ناټو منلې تېره مياشت يې د پکتيا په عملیاتو کې ښځې وژلې

د عملياتو په سیمه کې خلکو ويل چې وژل شوي ولسي وګړي دي، خو ناټو ويل چې ياغيان يې وژلي دي.
Image caption د عملياتو په سیمه کې خلکو ويل چې وژل شوي ولسي وګړي دي، خو ناټو ويل چې ياغيان يې وژلي دي.

ناټو په لومړي ځل د افغانستان په ختيځ کې تېره مياشت يوه شپه د عملياتو پرمهال د درو افغان مېرمنو د وژلو مسؤوليت ومانه .

تر دې وړاندې ناټو ويلي وو چې ځواکونو يې دوه هغه بې ګناه ملکي وګړي وژلي، چې د عملياتو پرمهال له خپلو کورونو له وسلو سره راوتلي وو .

اوس ناټو وايي دغه درې مېرمنې، چې دوه يې مينداورې وې، په هغو ډزو لګېدلې دي، چې دوی پر نارينه وو ګړې وې .

دا پېښه د تېرې سلواغې په وروستيو کې شوې ده .

ناټو ويلي چې يو ټولی يې د پکتيا ولايت مرکز ګردېز په څنډو کې يوه کور ته له دې امله ورننوتی و، چې دوی ته په کور کې د ياغيانو د پټېدو خبر ورکړل شوی و .

کله چې دوی دغه کور ته ورځي ګوري چې دوه تنه له پوپکو سره راوتلي، دوی پر هغوی ډزې کوي چې په ډزو کې يې درې ښځې وژل شوې.

کله چې په هماغه شپه دوی له سيمې ځي، ياغيان نه مومي .

هغه مهال ناټو ويلي وو چې پنځه طالبان يې وژلي دي .

خو اوس د ايساف ځواکونو يوه وياند بريد جنرال اريک ټريمبلي وايي چې دا د دوی د سرتېرو لخوا يوه تېروتنه وه .

د وژل شوو په ډله کې درې تنه ښځې او دوه د دولت کارکوونکي ول .

په کابل کې د ايساف ځواکونو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي هغه درې ښځې چې په دې عملیاتو کې وژل شوې، دا لا نه ده مالومه چې څنګه وژل شوې ، خو څېړندويه ډله ګمان کوي چې پر نارينه وو د ډزو پرمهال به په بې پروايۍ کې لګېدلې وي.

د دې پېښې د قربانيانو کورنۍ بي بي سي ته وويل بهرني پوځيان د عملياتو پرمهال په کورونو کې ښځې او ماشومان ويني، خو بيا يې هم پر دوی ډزې وکړې .

صابر چې د پېښې د قربانيانو د کورنۍ غړی دی، بي بي سي ته وويل چې په دې عملیاتو کې يې د کورنۍ پنځه غړي وژ ل شوي.

نوموړی وايي چې په هغه شپه دوی د يوه ماشوم د پيدايښت د خوښۍ شېبې لمانځلې، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا پرې بريد وشو :

((زموږ د شهيد شوي قوماندان ورور لمسی پيدا شوی و، څو تنه مېلمانه مو راغوښتي وو، زیاتره دولتي مامورين ورته راغلي ول . ))

د پکتيا چارواکي د پېښې د تاييدولو ترڅنګ وايي چې د وژل شوو په ډله کې دوه تنه د دولت کارکوونکي هم شامل دي.

د پکتيا د والي ویاند روح الله سمون د پېښې په غندلو سره بي بي سي ته وويل چې بهرنيو ځواکونو دا عمليات په خپلسرې توګه کړي.

د ایساف لخوا د دغو ځواکونو يوه وياند جنرال اريک ټريمبلي د پېښې مسؤولیت پرغاړه اخيستی او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي ښوولې ده .

نوموړی وايي هغه دوه تنه چې وسلې يې راخيستې وې، هغوی هم ياغيان نه وو، بلکې يوازې د دې لپاره يې پر بهرنیانو پسې وسلې راخيستې وې، چې له خپلو کورنيو دفاع وکړي.

کله چې هغه مهال معلومه شوه، چې په وژل شوو کې درې مېرمنې دي، دوی ويلي وو چې دا مېرمنې له پېښې مخکې وژل شوې دي .

دوی دا استدلال کوي کله چې يوه بله ډله پوځيان هغه کور ته ورغلل، نو مېرمنې په تابوتونو کې اېښې وې، خو سيمه ييز خلک وايي چې مېرمنې د ناټو ځواکونو په ډزو وژل شوې دي.

دا د هغو هڅو يوه برخه ده چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل پيل کړي او ويلي دي چې تر وسه وسه به د ولسي مرګ ژوبلې مخنيوی کېږي .