کونړ والي: پا کستاني پوځ افغان طا لبان نه په نښه کوي

کونوړ والي فضل الله وحيدي
Image caption ښاغلی وحيدي وايي سره له دي چې يو شمېر طالب مشران د پاکستان حکومت نيولي خو دی وايي په دومره درنو عملياتو کې تر اوسه يو افغان طالب نه دی وژل شوی

د افغانستان د ختيځ ولايت کونړ والي وايي پاکستاني او افغان طالبان د جګړې لپاره له کډوالو سره يوځای دې پلو راوښتي .

دی وايي بهرنيو ځواکونو ته يې ويلي چې سرحدي سيمو ته ولاړ شي او په ګڼ مېشتو سيمو کې وا نه ړوي.

والي سيد فضل الله وحيدي دغه څرګندونې وروسته له هغې کولې چې څه موده وړاندې يوه لوړ پوړي امريکايي قومندان په پاکستان کې پر طالبا نو د فشار ډېرېدل په افغانستان کې د نړيوالو او افغان ځواکونو پر وړاندې د بريدنو ډېرېدل بللي.

دغه امريکا يي قومندان ويلي هلته د شوو عملياتو له امله د طالبانو ګڼ شمېر جنګيالو مخه اوس په دې خوا را کړې.

د کونړ والي فضل الله وحيدي وايي پولې ته نژدې ولسواليو ته دده په ټکو د جنګيالو ډلې را اوښتې.

دی هلته دعملياتو پر څرنګوالي نه غږېږي خو وايي دواړه افغا ني او پاکستاني طالبان د جګړې لپاره دې پلو را اوښتي:

((کډوال او طالبان دواړه ځينو منطقو ته راغلي دا چې هلته عمليات په څه ډول دي زه يې په اړه معلومات نه لرم، خو مخالفين ځينو سيمو لکه غازي اباد، ناړۍ سرکاڼواو خاص کونړ ته راغلي، په دې کې دواړه قسمه شته، هغه کوم چې زموږ د وطن خلک دي د هغو سره ډېر مشکل هم نشته او موږ پرې غاړه خلاصه کړې.))

نو د وسله والو دې پلو را اوښتو د سيمې پرامنيت څومره اغېزکړی، او په رښتيا هم په پاکستان کې پر طالبونو ډېرېدونکی فشار افغانستان ته په را اوښتو مجبور کړي؟

په کونړ کې دازادۍ راډيو خبر يال روح الله انوري يې په اړه داسې نظر لري:

''کله چې په پاکستان کې د طالبانو پر ضد عمليات شروع شي، بيا دې خوا بريدونه زياتېږي داسې چې که تېر کلونه د اوس سره پرتله کړو، نو موږ تر به پارون ته هم تللی شو خو اوس ماڼوګي او وټپور ته چې ډېرې نژدې ولسوالۍ دي نه شو تللی ځکه په هر ځای کې طالبان دي .''

نواوس پوښتنه داده چې په دې کې بهرنې طالبان هم شته که نه ؟ د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي د پولې اوږدوالي او د ځواکونوکمښت د جنګيالو د راوښتو احتمال ډېر کړی:

'' متاسفانه يا بدبختانه په دې کې داسې کسان چې هغه دافغانستان نه دي هم راغلي. په دې کې مشهور کسان شته؟ بعضې مشهور کسان په بدل نومونو راغلي خوتشخيص يې ګران دی، اما راغلي، زموږ امنيتي کسانو موږ ته خبر هم راکړی او موږ ورته تدابير نيولي موږ ته ثابته شوې چې دوی فعاليتونه هم شروع کړي.''

Image caption که څه هم د کال په تودو شپو ورځو پر نړيوالو او افغان ځواکونو بريدونه ډېرېږي، په همدې تړاو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر افغان پوليسو د بريدونو د ډېروالي خبر ورکړی چې ښايي يو دليل يې د وسله والوطالبانو ډېروالی وي.

په دې وروستيو کې د کونړ له ليرې پرتې سيمې کوړنګل نه د شاو خوا پنځه کلونو پرلپسې جګړو وروسته بهرني ځواکونه راووتل، د دې ځای چارواکي وايي را کډه شوي پوځيان به د پولې نه د راوښتوجنګيا لو مخه تر ډېره ونيسي، خو امريکايي قومندانانو لا په تړاو څه نه دي ويلي دغه عسکر يې د سرحدونو د ساتلو لپاره راوستلي که څنګه؟.

خود ډېرو باور دا دی چې د ليرو سيموپه پرېښولو سره به په ښاري سيمو فشار ډېراو ولسي مرګ ژوبله به زياته شي .

که څه هم د امريکا ولسمشر پخپله ستراتيژۍکې د ليرو سيمو پرځای په ښارونو کې د پوځيانو دېره کول غوره بللي، خو د ډېرو باور دا دی چې ښايي د وسله والو ډېرېدونکي فشار به امريکا يي سياستوال او قومندانان دغې پرېکړې ته اړ کړي وي .

له بلې خوا د کونړ والي د پولې په بله غاړه کې د پاکستاني پوځ پر عملياتو نيوکه لري.

يو افغان طالب هم نه دی وژل شوی

ښاغلی وحيدي وايي سره له دي چې يو شمېر طالب مشران د پاکستان حکومت نيولي خو دی وايي په دومره درنو عملياتو کې تر اوسه يو افغان طالب نه دی وژل شوی:

''د دوي اعلان خو دا دی چې موږ د طالبانو او القاعدې پر ضد جنګېږو، خو که د عملياتو نتايجو ته وکتل شي تر اوسه پکې يو داسې څوک چې په افغانستان کې مشهور وي، نه دی وژل شوی.''

که څه هم د کال په تودو شپو ورځو پر نړيوالو او افغان ځواکونو بريدونه ډېرېږي، په همدې تړاو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر افغان پوليسو د بريدونو د ډېروالي خبر ورکړی چې ښايي يو دليل يې د وسله والوطالبانو ډېروالی وي.

ورته مطالب