د خوست نوي والي په كار پيل وكړ

عبدالجبار نعيمي
Image caption ښاغلي نعيمي په هره برخه كې د سيمه والو همكاري اړينه وبلله .

د خوست ولايتي ادارې، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو ته د خوست نوى والي عبدالجبار نعيمي د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مرستيال عبدالمالك صديقي لخوا وروپېژندل شو او په كار يې پيل وكړ.

په همدې اړه د يكشنبې په ورځ د خوست په دولتي مېلمستون كې غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه كې د خوست يو شمېر قومي مشرانو نوي والي هر كلي ويلو وروسته په خوست كې شته ستونزې په ګوته كړې .

په ولسي جرګه كې د خوست استازي مولوي حنيف شاه حسيني له نوي والي وغوښتل چې په خوست كې د رشوت اخيستنې، د نوې جوړونې په پروژو كې د درغليواو د شپې لخواد بهرنيو ځواكونو د خپلسرو عملياتو په مخنيوي كې دې جدي ګامونه واخلي .

په خوست كې د ۲۰۳تندر قول اردو د اولې لوا قوماندان جنرال محمد اسرار نوي والي ته د امنيت په برخه كې ډاډ وركړ خو ده ته يې وويل چې د خوست مېشتو يو شمېر غوښتنو ته دې لومړيتوب وركړي .

نوموړي په خوست كې د ملكي هوايي ډګر د لغوه شوې پروژې بيا منظورول او د خوست او ګردېز لوي لارې د پخولو د روان كار ګړندې كول د بېلګې په ډول ياد كړل .

د غونډې يو بل تن ويناوال او د قومونو پيوستون شورى مشر غازي نواز تڼي بيا وويل چې دا مهال په خوست كې په زرګونو جريبه دولتي ځمكې غصب شوې او لا هم دا لړۍ روانه ده.

ده له نوي والي وغوښتل چې د دې مخه دې ونيسي.

يو تن قومي مشر اميرزمان صبري نوي والي ته وويل چې څو كاله كيږي چې د خوست غلام لار په رسمي ډول رسمي ډول ترانزيټ شوي خو لا تراوسه يې هم د عملي كار پته نه لګيږي .

ده وويل چې پدې اړه عملي ګام اخېستل د خوست لپاره په اقتصادي لحاظ ډېر ارزښت لري .

نوي والي عبدالجبار نعيمي له خوست مېشتو سره ژمنه وكړه چې ټولې نيمګړتياوې به د ولس او قومي مشرانو په همكارۍ پيدا او بيا يې تر هغې تعقيبوي چې د حل لاره ورته وموندل شي.

ښاغلي نعيمي په هره برخه كې د سيمه والو همكاري اړينه وبلله .

ورته مطالب