پاکستان: مشرانو جرګې ((خيبر پښتونخوا)) نوم و مانه

خيبر

د پاکستان مشرانو جرگې هم د سرحد صوبې پر ځاى د دغه د ايالت لپاره د ((خيبر پښتونخوا)) نوم تصويب کړ.

د پنجشنبې پر ورځ په مشرانو جرگه کې د اتلسم تعديل د تصويبېدو کار پيل شو .

جرګې ته يو شمېر غړو وړانديزونه وکړل چې د هزاره ، بهاولپور او سويلي پنجاب په نوم دې نوې صوبې جوړې شي او دسرحد صوبې نوم دې پر خپل حال پاتې شي .

خو د قانوني جرگه گۍ مشر سناتور رضا رباني د دغو وړانديزونو مخالفت وکړ او له هغه وروسته شورا هم دغه تعديلات او وړانديزونه په لوى اکثريت رد کړل.

د مسلم ليگ ق غړو هم په ((خيبر پښتونخوا)) باندې د سرحد له نوم بدلولو سره مخالف وکړ ، خو د رايې ورکولو پر مهال ووېشل شول .

د دغه گوند يوويشت رايې دي ، خو د خېبر پښتونخوا په مخالفت کې يې دولسو غړو رايې ورکړې.

په ټوله کې د(( خيبر پښتونخوا)) د نوم په پلوي اتيا رايې واچول شوې.

مشرانو جرگه چې سل غړي لري د دغې لايحې د تصويبېدو لپاره يې دوه پر درې اکثريت يانې 77 رايو ته اړتيا درلوده.

تر دې وړاندې د هېواد ولسي جرگې دغه لايحه د ٣٤٢ استازو له ډلې په ٢٩٢ رايو تصويب کړې وه ، په داسې حال کې چې دغې لايحې ته د رای ورکولو پر مهال د جرګې تر څلوېښتو زيات غړي غير حاضر وو.

اوس يوازې د ولسمشر اصف علي زرداري لاسليک ته اړتيا ده چې دغه نوم رسمي بڼه خپله کړي.