى څارنوال دا ادعا ردکړه چې گواکې د اختلاس په تور د لندن پوليسو نيولى دى.

د حج او اوقافو مخکني سرپرست وزير صديق چکري چې اوس په لندن کې اوسي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د پخوا په څېر آزاد گرځي.

لوى څارنوال محمد اسحاق الکو پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ښاغلى چکري د دوى په غوښتنه په لندن کې نيول شوى او ژر به هغه هيواد ته ور واستول شي.

څارنوالي تور لگوي چې ښاغلي چکري د تېر کال د حج په پيسو کې لسگونه ميليونه افغانۍ وهلي دي.