د سوداګرۍ وزارت: ''په خصوصي سکتور کې هم فساد شته''

درمل
Image caption ځينې افغانان شکايت کوي چې يوشمېر سیمه ييزې کمپنۍ د نورو مشهورو کمپنيو په نامه بې کيفيته ټيټ درمل جوړوي او ارزانه يې پلوري.

افغان حکومت د دغه هیواد په خصوصي سکتور کې د فساد د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي د سوداګرو په وړاندیز په بهر کې د ټیټ کیفیت لرونکو توکو جوړولو او افغانستان ته د هغې راوړل په دې برخه کې له مهمو ننګونو بلل کیږي.

چارواکي وایي دا نه یواځې عامو خلکو، بلکې دولت ته هم زیان اړوي.

چارواکي دا هم وایي چې د امکاناتو او لازمو آسانتیاوو نشتوالي د دوی فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.

پر افغان حکومت د نړیوالې ټولنې یوه نیوکه دا ده چې فساد د دغه هیواد په دولتي ادارو کې ریښه غځولې، خو داسې ښکاري چې فساد د خصوصي سکتور پر چارو هم سیوری غوړولی، چې په دې اړه یې خپله د افغان حکومت اندیښنې هم راپورته کړې دي.

یو شمیرسوداګر وایي اوسمهال تر ډېره له بهره افغانستان ته د مالونو د واردولو، د توکو د تولید او بازار ته د وړاندې کولو په برخه کې فساد او ټګۍ برګۍ شته، خو د دوی په وینا دا ستونزه تر ډیره د درملو، خوراکي توکو او ساختماني موادو په برخه کې شته.

د خوراکی توکو یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي او غږ یې خپور شي وایی چې ځینې سوداګر د نورو هیوادونو شرکتونو ته وړاندیز کوي چې د دوي له غوښتنې سره سم په ټیټ کیفیت توکي تولید او بیا افغانستان ته وارد کړي.

نوموړي دا هم وایي چې ځینې سوداګر په ټیټه بیه تاریخ تیره او یا هم ځنډني خوراکي توکي په بهر کې پیري او بیا یې افغانستان ته راوړي.

خو په خصوصي سکتور کې د فساد ستونزه په همدې ځای پای ته نه رسیږي.

په کابل کې د ودانیو لپاره د اړتیا وړ موادو یو سوداګرعبدالصبور غفوری وایي یو شمیر ستر سوداګر ځینې هغه توکي چې ښه کیفیت او تود بازار لري، په لوي لاس په بهرنیو کمپنیو کې په ټیټ کیفیت تولیدوي او بیا یې افغانستان ته راوړي:

((هغه شی چې کيفيت لري، هېڅوک هم نه غواړي چې ارزانه يې وپلوري، خو چې تقلبي جوړ شي، هغه ارزانه خرڅوي، يوې کمپنۍ ته فرمايش ورکوي او هماغه شی په ټيټ کيفيت ورته جوړوي.))

په کابل کې درمل پلورونکی جاوید اسحق زی په خصوصي سکتور کې د فساد لمن تر دې هم پراخه بولي او وایي چې ځینې سوداګر د توکو په واردولو کې خپلې ګټې ته پام کوي نه د توکو کیفیت ته.

د نوموړي په وینا همدا لامل دی چې یو توکی په بیلابیلو بڼو او مختلفو بیو د افغانستان په بازارونو کې موندل کیږي:

((په سيمه کې ډېرې ټيټ کيفيته کمپنۍ کار کوي، سوداګر هلته ورځي او د لويو کمپنيو په نومونو جوړوي او ارزانه يې خرڅوي .))

د قانون خلاف

پرهمدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي په دې اړه خپله اندېښنه څرګندوي او وایي چې په خصوصي سکتور کې د فساد شتون نه یواځې دغه وزارت بلکې عامو خلکو ته هم زیان اړوونکی دی:

د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر غلام محمد ایلاقي وايي:

((په خصوصي سکتور کې هم فساد شته چې ډېره برخه کې د موادو د کيفيت په برخه کې دی، د ماليې ورکولو پروخت دوی ځينې له قانونه خلاف کارونه کوي، دوی خپل منفعت په نظر کې نيسي نه د خلکو. ))

خو ښاغلی ایلاقي وایي په دې وروستیو کې یې د خصوصي سکتور پر کړنو او په دې برخه کې د فساد د مخنیوی او څارلو په موخه ځینې ګامونه پورته کړی خو نوموړی یې هغومره چې تمه کیږي اغیزناک نه بولي .

کیدای شي دا د تیر په پرتله په خصوصي سکتور د عامو خلکو باور پیکه کړي چې دا به ښایي په افغانستان کې سترو سوداګرو او پانګه والو ته یو مهم پیغام وي.

د افغانستان تکیه تر ډیره له بهره پر واردیدونکو توکو ده او دغه هیواد په ډیرو برخو کې په ځان بسیا نه دی.

خو داسې ښکاري چې د افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ په خصوصي سکتور کې د فساد د شتون او پراخوالی ډیری زیانمن منونکي به د دغه هیواد هغه بیوزله وګړي وي چې لاتراوسه د توکو د کیفیت او په دې برخه کې د شته درغلیو او ټګیو په اړه پوره خبر نه دي.