'د افغانستان په اداري فساد کې ۸۰٪ نړيواله ټولنه ښکېله ده''

ډالر
Image caption پر افغان حکومت د نړيوالې ټولنې يوه لويه نيوکه داده چې اداري فساد پکې عام دى. يوشمير بهرنيو هيوادونو او په ځانگړې توگه د افغانستان لوى مرسته کونکي هيواد امريکا په بيا بيا له افغان حکومته غوښتي چې د فساد مخه ونيسي.

افغان چارواکي وايي د افغانستان په اداري فساد کې ٨٠ سلنه نړيواله ټولنه ښکيله ده چې د دوى په وينا په دغه هيواد کې يې د اداري فساد پراخېدو ته لمن وهلې ده.

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د ځانگړې ادارې مشر محمد ياسين عثماني مشرانو جرگې ته پخپله وينا کې وويل د اداري فساد له اصطلاح نه ځينې بهرنۍ او کورنۍ سياسي کړۍ د يوې وسيلې په توگه گټه اخلي چې دا د ده په وينا د انديښنې وړ ده.

ښاغلي عثماني د افغانستان له ملي شورا نه وغوښتل چې له نړيوالې ټولنې د لگول شويو پيسو حساب کتاب واخلي.

د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت ځانگړې اداره د نړيوالې ټولنې هغه راپورونه په کلکه ردوي چې وايي افغانستان د اداري فساد له اړخه په نړۍ کې دويم هيواد دى.

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د ځانگړې ادارې مشر محمد ياسين عثماني وايي افغان حکومت کولاى شي چې د خپلو لگښتونو په اړه معلومات ورکړي خو دا نشي کولاى چې له نړيوالې ټولنې د لگښتونو حساب کتاب واخلي.

د نوموړي په وينا نړيوالې ټولنې له افغان حکومت سره مرسته کړې خو د لگښتونو په اړه يې معلومات نه دي وکړي چې د ده په وينا له امله يې ډيرې پيسې ضايع شوي دي.

د دغې ادارې مشر محمد ياسين عتمانى چې د افغانستان د مشرانو جرگې ته يې معلومات ورکول له ملي شورا نه وغوښتل چې د ملت د استازو په توگه له نړيوالې ټولنې نه په افغانستان کې د لگول شويو پيسو حساب کتاب واخلي:

'' په افغانستان کې په سلو کې ٨٠ سلنه فساد د بهرنيو ملگرو له لوري تر سره کيږي . له افغانستان سره چې ٣٤ مليارده ډالره مرسته شوې څومره يې د بهرنيانو او څومره يې د افغان حکومت له لارې لگول شوي دي؟ سره له دې چې په افغان حکومت کې ډير فساد شته خو بيا هم کولاى شي چې د لگښتونو په اړه تا سو ته معلومات ورکړي. خو له بهرنيانو څوک حساب واخلۍ؟

ولى تاسو له هغونه دغه حساب نه غواړﺉ؟ آيا تاسو مسؤوليت نه لرﺉ؟ د ملت هيلې او غوښتنې تاسو ته دي. دغه ميليادرونه ډالره د څه لپاره افغانستان ته ورکول شول چې آن زموږ هره کونډه د بهرنيانو د نيکيو د احسانونو لاندې دي.''

ښاغلي عثماني زياته کړه د اداري فساد له اصطلاح نه په کور دننه او بهر کې ځينې سياسي کړۍ د يوې وسيلې په توگه گټه اخلي چې دغه موضوع د ده په وينا د انديښنې وړ ده.

د ښاغلي عثماني په وينا په افغانستان کې د آزاد بازار په نامه د دغه هيواد بازار د ځينو افغانانو او بهرنيانو له لوري انحصار شوى دى.

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د ځانگړې ادارې مشر مني چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې فساد شته خو وايي چې د فساد خپريدو ته تر ډيره بهرنيانو لاره هواره کړې ده.

هغه وويل هغه يوه پروژه چې ټوليز ارزښت يې يو ميليون ډالرو ته رسيږي د بهرنيانو له لوري پرې څلور ميليونه ډالر لگول شوي دي:

قانون ماتول

'' د حساب ورکونې او حساب اخيستنې د مکلفيتونو نشتوالى، د قانون ماتونې د زمينې برابرول، د قانوني د مصونيت اخيستل، د بهرنيو قوانينو ناسمه ژباړه او د تقنيني ارگانونو له لوري د هغه په پام کې نه نيول، د واسطې د کلتور رواجول او په حکومتي چارواکې د گوندي، قومي او ژبني چلند عامول، تړونونه او د نړيوالو مرستو په لگولو کې د نړيوالو موسساتو آزاد فعاليت او ځينې نور لاملونه په افغانستان کې فساد ته لاره هواره کړې ده. ''

خو ښاغلي عتمانې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه د کره معلوماتو د خپرولو په برخه کې پر رسنيو هم نيوکه وکړه چې گواکې د ده په وينا ځينې داسې مطالب خپروي چې له امله عامه ذهنيت خرابوي.

د افغانستان د داري فساد پر وړاندې د ځانگړې ادارې مشر همدارنگه زياته کړه چې په نړيوالو لگښتونو او تړونونو کې د شفافيت د راوستو او له نړيوالو سرچينو نه د سم حساب کتاب د اخيستو په موخه به د افغان حکومت او بهرنيانو ترمنځ يو گډ کميسيون جوړ شي چې د ده په وينا د فساد له اړخه به د افغان حکومت ادارې او نړيوالې ادارې دواړه و ارزول شي.

ښاغلى عثماني وايي د ولسمشر کرزي د نوي فرمان له مخې د دوى ادارې ته ډير واکونه ورکړل شوي او له دې وروسته به د فساد پر ضد د مبارزې لمن ډيره پراخه شي.

پر افغان حکومت د نړيوالې ټولنې يوه لويه نيوکه داده چې اداري فساد پکې عام دى. يوشمير بهرنيو هيوادونو او په ځانگړې توگه د افغانستان لوى مرسته کونکي هيواد امريکا په بيا بيا له افغان حکومته غوښتي چې د فساد مخه ونيسي.

خو افغان حکومت په خپل وار که څه هم د فساد شته والي مني خو پر نړيوالې ټولنې تور لگوي چې د پيسو په لگښت کې يې فساد ته لاره هواره کړې ده.

افغان چارواکي دغه څرگندونې په داسې مهال کوي چې پر افغان حکومت د اداري فساد د ډيروالي تورونه لگول کېږي او بهرنيو هېوادونو د دې د مخنيوي غوښتنې کړي دي .

ورته مطالب