طالبانو د کندهار مرستيال ښاروال په ډزو وواژۀ

کندهار ښار
Image caption کندهار د افغانستان په جنوب کې يو له نارامه ولايتونو څخه دی.

د کندهار د ښاروالۍ مرستيال عزيز الله يارمل تېره شپه وسله والو په ډزو وواژه .

نوموړی هغه مهال ووژل شو، چې تېر ماښام د کندهار ښار لومړۍ ناحيې د سدوزو په جومات کې په لمانځه بوخت و .

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مشر زلمي ايوبي بي بي سي ته د عزيزالله يارمل وژنه د هېواد د دښمنانو کار وباله.

د هغه د وژل کېدو خبر د کندهار امنيه قوماندانۍ هم تاييد کړی دی.

وړاندې هم طالبانو نوموړي ته د مرګ ګواښ کړی و .

د عزيزالله يارمل د وژل کېدو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې .

بل خوا تېره شپه له دې بريد سره هممهاله د کندهار د امنيه قوماندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي پر کور هم بريد شوی، خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تېره ورځ هم په کندهار کې دوې چاودنې وشوې، چې په لومړۍ هغې کې د پوليسو يو مامور پکې ټپي او په بله کې د دوو پوليسو په ګډون څلور ولسي وګړي ټپي او درې ووژل شول.

وژل شوي ټول ماشومان ول.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه هم د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالمجيد بابی ناڅرګندو وسله والو وژلی و.

پر بابي هغه مهال دوو وسلوالو بريد وکړ چې د کندهار ښار په شاه بازار سيمه کې له خپله کوره د دفتر پر لورې روان و .

نوموړی له ډزو وروسته روغتون ته وړل شوی .

حاجي عبدالمجيد بابی له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهيسې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس و .

ورته مطالب