استاد شپون پر خپل نوي ناول ، ښاېستو ،غږيږي

استاد شپون

استاد شپون تر ښايستو وړاندې درې نور ناولونه ليکلي و

ښايستو د استاد سعد الدين شپون څلورم ناول دى چې په دې وروستيو کې چاپ شو . استاد شپون تر دې وړاندې د شين ټاغي ، گټيالي او سمڅې ياران په نامۀ درې ناولونه کښلي او خپارۀ کړي و . کلونه پخوا د بوډا او سيند په نامۀ ناول له انگريزي د دوى په قلم پښتو ته ژباړل شوى . د استاد شپون د لنډو کيسو ټولگه ، د بنگي او د شعرونه مجموعې هم خپرې شوې دي . د استاد نثر د ډيرو په وينا خوږ دى او خپل سبک لري .

کلېکاږل ستاسو برېښناليکونه

پوښتنه : استاد فکر کوئ د ليکلو له پلوه ښايستو ستاسو له پخوانيو درو ناولونو سره توپير لري ؟

استاد شپون : نه ، نه يې لري ، زما تجربې چې دي په مختلفو پړاونو کې مختلف شيان پکې داخل شوي ، ورو ورو يې ساحه پراخه شوې ، شين ټاغى او بنگي غاړه خو غونډ خان اباد و ، ورو ورو کابل شو ،

درې کاله کيږي چې ما په ښايستو کار کاوه

استاد شپون

شين ټاغى هم يو څه وطني او يو څه خارجي دى ، گټيالي کې څيره دلته په امريکا کې وده کوي ، او د سمڅې ياران هم هم

داسې ده چې د امريکا له خاطرو او فکر سره سړى وطن ته ځي ، او دا ښايستو ، دا مې نه ليکۀ خو رانه وليکل شو .

پوښتنه : که څوک درڅخه وغواړي چې په څو لنډو ټکو کې ښايستو ناول راباندې وپلوره او ومې هڅوه چې ويې لولم ، هغه جملې يا ټکي به کوم وي ؟

استاد شپون : ښاېستو داسې مينه ده چې چا په خوب نه وي ليدلې .

پوښتنه : يعنې کيسه د مينې ده ، د مينې کيسه خوندوره وي او بايد ولوستل شي ؟

استاد شپون : هو او بل دا چې د مينې او روا او ناروا مينو کيسه ده ، مثلآ افغانستان کې داسې نه کيږي چې سړى په خپلې ښځې وروسته مين شي او دې ( ناول ) کې دا کار شوى دى او ناروا نه مې مطلب دا و چې له بلې نجلۍ سره هم مينه شوې ده .

پوښتنه : په نثر کې مو بيا هم طنز وينو ، ليد لورى يې بيا هم د لومړي کس دى او پاى يې بيا هم مثبت راغلى ، همدا حالت په شين ټاغي، گټيالي او د سمڅې ياران ، ناولو کې هم ليدل شوي دي، که داسې نه ده ؟

ښاېستو داسې مينه ده چې چا په خوب نه وي ليدلې

استاد شپون

استاد شپون : همداسې ده ، خو دا د کامياب خبره چې ده دا ځوانيمرگه مينه او داسې نور ، زۀ ميږى نه مړ کوم او انسان به څرنگه مړ کړم ، کاميابي او ناکامي ظاهري شيان دي، په خاصيتونو کې مې ناب خاصيت را ايستلى دى ، ساخته گې به نه وي ما دا کوشش کړى دى ، او کاميابي او ناکامي ماته مهمه نه ده .

پوښتنه : له کاميابى څخه مې مطلب دا و چې هر څه چې اتل يا اتلې غوښتي هغه په پاى کې ور رسيدلي دي لکه د فلمونو ستوري چې هيڅکله نه ناکاميږي .

استاد شپون : ياره زما په خيال په دې وروستي ( ناول) کې لوستونکى په دې نه پوهيږي چې دا کار کيږي که نه ، اتل صرف کوشش کړى دى .

