ننګرهار کې د ملي امنيت پر ګاډي چاودنه وشوه

جلال اباد کې د يوې مخکېنۍ چاودنه عکس ګورﺉ
Image caption جلال اباد کې د يوې مخکېنۍ چاودنه عکس ګورﺉ

د افغانستان په جنوبي ولايت ننګرهار کې د ملي امنيت پر يوه ګاډي چاودنه شوې .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته وويل بريد نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار په سوېلي برخه کې وشو .

نوموړی وايي په بريد کې د ملي امنيت د کارکوونکو او عامو خلکو په ګډون اته کسه ټپيان شوي.

احمد ضياء عبدالزي زياته کړه چې شپږ ټپيان له روغتون نه رخصت شوي او ټپيونه يې د اندېښنې وړ نه وو .

د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو ويلي چې په ټپيانو کې درې ماشومان دي .

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د پېښې په اړه پلټنه روانه ده .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته له يوه نامالومه ځايه د تيلې فون پر کرښه ويلي چاودنه د دوی د جنګياليو لخوا شوې ده .

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه ، چې په چاودنه کې د ننګرهار د ملي امنيت رييس وژل شوی، خو د نوموړي دا ادعا تر اوسه چا نه ده منلې .

Image caption طالبان ادعا کوي چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يې اته افغان سرتېري وژلي.

بل خوا نن سهار د غزني د قره باغ ولسوالۍ په نوروزخېلو سيمه کې د يوې نښتې او چاودنې په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي.

د قره باغ ولسوال محب الله خپلواک بي بي سي ته وويل دغه نښته چې سهار اته بجې پيل شوې او نيم ساعت يې دوام درلود، د ملي اردو يو ګاډی پکې له منځه تللی او درې ملي اردو سرتېري پکې ټپيان شوي دي.

نوموړي ويلي چې دا نښته تر يوې اوږدې ارامۍ وروسته په دغه سيمه کې رامنځ ته شوې ده، ځکه چې د کابل - کندهار پر لويه لاه په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو ګڼې پوستې ځای پرځای شوې دي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې په دې نښته کې يې اته افغان سرتېري وژلي، خو دا ادعا د کومې رسمي سرچينې لخوا نه ده تاييد شوې.

بل خوا د زابل د والي وياند محمداجان رسول يار هم وايي چې د سيوري په ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېری وژلی .

که څه هم طالبانو د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې د ګڼو افغان سرتېرو د وژل کېدو دعا کړې، خو محمداجان دا ادعا په کلکه ردوي.