ملي امنيت: 'د ديني مدرسو فعاليتونه به څارو'

مدرسه
Image caption يو شمېر دغه ديني مدرسې په هغو ناامنو سيمو کې هم شته چې دولت نه شي کولاى پر هغوى څار او نظارت ټينگ وساتي.

د افغانستان د استخباراتو اداره وايي چې له دې وروسته به د ديني مدرسو چارې تر څار لاندې راولي، د دغې ادارې چارواکي وايي چې له دې کاره يې موخه دا ده چې دغه مدرسې د اورپکو په روزنتونونو بدلې نه شي .

دغې ادارې دا رنگه په کابل کې د هغې ځانمرگو بريدکوونکو د يوې سترې ډلې د نيولو خبر هم ورکړى چې وايي غوښتل يې په دغه ښار کې ځانمرگي بريدونه وکړي .

دا په څه نا څه دوو اوونيو کې دوهم ځل دى چې افغان امنيتي ځواکونه د ځانمرگو ډلو د نيولو خبره کوي چې په وينا يې دغه ډلې په کابل د بريدونو د ترسره لپاره استول شوي وې.

دغه وروستۍ نهه کسيزه ډله د شاوخوا ۲۰۰ کيلو گرامه چاودېدونکو توکو، وسلو او په لسگونو لاسي بمونو سره نيول شوې ده .

د افغانستان د ملي امنيت د ادارې وياند سعيد انصاري وايي چې په دوى کې يو کس پاکستانى او پاتې نور يې هغه افغانان دي چې کلونه، کلونه يې په پاکستان کې تېر کړي دي:

'' په دغې ډله کې هغه ترهگر او ځانمرگي بريد کوونکي شامل دي چې غوښتل يې يو ځل بيا په کابل کې هغه شان بريدونه وکړي چې پخوا يې د انصاري په څلور لارې کې ترسره کړي وو .''

ډېرې دغه نيونې د سيد بهايي جان اغا په مدرسه کې شوې، دغه مدرسه د کابل ښار نه په لږڅه ليرې پرته سيمه کې ده .

د دغې مدرسې يو ښوونکى او يو تن زده کوونکي تورن پېژندل شوي دي .

دا مهال داسې هم ويل کېږي چې د اورپکو مشران له ديني مدرسو نه د خپلو ترهگريزو هڅو لپاره کار اخلي.

د افغانستان د استخباراتو د ادارې وياند وايي چې همدغو اندېښنو ته په کتو دوى پتېيلې چې د دغو مدرسو د څارنې او کنترول لپاره يو لړ هڅې پيل کړي :

''دغه مدرسې د امنيتي او اطلاعاتي ادارو له خوا تر څار لاندې راځي دارنگه چې موږ د دغه شان څېرو په بربنډولو کې پخوا هم برياوې لرلې همدغه شان به په راتلونکي کې هم پر همدغو مدرسو تسلط ومومو چې په راتلونکي کې د ترهگرو ډلو سره د ځوانانو د يو ځاى کېدو مخه ونيسو.''

نن سبا په ټول افغانستان کې سلگونه مدرسې پرانيستل شوې، چې په ډېرو کې يې د افغانستان د دولتي ښوونيز نظام پرته زده کړې کېږي.

يو شمېر دغه ديني مدرسې په هغو ناامنو سيمو کې هم شته چې دولت نه شي کولاى پر هغوى څار او نظارت ټينگ وساتي.