پوښتنه : د گټيالي پر ناول مو ځينو نقد کاوۀ چې گواکې تصادفونه پکې ډير دي ، شايد په ښايستو باندې هم دغه خبره وشي ، په داستاني اثارو کې پر تصادف تکيه ښه بولئ ؟

استاد شپون : نه تصادف باندې تکيه ماته گناه ښکاري . يو ناشونى کار چې شونى شي او سړى يې ( په ليکنه ) پکې شامل کړي نو سم يې نه بولم ، ما چې په خپلو اتلان څه کړي هغه په هغه حالت او هغه شېبه کې ممکن و چې هغه کسان يې وکړي .

پوښتنه : په ښاېستو ناول کې د اوسنۍ سياسي وضعې ، يا سياسي څيرو ځينې څرکونه هم وينو، په پخوانيو ناولونو کې مو پخوانۍ زمانې يادې دې ، دا کار قصدي شوى او که تصادف دى ؟

ښاېستو

ښاېستو د استاد شپون څلورم چاپ شوى ناول دى

استاد شپون : هر وخت چې ما ناول ليکلى هغه وخت مې ياد کړى دى ، د شين ټاغي په وخت کې هالته په پېښور کې وم او له روسانو سره توده جگړه روانه وه او دا د اوسني ناول د ليکلو پر وخت زه په کابل کې وم سياسي تبصره پخوا هم ( زما په ناولونو کې ) وه اوس هم ده ، شين ټاغي کې اتل د مقاومت يوه برخه وه .

پوښتنه : ستاسو د ناولونو په لوستلو لوستونکى شايد داسې احساس وکړي چې ډير کله د پېښو تر خلقولو پر تجربې اتکا شوې ده ، که دا خبره سمه وي ، د ژوند تجربې بايد پاى هم ولري ، ايا بل ناول ته مو کلونه نور انتظار پکار دى که نه همدا اوس پرې کار کوئ ؟

استاد شپون : له بهرامه ښادي حرامه ، بس دى نور يې نه کوم ، زما همدا تجربې وې ، همدا وې ختمې شوې ، که مې بيا هم زړۀ وشو هغه به بيا بيله خبره وي . ما ټولو ته ويلي چې بل ( ناول ) نه ليکم.

پوښتنه : دا ډير وخت مو ستاسو لنډې کيسې نه دې لوستي ، ايا ناولونو مو د لنډو کيسو مخه ونيوله او که کيسه بله ده ؟

استاد شپون : والله نه ، نه يم ورپېښ شوى ، لنډې کيسې کې ، يوه پېښه چې شوې وي ، مثلآ له الهام صاحب سره چې زما په شعر بحث و يا له يارانو سره زما خاطرې ، دا مې ليکلي مگر دا نورې کيسې ، هر څه مې ليکلي دي ، تکراري يې ولې ليکم.

پوښتنه : له خاطرو او پېښو شويو کيسو خو يوازې لنډه کيسه نه ليکل کيږي ؟

استاد شپون : لنډه کيسه که له خاطرو او له تجربو جوړه نه شي هغه ماته کليشه يي راځي . او بله دا ده چې دا درې کاله کيږي چې ما په ښايستو کار کاوه نو ډير وخت مې دې (ناول) ونيو .

شپون صيب خو ډېر ښه ناولونه ليكي ما يو كال مخكې د شين ټاغي ناول ولوست چې تر اوسه دا فكر كوم چې زه خيله هلته وم مانا دا چې اوس هم داسې فكر كوم چې هغه پېښې چې په كتاب كې انځور شوې ، لكه ما چې خپله په سترګو ليدلې وي .

نوید، قفقاز

ستاسو برېښناليکونه

بازمحمد- گردیز

ډيره مننه چې د شپون سره مو مرکه وکړه. په رښتيا هم دی په ناولونو کې بلا کوي. ما يو څه ناولونه په انګريزۍ کې لوستي، خو چې کله مې د ده "ګټيالی" او د "سمڅې ياران" ناولونه ولوستل، نو سم د چا خبره د ده "فین" جوړ شوم .

