''که په نشه يي توکو د ښکېلو چارواکو ثبوت ومومو، وبه يې نيسو''

نشه يي توکي
Image caption ځينې هيوادونه او چارواکي وايي چې د نشيي توکيو د کر او کاروبار ډيره گټه وسلوالو طالبانو ته رسيږي او له همدې لارې خپل پوځي لگښتونه پوره کوي.

د افغانستان د نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په تير ١٣٨٨ لمريز کال د قاچاقچيانو او نشيي توکيو د نيولو له کبله يو ارزښتناک کال و.

خو دغې ادارې چې د نيول شويو قاچاق وړونکو کوم نوملړ رسنيو ته وړاندې کړ د چا لوړ پوړي چارواکي نوم په کې نه تر سترگو کيږي.

تر دې مخکې ځينو افغان چارواکو ويلي وو چې ځينې لوړ پوړي افغان چارواکي د نشيي توکيو د کر، توليد او قاچاق په چاره کې ښکېل دي.

د نړۍ پر کچه تر ټولو ډير نشيي توکي په افغانستان کې توليديږي چې دې چارې د نړيوالو انديښنې پارولې دي.

د افغانستان د نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي مرکز وايي چې تير کال د نشيي توکيو نژدې ٦٠٠ قاچاق وړونکي نيول شوي دي،چې د ځينو بهرنيو هيوادونو لکه ايران، پاکستان، نايجريا او يوگندا ١٩ تنه وسيدونکي هم په کې شامل دي.دغه ټول کسان په اوږد مهاله بند او نغدي جريمو محکوم شوي دي.

چې دا هر څه تير کال د يادې شوې ادارې پام وړ لاس ته راوړنې بلل کيږي.

نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې په تير ١٣٨٨ لمريز کال کې يې تر دوه نيمو ټنو ډير هيروين ،اوه نيم ټنه مورفين، نژدې ٦٠ ټنه اپين او درويشت ټنه چرس نيولي دي.

هغه کسان چې ددغو نشيي توکيو د ليږد په تور نيول شوي دي،د ځينو حکومتي مامورانو نومونه هم په کې راځي.

د افغانستان د نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي مرکز وياند خليل الرّحمن متوکل:

(( د ځينو تورنو حکومتي چارواکو نومونه تاسې ته درپيژنم،په هلمند ولايت کې د يوه ښوونځي سر ښوونکى دى چې تر دريو ټنو د ډيرو چرسو په قاچاق تورن دى، بل تن د کندهار ولايت د انځر ولسوالۍ د امنيتي پوستې مشر دى چې د ٢٣ کيلو گرامو اپينو پر قاچاق تورن دى، د ميدان وردگ ولايت د ٢٠١ نمبر قل اردو قومندان چې له دندې نه د ناوړې گټې په اخستلو سره تورن دى، په تخار ولايت کې د يوې ولسوالۍ د امنيت مشر هم نيول شوي دى چې پنځه کيلو گرامه هيروين يې قاچاقول، همدا راز د کابل د نړيوال هوايي ډگر دوه تنه ساتونکي هم نيول شوي دي. ))

د افغانستان ځينو چارواکو په څو تيرو کلونو کې ويلي دي چې گواکې ځينې لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د نشيي توکيو په کر، او کاروبار کې ښکيل دي، خو تر دې مهاله له دغو کسانو څخه يو تن يې هم د قانون منگولو ته نه دې سپارل شوى.

ښاغلى متوکل وايي که د نشيي توکيو په کاروبار کې ددغه راز ککړو لوړ پوړو چارواکو په اړه ثبوت په لاس ورشي پرته له کومه ډاره به يې ونيسي:

((تاسې پوهيږﺉ چې د قانونيت او جزا پرنسيب حکم کوي چې هېڅ کس پرته له سند او اثباتي سرچينو څخه پرته له عدلي او قضايي څار سره مخامخ کړو، خو که دغه لړ له سندونو سره يو ځاى د نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شي،موږ به ورسره د هيواد د قوانينو په رڼا کې چلند کوو. ))

دغه مرکز چې تر جوړيدو راهيسې يې نژدې څلور کلونه تيريږي،ويل کيږي چې د فعاليت لاره يې بې خنډونو نه وه.

د ياد شوي مرکز يو تن قاضي هم نژدې يو نيم کال مخکې د ناپيژندل شويو وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو.

د نشيي توکيو کرکيله او قاچاق چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې کچه ښکته شوې وه د هغوى تر نسکوريدو وروسته يي يو ځل بياگراف مخ پورته روان شو،په وسمهال کې د نړۍ څه د پاسه نوي په سلو کې نشيي توکي په افغانستان کې توليديږي،چې نړيواله ټولنه يې انديښمنه کړې ده.

ځينې هيوادونه نيوکه کوي چې د نشيي توکيو د مخنيوي په برخه کې ميلونونه ډالر ولگيدل خو د نشيي توکيو کچه ښکته نه شوه،دوى وايي چې دغه نشيي توکي ددوى د ډيرو وگړو ژوند گواښي.

ځينې هيوادونه او چارواکي وايي چې د نشيي توکيو د کر او کاروبار ډيره گټه وسلوالو طالبانو ته رسيږي او له همدې لارې خپل پوځي لگښتونه پوره کوي.

ورته مطالب