د اورغورځوونکي ايرو د اروپا هوايي ډګرونه شل کړي

د لندن هيترو هوايي ډګر
Image caption د اروپا هوايي ډګرونه شل دي

د شمالي او مرکزی اروپا پراخې ساحې د پاسه هوايي فضا چوپ ده، او اټکل دی چې نن يکشنبه هم داسې پاتې وي. په داسې حال کې چې د ايسلنډ اورغوځوونکي د ايرو لوخړې د اروپا د پاسه جنوب او ختيځ لور ته په خپرېدو دي، د دغې لويې وچې نژدې ټول ستر هوايي ډګر تړلي دي.

طبيعي خبره ده، دا په مخامخ ډول يوازې د لوخړو ورېځو لاندې سيمې نه اغېزمنوي، بلکې د اتلانتيک سمندر د پاسه الوتنو هم خورا ناوړه زيان ليدلی دی. د ايرو ورځې چې د شمالي او مرکزي اروپا د پاسه تېرېږي، د لنډ او او اوږده واټن سپرليو پر حالت يې تت سيوری غوړولی دی. څه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تړلو د يوې وړې لړۍ په ډول بيل شول، اوس خبره د اروپا فضا په بشپړه تړنه اوښتې ده.

يوازې دا نه ده چې الوتکو ته له اورپا نه د وتلو اجازه نه شته، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې سپرلۍ هم نه شي کولی اروپا ته راشي. په توکيو او ممبای کې سپرلۍ د دې پر ځای چې د اروپا مرکزی ښارونو ته الوتنې وکړي، په هوايي ډګرونو کې مېشتېدو ته اړ شوي دي:

((موږ د پنجشنبې په ورځ الوتنه درلوده، نيمه لار مو وهلې، او بيا له (۱۰) ساعته الوتنې وروسته بېرته توکيو ته راستانه شوو، زه غواړم کورته لاړه شم.

حالت په رښتيا هم ډېر عجيب دی، نه پوهېږو چې سفر به کوو، کله به ځو، خبره هېڅ معلومه نه ده، موږ بايد دلته په هوايی ډګر کې پاتې شو.

له استنابول نه برلېن ته الوتنه لغوه شوې ده، د الوتنې شرکت موږ ته خپلې پيسې بېرته نه راکوي، او نه هم د هوټل لښګت راکوي، هېڅ نه کوي))

Image caption ګڼ شمېر سبرلۍ په هوايي ډګرونو کې بند پاتې دي.

هوايي شرکتونه لا تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دومره لوی شمېر خلکو غم وخوري چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بند پاتې دي. هغوی چې له الوتنو پاتې ديو شمېر يې مليونو ته رسېږي. د بريتانيا هوايي شرکت لږ تر لږه د يشکنبې تر سهاره ټولې لنډ واټنه الوتنې لغوه کړې دي، او د اوږد واټنه الوتنو په اړه به وروسته پرېکړه کېږي.

د جرمني تر ټولو ستر هوايي شرکت (لوفتانزا) وايي دوی د نړۍ هېڅ برخې ته د الوتنې پلان نه لري.

هغه سيمې چې اغېزمنې شوې په لوېديځ کې له فرانسې نيولې بيا ختيځ لور ان د روسيې تر لوېديځه او بيا جنوب لور تر سربيا غځېدلې دي. په واقعيت کې نقشې ته په کتلو دا اسانه ده هغه هېوادونه په ګوته شي چې له دغې ستونزې نه دي اغېمن شوي، په دوی کې اسپانيا، بلغاريا، يونان او ترکيه دي. د اروپا د هوايي فضا ادارې چارواکی (براين فلېن) وايي دوی هڅه کوي په دغو سيمو کې هوايي چلن دوام ولري:

((موږ هڅه کوو په دې پوه شو دا ممکنه ده چې په کم خطره سيمو کې د الوتنې چارې ترسره شي که څنګه، دا د دې لپاره چې ډاډه شو الوتنو ته کوم خطر نه جوړېږي. او هڅه کوو په دې اړه لا نورې ټاکلې نظريې راوګورو چې معلومه کړې د هوايي فضا ځينې برخې په ګوته شي چې خطر په کې تېر شوی او بېرته نه راځي))

د هوايی شرکتونو تاوانونه هره ورځ سل ګونو مليون ډالرو ته رسېږي. خو که الوتکې پيسې له لاسه ورکوي، د اورګاډيو او بسونو نو بيا د ګټې ورځې دي. د اورګاډيو، بسونو او بېړيو شرکتونو کې د څوکيو نيولو پراخه ګڼه ګوڼه ده. د بريتانيا کومېډي يا ټوکمار هنرمند چې په ناروې کې و، اړ و چې له پلازمېنې اوسلو نه تر بروکسل پورې د مځکې له لارې سفر په ټکسي کې وکړي. د دغې (۱۵۰۰) کيلوتره لارې سفر (۵) زره ډالر لګښت پرې راغی.

په يوه داسې نړۍ چې د ژوند چارې يې سره تړلې دي، او د يوې سيمې خلک په کې د مځکې د بلې برخې پر توليداتو تکيه کوي، اوس داسې امکان لري په ځينو سيمو کې په ځانګړو خوړو کې کمی راشي.

د اروپا خلک به اړ وي چې د مېوې د ځينو ډولونو پر ځايي چې له استوايي سيمو وارېدېږي، د خپلې سيمې پر مېوو بسيا وکړي. سره له دې چې د (ايسلنډ) اور غورځوونکی د (۷) نيم زره ټنو په اندازه کاربون ډاي اوکسايډ اتوموسفير ته وباسي، د اروپا له الوتنو د دغه غازو د وتلو اندازه (۲۰۰) زره ټنه کمه شوې ده. نو فضا روښانه او ارامه شوې، خو د مېليونونو سپرلۍ په حساب چې بېلابېلو سيمو کې بند پاتې دي.