هيله کوم چې دی د ناولونو ليکنه بس نکړي. ګوره شپون صېب! زه همدا اوس کار کوم خو دا ليکنه ددې لپاره کوم چې تا وهڅوم څو دا و نه وايي چې نور بس ده. نور هر څه پريږده، بس ناولونه ليکه. ډير مينه وال لري. او دا به لس شل کاله وروسته دوه او درې برابره شي. نو ته خپله فکر وکړه. ستاسو "فین"

کبير الينګاري د مونس ښار بلجيم

استاد شپون ته د نورو ډېرو برياليتوبونو هيله اود ډېر عمر دعا کوم.

زه له شپون سره ډېره مينه لرم، ما ان د هغه خبرې د ښوونځي په وخت کې اورېدې

سکران، له لاهوره

استاذ زموږ دپښتو ادبياتو په اسمان کي ځلانده ستوري دی دوی ته د دوی د نوي ناول ښاېستوپه مناسبت خپلې مبارکۍ ډالۍ کوم او په دې هيله يم چه د استاد دا ناول لکه د شين ټاغي او ګټيالي په شان زموږ ګوتو ته راشي او د پخوا په ډول خپله ادبي تنده ورباندې ماته کړو٠

محب الله

د استاد د نوی خپاره شوي ناول مبارکي د ادب ڼولو مینانو ته وایم .

او یوه تبصره هم لرم که چېرې دغه ناول ددې په عوض چې په دومره زیاتو فصلونو کې و لیکل شي ښه به نه وه که چېرې په درې یاڅلورو فصلونو کې لیکل شوی وای؟

سکران- لاهور

زه له شپون سره ډېره مينه لرم، ما ان د هغه خبرې د ښوونځي په وخت کې اورېدې.

محمد ولی ستانکزی – ننګرهار، جلال اباد

په واقعیت سره شپون صیب په ډېره روانه او فصیحه پښتو ژبه خبرې کوي او پښتو یې ډېره خوږه ده، ما ورسره یو ځل په 2002 کال کې د ننګرهار په پوهنتون کې لیدلي ول او څو خبرې مې ورسره شوې وې دا ځکه چې دده ګټیالی ناول مې لوستی وو چې اوس مې هم ډېری برخه په زړه دی، خدای دې وکړي چې ښا ېستو ناول یې هم په زړه پورې وي.

حمیدالله – کابل

هیله ده چه سلامونه می ومنئ. زۀ هم په خپل وار شپون صاحب او ټولو دادب مینه والو ته ددې نوي ناول مبارکي وایم خدای دې د شپون صاحب په قلم برکت کړي چې لا ډېرې لیکنې وکړي .که څه هم استاد ویلي زه نور ناول نه لیکم خو معلومه نه شوه چې استاد په راتلونکي کې په خپل ادبي ژوندکې کوم لوري ته زیاته پاملرنه کوي؟ زۀ هم د نورو په شان له شین ټاغي نه ډېرې ښې خاطرې لرم، رښتیا هم لس کاله مخکې مې لوستی وو او اوس مې هم د شین ټاغي ټولې خاطرې په حافظه کې دي.

استاد شپون وايي دوى په تصادف باور نه لري لېکن ټول ناولونه يې ډېر په تصادف ولاړ وي ، که څه هم په دې مرکه کې استاد وايي چې تصادف نه بلکې په هغه شېبه کې هغه شى ممکن وي زه د ده له دې نظر سره مخالف یم.

زلمی، نامالوم ځای

هجرت احمد رحيم، کابل

ایا زۀ (يښايستو) ناول څرنګه ترلاسه کولی شم، هيله ده چې په دې اړه مرسته راسره وکړﺉ، زه دې د دې ناول لوستلو ته ډېر لېواله يم.

عاشق الله جمالزی- سان فرانسیسکو، امريکا

ډېره زیاته مننه چې د شپون صیب سره مرکه کړې ده کله مې چې دا مرکه ولوستله نو تلوسه مې پيدا شوه چې کله به د ناول زما ګوتو ته را رسېږي.

