کرزی: پر ولسي وګړو بريد هېڅ د منلو نه دی

مسافر وړونکی موټر
Image caption موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د ايساف په ډزو کې پر وژل شوو ولسي وګړو خواشيني ښوولې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي ولسمشر دا پېښه به کلکو ټکو غندلې ده او دا يې له زغمه وتلی کار بللی دی.

ښاغلي کرزي ويلي ناټو ځواکونه افغانستان ته د ولسي وګړو د ساتنې لپاره راغلي، نه دا چې بې ګناه خلک ووژني.

نوموړي ويلي بهرني پوځيان بايد له دقته کار واخلي او د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.

د کندهار چارواکي وايي نن سهار ايساف ځواکونو په ژېړۍ ولسوالۍ کې د مسافرو پر يوه ګاډي ډزې کړې، چې ۲۲ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل پېښه نن سهار (دوشنبه، د اپرېل ۱۲مه) سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال وشوه، چې د ۳۰۳ مسافر وړونکي ګاډي چلوونکي د ايساف ځواکونو له اشارې مخ ته ولاړ .

سرچينه وايي چې ايساف ځواکونو پر ګاډي ډزې وکړې چې په پايله کې څلور مسافر ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.

ټپيان او مړي په کندهار کې د ايساف ځواکونو پوځي روغتون ته لېږدول شوي .

د کندهار د ميرويس روغتون چارواکي وايي دوی ته د هوايي ډګر له روغتونه دوه مړي او دوه ټپيان وروړل شوي دي.

خو په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوه سيمه ييز روغتون چارواکي وايي روغتون ته نهه ټپيان وروړل شوي.

دغه ۳۰۳ مسافر وړونکی ګاډی له کندهاره نيمروز ته د هرات پر لويه لاره وو چې له دې پېښې سره مخامخ شو .

په کندهار کې مېشتو ايساف ځواکونو ويلي ۱۲ ټپيان يې خپل روغتون ته وړي دي.

عيني شاهدانو ويلي چې په پېښه کې زياتره کسان د موټر د ښيښو د ماتېدو له امله ټپيان شوي.

د دوی په وينا، په ګاډي کې ښځې او ماشومان هم ول، خو دا لا تراوسه نه ده روښانه چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شته او که څنګه .

Image caption حامد کرزي ويلي ناټو ځواکونه بايد د افغانانو ژوند ته پام وکړي.

دا په روان ۱۳۸۹ هجري لمريز کال کې لومړۍ خونړۍ پېښه ده .

تېره ورځ وړاندې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ماين پاکانو او روغتيايي کارکوونکو پر ګاډو دوه چاودنې وشوې، چې څلور تنه پکې ووژل شول.

وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول .

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ورته مطالب