د کورنيو چارو وزارت: تېره اوونۍ ۱۴۴ بريدونه او چاودنې شوې

Image caption د افغان پوليسو چارواکي دا هم وايي چې د تيرو کلونو په پرتله دا مهال د پوليسو وړتياوې ډيري شوي او په همدغه تيره اوونۍ کې يې شاوخوا ۵۰ تنه هغه جنگيالي ژوندي نيولي چې د افغان دولت پر ضد يې جگړه کوله

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې په تيره اونۍ کې د تاوتريخوالي په پيښو کې د زياتوالي له امله ولسي وگړو او پوليسو ته هم زياته مرگ ژوبله اوښتې ده.

بله غاړه يو شمير پوځي کارپوهان وايي تر هغې پورې چې افغان پوليس په پرمختللو وسلو نه وي سمبال شوي نو د تاوتريخوالي لړۍ به همدغه شان روانه پاتې وي، خو يو شمير پوليس بيا وايي چې نن سبا هغوى په پرمختللو وسلو سمبال شوي او د دولت له وسله والو ډلو سره د ډعرو لپاره پوره ، پوره چمتوالى لري.

په افغانستان کې د هوا په توديدو سره د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت وايي چې تxره ا,ونۍ د تاوتريخوالي ١٥٠ پيښې شوي چې دغه څه د وړمې ا,ونۍ په پرتله17 په سلو کې زياتوالى ښيي.

ډيرې دغه پيښې د چاودنو او د سړک د غاړې له خښو شويو بمونو په وجه شوي چې په ترڅ کې لږ تر لږه څلويښت ولسي وگړي وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې کسان يې ژوبل کړي هم دي ، د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې د تر لاسه شويو شميرو له مخې د دغو چاودنو له امله شل تنه پوليس هم وژل شوي او څه نا څه سل کسه نور يې يې ټپيان شوي دي.

د پوځي چارو کارپوهان د دغو پيښو او مرگ ژوبلې د زياتوالي لامل د پوليسو په واک کې د پرمختللو وسلو نشتوالى په گوته کوي ، د پکتيا په ولايت کې د پوليسو پخوانى قومندان حى گل سليمانخيل وايي چې پوليس په لاس کې د شته وسلو په مټ نه شي کولاى چې له خپل څلن او يا خپل سنگر څخه هغه شام چې ښايي دفاع وکړي.

Image caption د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې اوس د پوليسو وړتياوې لوړې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت هم دا مني چي هغوى د خپلو مخالفينو په پرتله پرمختللې وسلې په واک کې نه لري ، خو دا هم وايي چې په لومړي سر کې دوى داسې انگيرله چې گواکې پوليس به يوازې دغلته د قانون د پلي کيدو او د مجرمينو د څار دنده لري.

د دغه وزارت د وياند په خبره دا مهال نړيواله ټولنه هم دې ته ځير شوې چاو دا يې منلې چي پوليس که په پوځي خوځښتونو کې پراخه ونډه لري نو په کار دي چې په نويو او پرمختللو وسلو سمبال کړال شي .

د افغان پوليسو چارواکي دا هم وايي چې د تيرو کلونو په پرتله دا مهال د پوليسو وړتياوې ډيري شوي او په همدغه تيره اوونۍ کې يې شاوخوا ۵۰ تنه هغه جنگيالي ژوندي نيولي چې د افغان دولت پر ضد يې جگړه کوله ، دا رنگه هغوى دا ادعا هم کوي چې په يادې موده کې پوليس توانيدلي چې تر سلو زيات خښ شوي ماينونه شنډ کړي.

خو د دغو ټولو سره سره يو شمير شنونکي بيا په دې نظر دي چې که افغان پوليسو ته سمه روزنه ورنکړل شي دغه تمه ترې ناشونې ده چې هغوى دې په افغانستان کې يا د نظم د ټينگولو او يا هم د قانون د پلي کيدلو جوگه شي ، دغه شنونکي د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې نه په ټينگه دا غوښتنه کوي چې دې برخې ته دې تر پخوا زيات پام واړول شي.