عتیق الله دورانی- کندهار

سلامونه اونیکی هیلې د بي بي سي رادیو کار کوونکو ته! زه غواړم چې د شپون صیب د ښایستو

په نامه ناول تر لاسه کړم.

پ - کندهار

دا به در سره ومنم چې رښتیا هم شپون صا حب ډیر سم ناولونه لیکلي دي البته د لیکنې پر معیاریې زه سم بولم تر کوم ځايه چې ما لوستلي دي په ټولیزه توکه د اسلامي اډیالوژۍ څرک هم پکې نه تر سترګو کیږي، چې دې ټکې‎ ته بايد د ده پام وي، ځکه دغه غټ عنصر دحالاتو په بدلون کې نغښتی دی .

غفورزی – تورنتو، کاناډا

له هرڅه وړاندې زه استاد شپون او ټولو پښتنو ته د ښايستو د نوي ناول مبارکي وايم. ما شين ټاغی له ښاغلي يون څخه ترلاسه کړ او کابو لس کاله وړاندې مې دغه ناول لوستلی دی، شين ټاغی زما د خوښې ناول دی، هيله ده چې ښايستو به هماغه شان وي.

زه د خپل ګران کا کا د نوي لیکل شوي ناول مبارکي ټولو پښتنو ته وایم لکه چې شین ټاغی ډېر ښه او ښکلی لیکل شوی ناول وو انشاء الله دابه هم د زړه پورې ناول .

ډاکټر فضل السبحان خوږیاڼۍ، برتانيا

محمد سرور قیام- ويرجينيا، امريکا

ما د شین ټا غی ناول لوستی و ډېر په زړه پورې ناول و او زه باور لرم چې د ښا یستو ناول به هم ‌ډېر لوستونکي ولري.

شريف الله غفورزی، اوديکا

له تاسو ډېره مننه چې له شپون صېب سره مو مرکه کړې ده.

خان زمان کاکړ- کوټه، بلوچستان

شپون صېب د پښتو فېکشن کې ډېر لوی نوم لري. خو لويه ستونزه یې دا ده چې هر وخت په ادب کې د سياسي ايديالوژۍ خلاف پاتې شوی، دی په هر ناول کې يوازې سياسي ايديالوژي نه بلکې پروپاګند ځايوي، په نورو ټکو په ادب کې د روشنفکرۍ خلاف لويه ونډه لري.

ډاکټر فضل السبحان – خوږیاڼی، برتانيا

زه د خپل ګران کا کا د نوي لیکل شوي ناول مبارکي ټولو پښتنو ته وایم لکه چې شین ټاغی ډېر ښه او ښکلی لیکل شوی ناول وو انشاء الله دابه هم د زړه پورې ناول .

نويد- قفقاز، روسيه

شپون صيب خو ډېر ښه ناولونه ليكي ما يو كال مخكې د شين ټاغي ناول ولوست چې تر اوسه دا فكر كوم چې زه خيله هلته وم مانا دا چې اوس هم داسې فكر كوم چې هغه پېښې چې په كتاب كې انځور شوې ، لكه ما چې خپله په سترګو ليدلې وي.

زلمی (نامالوم ځای)

استاد شپون وايي دوى په تصادف باور نه لري لېکن ټول ناولونه يې ډېر په تصادف ولاړ وي ، که څه هم په دې مرکه کې استاد وايي چې تصادف نه بلکې په هغه شېبه کې هغه شى ممکن وي خو په ډېر درناوي او دوى ته په پوره احترام غواړم ووايم چې له دې نظر سره يې زه موافق نه يم . د سمڅې په يارانو ناول کې هغه سړى داسې دى لکه د هندي فلم ستورى ، شيڼ ټاغي کې هم همداسې باتور دى او په گټيالي کې خو خبره بيخي تر دې هر څه اوښتې ده ، دا نوى ناول يې ما نه دى لوستى خداى دې وکړي چې داسې نه وي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .