کرزى : د ملکي وگړو وژنه له ترهگرۍ سره مبارزې ته گوزار ورکوي

کرزى
Image caption ولسمشر کرزى وايي د ملکي وگړو وژنه له هغو ژمنو خلاف ده چې ناټو د افغانانو د ساتلو لپاره کړې ده

ولسمشر حامد کرزي د خوست ولايت په گوربزو ولسوالۍ کې د ناټو د ځواکونو له خوا د ملکي وگړو پر يوۀ گادي بريد غندلى او وايي دا ډول پېښې به د ترهگرۍ پر ضد روانې مبارزې ته گوزار ورکړي . افغان ولسمشر ويلي دا چاره د هغو ژمنو خلاف ده چې ناټو د افغانانو د ژوند ساتلو لپاره کړې ده . د ناټو ځواکونو له خوا ويل شوي چې گواکې دوى تيره شپه ( دوشنبه \سه شنبه ) يوۀ موټر ته د دريدلو پرله پسې اشارې کړې وې خو موټر چلونکى نه و درولى او دوى پرې ډزې کړې وې . ويل کيږي چې په وژل شويو کسانو کې لږ تر لږه دوه ماشومان دي چې د ښوونځي زده کوونکي و . د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې ښاغلي کرزي د دغې پېښې د سم لاسي تحقيق غوښتنه هم کړې ده .

د کندهار پېښه

تيره اوونۍ په کندهار کې هم د ناټو ځواکونو له خوا د سپرليو پر يوۀ گاډي د بريد په ترڅ کې څلور ملکي وگړي وژل شوي و

ترهغۀ بريد وروسته په کندهار کې مظاهره شوې وه او خلکو د امريکا پر ضد شعارونه ورکړي و .

د ملکي وگړو د وژنې په پرله پسې پېښو افغان حکومت تل پر ناټو غږ کړى دى او د ناټو ځواکونو هم څو ځلې بخښنې غوښتي دي . ناټو وايي دوى تر خپله وسه هڅه کوي چې د ملکي وگړو د وژنې مخه ونيسي . تير کال د بمباريو په پېښو کې د ملکي وگړو وژنو ډيرې ستونزې پيدا کړې چې په نتيجه کې يې ناټو وايي چې له هوايي بريدونو يې په دې وروستيو کې تر ډيره لاس اخيستى دى .

ورته مطالب