ايمرجنسي: د والي ګلاب منګل د وژنې پلان مو نه درلود

ګلاب منګل
Image caption د هلمند چارواکي وايي چې نيول شويو کسانو ته د طالبانو د کوټې شورا نژدې نيم ميليون ډالر ورکړي و او دنده يې داوه چې په هلمند کې بريدونه وکړي او د والي وژلو ته لار پرانيزي.

د ايمرجنسي په نامه روغتيايي ادارې چې مرکز يې په ايتاليا کې دى په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د خپلو نهو کارکوونکو نيونه سخته غندلې.

دغه کسان پرون د هغه څه په تور چې چارواکي يې له وسله والو سره تړاو او د والي د وژنې دسيسه بولي نيول شوي.

د ايمرجنسي مشرې له بي بي سي سره په خبرو کې ټينگار وکړ چې ددوى ټول کارونه خيريه دي او له پوځي ياهم سياسي چارو سره سروکار نه لري.

دا ايټاليا مېشتې روغتيايي ټولنه وايي دا نيونې د دوى له خبرتيا پرته شوي او لا هم کابل په رسمي ډول په دې اړه خبر نه دى ورکړى. د ايمرجنسي مشرې – سيسېليا سترادا وويل چې له نيونې راوروسته اوږدو ساعتونو کې لا هم له خپلو همکارانو سره په غږېدو نه ده بريالۍ شوې.

هغې چې له روم نه له بي بي سي سره غږېده، وويل: دغۀ حالت خورا کلک اندېښمن کړي دي:

" زه دې ته د نيول کېدو نوم نه شم ورکولاى، ځکه چې افغان پوليسو او د ملي امنيت ادارې موږ ته نه دي ويلي چې زموږ کارکوونکي يې نيولي دي. موږ په دې اړه له رسنيو خبر شوي يو. له دغو کسانو سره زموږ اړيکي د تېرې ورځې له څلورو بجو پرې شوي، يوازې يوځل د هغو يوه تيلفون ځواب ووايه او يوه تن چې ويل يې بريتانوى سرتېرى دى راسره وغږېد او ويې ويل چې له خپلو همکارانو سره خبرې نه شو کولاى. موږ په دې اړه سخت اندېښمن يو."

يو شمېر رپوټونه وايي چې ياد شوي کسان د افغان او بهرنيو ځواکونو په گډو عملياتو کې نيول شوي، خو په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو گډې قوماندانۍ بي بي سي ته وويل چې دوى په يادو شويو عملياتو کې نه و شامل او يوازې افغان امنيتي ادارو کړي دي.

چارواکي وايي چې د ايمرجنسي نهه کارکوونکي چې يو يې په ټول افغانستان کې د هغې د بيړنيو روغتونو مشر دى، د حکومت له مخالفينو سره د تړاو او د هلمند والي د وژنې په دسيسه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

پخپله والي گلاب منگل پرون ناوخته خبريالانو ته په يوۀ بيړني کنفرانس کې ددغې پېښې جزييات ورکړل:

ايټالوۍ روغتيايي ټولنه – ايمرجنسي پر خپلو کارکوونکو لگېدلي تورونه بېځايه او خندوونکي بولي. ددغې ټولنې مشرې سيسيليا سترادا د هغو مرستو يادونه وکړه چې ددغې ټولنې روغتياپالان يې د افغانستان د پوځي کړکېچ له ټولو ځپل شويو سره کوي.

هغې وويل چې د دوى هڅې يوازې بشري دي او سياسي يا پوځي اهداف يې نه درلودل.

آغلې سترادا وويل چې ټولنه يې د هلمند والي ته کلک درناوى لري او اټکل هم نشي کولى چې د دوى يو کارکوونکى دې هغه ته د زيان اړولو تکل وکړي:

" هغه تورونه چې موږ په رسنيو کې لوستي په بشپړه توگه خندوونکي دي. په دغو تورونو کې د هلمند د والي په وړاندې د دسيسې او د هغه د وژنې هڅه هم يادېږي چې خندوونکې خبره ده. تاسو دا تصور کولاى شئ چې يو ايتالوى داکتر دې چې له ١٥ کلونو په افغانستان کې کار کوي په داسې يوه دسيسه کې لاس ولري؟ موږ ډاډمن يو چې حقيقت به رابرسېره شي."

د هلمند چارواکي وايي چې نيول شويو کسانو ته د طالبانو د کوټې شورا نژدې نيم ميليون ډالر ورکړي و او دنده يې داوه چې په هلمند کې بريدونه وکړي او د والي وژلو ته لار پرانيزي.

ايمرجنسي له افغان امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې نيول شويو کسانو ته ددې حق ورکړي چې له خپلې ادارې او کورنيو سره تماس ونيسي او په دې يې وپوهوي چې روغ او هوسا دي .

ددې ترڅنگ ددغې ادارې چارواکي وايي چې په دې اړه يې له افغان حکومت، په کابل کې د ايتاليا له سفارت او بېلابېلو خواو سره خبرې کړي او که نوموړي کسان پرېنښودل شي، په دې اړه به نور گامونه پورته کړي.

ايمرجنسي له نژدې ۱۵ کلونو په افغانستان کې کار کوي. دا لومړى ځل نه دى چې د دغې ايټالوۍ ټولنې کارکوونکي له افغان امنيتي ادارو سره ستونزې پيداکوي.

ټيک درې کاله دمخه هغه مهال چې له يوه ايتالوي خبريال سره ملگرى افغان – اجمل نقشبندي طالبانو وواژه، د ايمرجنسي يو غړى ددغې پېښې په تړاو ونيول شو، خو له کوم تور پرته ژر خوشې شو.

ورته مطالب