د ټاکنو دکمېسيون دچارواکو د ګمارنې په اړه بحث روان دی

د ټاکنو د کمېسيون نښان

بي بي سي ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د ولسمشر کرزي او جهادي مشرانو تر منځ د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيونونو د احتمالي مشرانو په توګه د ځينو کسانو پر نومونو بحث شوی دی .

د غونډې يوه برخوال او د ولسي جرګې غړي موسى هوتک بي بي سي ته وويل جهادي مشرانو ولسمشر ته د محمدياسين عثماني، حميدالله فاروقي او فضل احمد معنوي نومونه ورخوښ کړل چې د ټاکنو د کمېسيون مشران دې وټاکل شي .

نوموړي زياته کړه جهادي مشرانو ولسمشر ته وويل چې که ښاغلی عثماني د ټاکنو د کمېسيون مشر کېږي نو د دارلانشاء چارې دې حميدالله فاروقي ته وسپارل شي .

ښاغلى عثماني همدا اوس د فساد پر ضد يوې سترې حکومتې ادارې مشر دى، حميدالله فاروقي د کابل پوهنتون استاد او د ترانسپورټ پخوانى وزير دی او ښاغلی معنوي د ټاکنو دکمېسيون غړی دی .

که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د مشرانو ټاکنه د ولسمشر واک دی خو د قانون له مخې بايد د مشرانو او ولسي جرګې له مشرانو او د سترې محکمې له رييس سره پر ې مشوره وکړي .

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د مشرانو په اړه هم د ولسمشر او سياسي او جهادي مشرانو تر منځ خبرې اترې شوې دي .

د ولسمشرۍ ددفتر له لوري په خپرې شوې ويناپاڼه کې راغلي چې په دغه کمېسيون کې به د ولسمشر د پخوانۍ پرېکړې خلاف ٢ تنه بهرنيانو ته هم ځای ورکوي .

د ټاکنو له کمېسيون څخه د بهرنيانو د ايستلو پرېکړې د ولسمشر کرزي او نړيوالې ټولنې تر منځ سختې ناندرۍ راوپارولې او اوس داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی تر ډېر فشار وروسته په دې اړه د خپل سخت دريځ بدلولو ته اړوتلی دی .

ښاغلي هوتک که څه هم د ټاکنو دشکايتونو د کمېسيون په اړه ډېر جزيات ورنه کړل خو له خبرو يې داسې بر ېښېده چې ددغه کمېسيون غړي به بيا هم پېنځه وي خو دوه بهرنيانو او درې افغانان او ډېر احتمال لري چې مشر به يې دا ځل افغان شي .

سرچينې وايي چې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيونو د مشرانو پر ټاکنه اوس هم بحثونه روان دي او کېدای شي ډېر ژر وټاکل شي .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به په شاوخوا شلو ورځو کې دننه د ولسي جرگې د کانديدانو په اړه له خلکو د شکايتونو را ټولول پيلوي اوپه دې برخه کې به خپلې پرېکړې کوي .

د ټاکنو د کمېسيون مشر عزيزالله لودين او د دارلانشاء مشر داوود علي نجفي د ولسمشر کرزي تر يوې سختې وينا وروسته چې پکې يې د دوی ملاتړ او د بهرنيانو غندنه کړې وه له کاره ګوښه شول .

په کور دننه او بهر يو شمېر کړۍ پر دغه کمېسيون نيوکې کوي چې د تېرو ولسشمريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال يې درغليو ته لاره هواره کړې او د ښاغلي کرزي پلوي يې کړې ده .