ناټو په سياسي بهير کې د طالبانو د ورګډېدا ملاتړ کوي

مارک سېډوېل
Image caption ښاغلي سيډويل په کابل کې خبريالانو ته وويل د روانې اونۍ په ترڅ کې به په تايلينډ کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې هم د افغانستان په اړه خبرې وشي.

ناټو وايي د افغانستان په سياسي بهېر کې د طالبانو د ورگډيدو او په دغه هېواد کې د سولې د راوستو په برخه کې د کرزي د حکومت د هڅوکلک ملاتړ کوي .

په ملکي چارو کې د ناټو استازي مارک سيډويل د سولې کيدونکې مشورتې جرگه له طالبانو سره د روغې جوړې اود امنيت د ټينگولو لپاره يوه ښه پيلامه وبلله.

خو مارک سيډول وويل تمه نه کوي چې د افغان حکومت د دغو هڅو پايلې ژر ترلاسه شي.

افغان حکومت به په نژدې راتلونکي کې په کابل کې د يوشمېرمخورو،سياستوالواو قومي مشرانو په گډون د سولې مشورتې جرگه راوبولي.

ښاغلي سيډويل په کابل کې خبريالانو ته وويل د روانې اونۍ په ترڅ کې به په تايلينډ کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې هم د افغانستان په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې په ملکي چارو کې د ناټو تر ټولولوړ پوړي چارواکي مارک سيډويل د افغان حکومت د هغوو هڅو کلک ملاتړ وکړ چې له طالبانو او نور وسله والومخالفانوسره د سولې او بيا پخلاينې لپاره يې پيل کړي دي .

ښاغلي سيډويل د امنيت د ټينگولو،سياسي او عادي ژوند ته د طالبانو د بيا را گرځولو لپاره د سولې د را روانې مشورتې جرگې په اړه خوشباوري وښووله،خو زياته يې کړه چې د دغو هڅو د سملاسې پايلو د ترلاسه کيدو هيلې نلري.

نوموړي وويل دغه مشورتې جرگه طالبانو ته له افغان حکومت سره د سولې د خبرويوه ښه دروازه پرانيزي:

''موږ د سولې مشورتې جرگې ملاتړ کوو ،موږ په دې باور يو چې دغه جرگه کولى شي چې افغانستان ته سوله راولي. دا په افغان حکومت پورې اړه لري چې څه تصميم لري خو،له دغې جرگې دوه تمه کيدى شي. اوله دا چې جرگه د اورپکو لپاره د افغانستان په سياسي ډگر کې د بيا ورگډيدو او د عادي ژوند ته د بېرته ستنيدو،او دغه راز د خبرو اترو دروازه پرانيزي.

دا د هغوى لپاره ښه چانس دى چې بايد ترې گټه واخلي. دويمه چې ډېره مهمه ده دا ده چې ټول افغانانو ډاډ ورکول دي چې د طالبانو سره د بيا پخلاينې او خبرو اترو په برخه کې د هغوو وړانديزونه او غوښتنو ته پام کېږي.''

په پام کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنگوالې په اړه د يو شمېر سياستوالو،قومي مشرانو او د ټولنې د يو شمېر مخورو په گډون په کابل کې د سولې يوه مشورتې جرگه جوړه کړي.

د جرگې گډونوال به افغان حکومت ته له طالبانو او نورو هغوو سره د خبرو د څرنگوالې په اړه مشورې او لاښوونې ورکړي.

د ناټو ملکي استازي چې په کابل کې خبريالانو ته غږيده،دا هم وويل چې د ناټو غړي هېوادونه به راتلونکې اونۍ په تايلينډ کې افغان حکومت ته دواک د لېږدولوپه اړه خبرې اترې وکړي.

په پام کې ده چې دناټو په دغه کلنۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د غه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازى هم گډون کوي:

''تاسو پوهيږﺉ چې ناټو په کال کې مختلفې غونډې لري چې په بيلا بيلو هېوادونو کې کېږي ،دا غونډه به د روانې اونۍ په ترڅ کې به د ناټو دغړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په گډون په تايليند کې ترسره شي.

په غونډه کې به د نورو موضوعگانو ترڅنگ افغان حکومت ته د واک د لېږدولو او دغلته د سياسي حالاتو په اړه خبرې اترې وشي.''

افغان حکومت پر نړيوالو بسپنه ورکوونکو تل دا نيوکه کوي چې د دوى له سلا مشورې پرته بيا رغنېزې چارې مخ ته وړي. په ملکي چارو کې د ناټود دغه استازي د دندې مهمه برخه هم همدغه ده چې نظامي او ملکي چارې سره همغږي کړي.

مارک سيډويل وويل له دې وروسته به د افغان حکومت او بهرنيو مرسته کوونکو ترمنځ د گډې همغږۍ لارې کارونه ترسره کېږي.