افغان بنديان: 'ملي امنيت ادارې ربړولي يو'

ځورونه
Image caption افغان بنديان ډېر وخت د له هغو خواوو د ځورونې شکايت کوی چې دوی يې نيولي دي

د برتانوي ځواکونو له خوا افغان استخباراتي ادارې ته سپارل شويو افغان بنديانو ادعا کړې چې دوی ملي امنيت ادارې ربړولي دي.

دغه ادعاوې په لندن کې په يوه لوړه محکمه کې راڅرګندې شوې دي.

درو بنديانو ويلي کله چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې غړو دوی له چت نه راځړولي وو، وهل يې يا يې برېښنايي ټکان ورکاوه.

د سولې يو فعال غواړي له قانوني پلوه د برتانيا دغه تګلاره وننګوي، چې له مخې يې د اورپکۍ په شک نيول شوي کسان د افغانستان ملي امنيت ادارې ته سپارل کېږي، او دا دليل وايي چې بنديان له خورا ناوړه ځورونو او تېريو سره مخامخ کېږي.

د بشری حقونو ډلې له ډېر پخوا راهيسې د افغانستان د استخباراتي يا ملي امنيت ادارې په اړه اندېښنې لري.

اوس له لوړې محکمې غوښتنه شوې په دې اړه پرېکړه وکړي چې افغان ملی امنيت ادارې ته د اروپکۍ په شک د نيول شوو کسانو په سپارولو سره برتانيا د اروپا د بشري حقونو له قانونونو سرغړونه کړې که نه؟

اوس څرګنده شوې، يو بندي چې د برتانوي ځواکونو له خوا د افغانستان ملي امنيت ادارې ته سپارل شوی ويلي يې دي افغان استخبارتي پوليسو ده ته برېښنايي ټکانونه ورکړی او له چته يې راځوړند کړی و.

يو بل بندي وايي دی د دوو نيمو مياشتو لپاره هره ورځ له چته د راځوړوندولو په مهال وهل کېده.

'ډان کاري' چې دغه قضيه يې راوړاندې کړې، د لوړې محکمې له ودانۍ بهر د خبرو په مهال وويل د اعتراف تر لاسه کولو په موخه ځورونه او ربړونه په عادتي ډول کارول شوې ده:

''برتانيا په واقعيت کې په ربړونه کې شريکه ده. دوی په ښکاره بنديان يوې داسې ادارې ته سپاري چې د ربړونې ډاروونکی شهرت لري. دغه هېواد نه شي کولی په همداسې توګه خپل سر پرله پسې په شګو کې ښخ وساتي، چې تر اوسه يې کوي.''

د برتانيا د دفاع وزارت وکيلان دا خبره ردوي چې ربړونه ورځني کړه وړه دي، او زياتوی د ساتنې تدبيرنه نيول شوي چې د ناوړه چلن مخنيوی وکړي.

دوی د قانوی ننګونې مخالفت کوي.

ورته مطالب