په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش

وې پېژنډ پاڼې به الکترونیکي (برېښنايي) یا کمپیوټري وي چې د وګړو ځېنې مهم جزییات لکه عکس د ګوتې نښه د زېږېدلو نېټه او داسې نور پرې ثبت وي، او د کمپیوټري معلوماتو له یوې لوې زېرمې سره به تړلې وي.

چارواکي وايي چې ددغو پيژندپاڼو ويشل به نهه مياشتې وروسته پيل شي او په دريو کلونو کې به بشپړ شي.

دوی وايي دا کار به د وګړو په پېژندلو کې ډېره اسانتیا رامنځته کړي. د بېلګې په توګه د دغو پاڼو لرونکي به نور دې ته اړتیا ونه لري چې د ټاکنو ځانګړي کارتونه واخلي، ځکه دوی به یوازې د همدغو پاڼو په ښوولو په رایو کې برخه واخیستلای شي.

ستاسې برېښناليکونه

محمد فهیم سلیمی - کابل

ده نویو بریشنا یي تذکرو ویشل به دافغان ولس په ژوند کې يو مثبت بدلون وي او د افغان دولت سره به دسو لې په راوستلو کې او د نا امنۍ په ویستلو کې خورا زیاته مرسته وکړي زه په دی اند دغه بهیر یو مثبت بهیر بولم. د دې په پلي کولو کې با ید گړندي گامونه ترسره شي . مننه

نجيب الله پيمان- لوګر

د برېښنايي تذکرو وېش ښه کار دی، خو دا تضمين به څوک ورکوي چې دغه جعلي نه جوړېږي، ځکه د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په مرسته دلته د هر کار د جعلکارۍ امکان شته .

خالد شينوارى- ننګرهار

زه دنويو کمپيوټري تذکرو وېشل يو پرځاې ګام بولم خو يوه غوښتنه لرم او هغه دا ده چې لومړى دې له استاد رباني څخه وپوښتل شي چې څومره عرب جنګياليو ته يې دافغانستان تذکرې وېشلې دي؟

شهزارخان - خوست

دا ډېره ښه خبره ده خو، د افغانستان حکومت هر کار درې ځله کوي ، د بېلګې په توګه د نوي نصاب چاپ او د افغانيو ټيټ کيفيت.

بايد مخکې له مخکې يې پرکيفيت او پر دې ښه سوچ وشي چې څه شي ته بايد په دې پاڼه کې ځای ور کړل شي.

زيارګل - ننګرهار

داكارتونه بايد داوسنۍ تذکرې غوندې نه غټ او نه څو پاڼې وي چې په جيب كې ګرځول يې ګران دي. پکار ده چې ژبه يې بدله نه شي لكه د رايو د كارتونو.

عبدالهادي هادي- كندهار

زه د ګران هېواد لپاره د ا كار ډېر اړين ګڼم ، دا ځګه چه د جعلي پېژند پاڼو كچه به ډېره كمه شي او د دې له كمېدو سره به نور جعلي كارونه هم ډېر كم شي. يوه خبره چه مهمه يي بولم داده چه بايد خپله دغه سيسټم ډېر خوندي وساتل شي چې د ورانکارو لاسته ونه لوېږي.

فيض الله مجددي- کندهار

زماپه اند دايو پرځای ګام دی. دولت د پېژندپاڼی په ورکولو کې له هېڅ ډول ستونزو سره نه مخامخ کېږي اما دهغوولسواليو خلک چې ددولت دمخالفينو په لاس کې دي دمخالفينو له ګواښ سره مخامخ کېږي.

محمد ريس مخلص - کابل

افغانستان يو ډېر وروسته پاتې هېواد دی په تېره د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې. څنګه کولی شي چې دغه معلومات په خوندي ډول سره وساتل شي، ځکه ددې لپاره چې دا معلومات جرايم پېشه کسانو ته په لاس ور نشي.

د مثال په ډول د دوبۍ قضيه چې د موساد د ادارې له خوا پردي پاسپورټونه وکارول شول.

عزيز فقيري - لغمان

د افغانستان حکومت که دا کار لا د مخه کړی وای نو په ټاکنو کې به د دومره ستونزو او درغليو مخه نيول شوې وای. دا کار به د ورانکارو پېژندل هم اسانه کړي.

سخي ارين -کندهار

د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، ځکه موږ د تذکرو يا پېژندپاڼو له اړخه له ډېرو ستونزو سره مخامخ يو. نوې پېژندپاڼې به په ځانګړې توګه له ايساف يا ناټو سره کار کول اسانه کړي.

محمد عارف حليمي -استراليا

که برېښنايي پېژندپاڼې ولرو ډېر به ښه شي، خو زه غواړم پوه شم چې ايا دا خو به يوه پلمه نه وي چې د تذکرو ژبه له پښتو څخه فارسي ته واړوي؟

اعظم دستګير

پکار ده چې د پېژندپاڼو لپاره يوه ښه ډېزاين په پام کې ونيول شي، او کيفيت اود ژبې سموالي ته يې هم پام وشي.

لعل ګل لعل - کابل

دا کار لاپخوا بايد شوی وای، دا اوسنۍ پېژند پاڼی خو بيخي چاته د ښودلو ندي، په ځانګړی توګه په بهرنيو هېوادونو کې. خدای پاک دې وکړي چې دغه پروسه ژر شروع او په خير له ټګۍ او بره ګۍ څخه پاکه سرته ورسېږي.

ميرويس فضلي - سلواک

دا پلان دحکومت ډېر ښکلی پروګرام دی او انشا الله چې کامياب دی. له دې سره به په ټاکنو او يا هم نورو مواردو کې د درغليو مخه ونيول شي. اوس خو په يو نوم او بل نوم مختلف کارونه کوي ولې په هغه وخت کی به بيا دا مشکل حل وی . او هم په دی سره به وکولای شو چی د افغانستان اصلي نفوس معلوم شي.

خليل الرحمن- بېرمنګهم، بريتانيا

زما په نظر دا ښه کار دی، د جرمونو په مخنيوي کې به مرسته وکړي، او د افغانستان حيثيت به ورسره لوړ شي .