چارواکي: د پاکستان عملياتو طالبان افغانستان ته را اړولي

طالبان

له قبايلي سيمو څخه پر پوله افغانستان ته د وسله والو طالبانو د اوښتو په شمېره کې د ډېر والي د راتلو په اړه دغه وروستي ريپوټونه په داسې حال کې راغلي چې په دغو سيمو کې د سيمه ييزو طالبانو خلاف د پاکستان د پوځ له لورې له څه مودې راهيسې عمليات سخت شوي دي.

په ريپوټونو کې د ناټو- ايساف د سرچينو له خولې راغلي چې د دغو عملياتو په پايله کې په زيانونو سربېره ، په قبايلي سيمو کې د طالبانو په مشرتابه کې گډوډي راغلې ، له مالي ستونزو سره مخامخ شوي او د اکمالاتو له اړخه هم له ننگونو سره مخامخ شوي دي.

ريپوټونه وايي د فشار له کبله افغانستان ته را اوښتونکي ډېر دغه طالبان په خوست ، پکتيا ، پکتيکا ، ننگرهار ، کونړ او نورستان د سرحدي ولايتونو کې تمېږي او د پولې پر همدې غاړه کې د تېر پر تله په نسبتا زياته اندازه خوځښتونه ، فعاليتونه او بريدونه کوي.

د کونړ والي فضل الله وحيدي وايي دغه ولايت ته په وسله والو کسانو سربېره له قبايلي سيمو څخه د جگړې په پايله کې يو شمېر بې ځايه شوې کورنۍ هم وراوښتې دي.

افغانستان ته له قبايلي سيمو څخه د وراوښتو وسله والو کسانو په ډله کې د هغو بهرنيانو يادونه هم کېږي چې له القاعده سره اړيکي لري.

د کندز والي انجينير محمد عمر وايي له القاعده سره په زيات شمېر کې تړلي دا وړ کسان ان د کندز ولايت ته هم ورغلي دي: (( له پروسږ کال راهيسې په کندز کې د ازبکانو او چيچينيايانو فعاليت خصوصا په ګورتپه سيمه کې چې له ښار څخه 23 کيلومتره لري روان دی . هلته دوی ته دطالبانو په پرتله زيات امکانات رسول کېږي ، دوی ډېر مجهز دی او انتحاري خلک هم ورسره موجود دي. ))

ځينې افغان چارواکي داگڼي چې د پاکستان پوځ گنې د عملياتو په ترڅ کې يواځې د خپل حکومت مخا لفان په نښه کوي او په دغو سيمو کې د افغان طالبانو له مرکزونو سره څه غرض نه لري.

د کونړ والي ښاغلى وحيدي د دې ادعا دليل داگڼي چې گنې تر دې مهاله په قبايلي سرحدي سيمو کې د پاکستان د پوځ په عملياتو کې د افغان طالبانو هېڅ داسې کوم مشر او قوماندان نه دى وژل شوى چې شهرت ولرې او خلک يې وپيژني.

له لويه سره د افغان حکومت يوه ډېره وختينۍ نيوکه همدا ده چې د مخالفانو د روزنې او اکمال مرکزونه يې گواکې د پولې په بله غاړه کې دي او له هماغه پيله يې غوښتنه هم همدا ده چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې دې د مهمو هدفونو په توگه پر دغو مرکزونو فشار راوستل شي.

خو پاکستان کله هم دا تورونه، نه دي منلي چې گنې په خاوره کې يې د افغانستان د وسله والو مخالفانو مرکزونه فعال دي او يا د هغوى ملاتړ کېږي.

برعکس پاکستاني چارواکي د ترهگرۍ خلاف جگړه کې ځانونه د امريکا کلک ملاتړي بولي . امريکا له خپل لورې هم پاکستان په دغه جگړه کې خپل باوري ملاتړى بولي او په دې وروستيو کې يې له دغه هېواد سره په خپلو پوځي او نا پوځي مرستو کې د پام وړ زياتوالى هم راوستى دی .