د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ريیس وټاکل شو

.
Image caption د ټاکنو له کمېسيون څخه د بهرنيانو د ايستلو پرېکړې د ولسمشر کرزي او نړيوالې ټولنې تر منځ سختې ناندرۍ راوپارولې او اوس داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی تر ډېر فشار وروسته په دې اړه د خپل سخت دريځ بدلولو ته اړوتلی دی .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نوی مشر وټاکل شو .

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل فضل احمد معنوي د دغه کمېسيون د نوي رييس په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي عمر زياته کړه چې ولسمشر د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کمېسیون پنځه نور غړي هم ټاکلي دي.

نوموړي وويل چې د ټاکنو د کمېسيون رياست ته محمد ياسين عثماني او فضل احمد معنوي کانديد شوي ول.

ښاغلی معنوي وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون برحاله غړی و.

کابو لس ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عزيزالله لودين او د دغه کمېسيون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي استعفاوې ورکړې، چې ولسمشر هم ومنلې.

د ولسمشر ویاند وحيد عمر خبريالانو ته وويل د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون پنځه غړي هم معرفي شوي، چې درې پکې افغانان او دوه بهرنيان دي.

د هغه په وينا ''د شکايتونو د کمېسيون درې افغانان غړي قاضي سيد مراد شریفي د سترې محکمې کار کوونکی، احمد ضياء رفعت د کابل پوهنتون استاد او په ولسي جرګه کې د بشري سرچينو مشر سلطان شاه عاکفي دی.''

وحيد عمر وويل د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو د کميسيون يو بهرنی غړی قاضي يوهان کرېګلر Johann Kriegler د سوېلي افريقا اوسېدونکی دی.

نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افريقا د ټاکنو د کمېسيون د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده، او دويم غړی يې مصطفی صفوت، چې د عراق اوسېدونکی دی، ده هم په سوډان او عراق کې د ټاکنو په کمېسيون کې کار کړی.

وحيد عمر خبريالانو ته وويل چې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون دواړه بهرني غړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخوا وړاندې شول، چې ولسمشر کرزي يې غوښتنه ومنله.

د ولسمشر وياند زياته کړه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس به د کميسيون د نوي مشر تر وړانديز وروسته د ولسمشر لخوا وټاکل شي.

وړاندې بي بي سي ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د ولسمشر کرزي او جهادي مشرانو تر منځ د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيونونو د احتمالي مشرانو په توګه د ځينو کسانو پر نومونو بحث شوی و.

د غونډې يوه برخوال او د ولسي جرګې غړي موسى هوتک بي بي سي ته ويلي وو جهادي مشرانو ولسمشر ته د محمدياسين عثماني، حميدالله فاروقي او فضل احمد معنوي نومونه ورخوښ کړل چې د ټاکنو د کمېسيون مشران دې وټاکل شي.

Image caption کابو لس ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عزيزالله لودين له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلى عثماني همدا اوس د فساد پر ضد يوې سترې حکومتې ادارې مشر دى، حميدالله فاروقي د کابل پوهنتون استاد او د ترانسپورټ پخوانى وزير دی او ښاغلی معنوي د ټاکنو دکمېسيون غړی دی .

که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د مشرانو ټاکنه د ولسمشر واک دی خو د قانون له مخې بايد د مشرانو او ولسي جرګې له مشرانو او د سترې محکمې له رييس سره پر ې مشوره وشي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د مشرانو په اړه هم د ولسمشر او سياسي او جهادي مشرانو تر منځ خبرې اترې شوې دي .

د ټاکنو له کمېسيون څخه د بهرنيانو د ايستلو پرېکړې د ولسمشر کرزي او نړيوالې ټولنې تر منځ سختې ناندرۍ راوپارولې او اوس داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی تر ډېر فشار وروسته په دې اړه د خپل سخت دريځ بدلولو ته اړوتلی دی .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به په شاوخوا شلو ورځو کې د ننه د ولسي جرگې د کانديدانو په اړه له خلکو د شکايتونو را ټولول پيلوي اوپه دې برخه کې به خپلې پرېکړې کوي .

ورته مطالب