پر افغان پروازونو د ايسلنډ د اورشيندي اغېز

د کابل هوايي ډګر
Image caption سره له دې چې له افغانستانه اروپا ته د نورو هيوادونو په پرتله نيغ په نيغه ډېرې کمې الوتنې کيږي خود نړى په بل کونج کې د ايسلنډ د اورشيندو منفي اغيز په افغانستان کې هم له ورايه جوت شو .

په افغانستان کې هوايي شرکتونه وايي چې اروپا ته يې الوتنې له سره پيل کړي خو يادونه کوي چې د ايسلنډ د اورشيندو دلوخړو له کبله په اروپا کې د الوتنو د څو ورځني بنديز له کبله دوى ته هم مالي زيان اوښتى

د افغان هوايي شرکتونو چارواکي وايي چې د دغې اروپايي ستونزې له کبله ددوى د مسافرو په شمير کې تر ٣٠ په سلو کې کموالى راغلى دى .بلخوا په کابل کې د الوتکو ټکټ پلورونکي وايي چې د پخوا په پرتله دوى سم نيمايي ټکټ اخيستونکي کم شوي .

له کابله يوازې د ٢ افغان هوايي شرکتونو الوتکو دا مهال اروپا ته الوتنې لرلې چې په تيرې يوې اونۍ کې په اروپا کې د ايسلنډ د اورشيندو له کبله پر الوتنو دبنديز اغيزپر دغو افغان هوايي شرکتونو هم پريوتى .

د کابل ښار د هوايي شرکتونو ديوه ټکټ پلورنځي کارکونکى فواد احمد وايي چې په دغه څو ورځو کې يې بهرته دتلونکو مسافرولخوا د ټکټونو په خرڅلاو کې د پام وړ کموالى راغلى:

'' له پنځوس تر ٦٠ په سلو کې زموږ اخيستونکي کم شوي ، ډيرپلورل شوي ټکټونه بيرته راته راغلي دي . زموږ لگښتونه هم زيات شوي دي . هرې خواته ډير تيليفونونه کوو.''

د اريانا افغان هوايي شرکت مشرمعين خان وردگ وايي چې په اونۍ کې يې د جرمني فرانگفورت ته دو ه الوتنې لرلې چې د اورشيندو د لوخړو له کبله د لگيدلي بنديز ورته زيان رسولى:

''زموږ لومړى الوتکه چې فوانگفورت ته روانه وه له ترکيې بيرته کابل ته راغله او دوه نورې الوتنې مو هم اغوه کړې . نو له مالي کبله د لومړى الوتنې له کبله يو نيم سل زره ډالره او د ٢ نورو لغوه شويو الوتنو له کبله سل سل زره ډالره دوى ته زيان رسيدلى.''

ښاغلى وردگ وايي چې دوبى ته د ددوى په تلونکو مسافرو کې هم ځکه کموالى راغلى چې له کابله دوبى او بيا اروپا ته تلونکو مسافرو خپل سفرونه وځنډول او له اروپا نه دوبى اوبيا افغانستان ته درا تلونکومسافرو په کچه هم د پام وړ کموالى راغلي . د صافي په نوم افغان شر کت هم له دې اړخه زيان ليدلي . د دغه شرکت يو مشر داود وايي چې په اونۍ کې پنځه الوتنې اروپا تهلرلې چې يوه الوتکه يې ددغو اورشيندو له کبله له څو ورځو راهيسې د جرمني په مونشن کې ايساره پاتې وه :

''موږ په اونۍ کې پنځه الوتنې لرلې څلور يې کنسل شوي . جرمني ته يوه تللې الوتکه مو له يوې اونۍ را پديخوا بنده ده چې نن بيرته را روانه ده . نو هلته د بندې الوتکې له کبله مو يو نيم سل زره ډالره زيان کړى او زموږ د ټولو الوتنو ديرش په سلو کې مسافر کم شوي دي .''

ښاغلى داود وايي چې سر له ننه يې بيرته جرمني ته الوتنې پيل شوې او تمه کوي چې بيرته به يې دوبۍ ته د مسافرو په شمير کې د پخوا په څير زياتوالي راشي .

د مسافرو د تگ را تگ د اسانتياوود برابرولو د ادارويو چارواکي فواد احمد وايي د ايسلنډ د اورشيندو له کبله د نړيوالو الوتنود کميدو له کبله ددوى په کارونو کې بيځايه ډيروالى راغلى:

'' زموږ کارونه ځکه زيات شوي چې ډير پلورل شوي ټکتونه بيرته مسترد شوي او يا يې وخت بدلوي نو موږ په زړو کارونو بوخت يو او له دې اړخه يې پر موږ ډير منفي اغيز کړى .''

سره له دې چې له افغانستانه اروپا ته د نورو هيوادونو په پرتله نيغ په نيغه ډېرې کمې الوتنې کيږي خود نړى په بل کونج کې د ايسلنډ د اورشيندو منفي اغيز په افغانستان کې هم له ورايه جوت شو .

اوس ښکاري چې افغانستان هم د نړى د يوه هيواد په توگه له هرلوى نړيوال طبيعي او غير طبعي ناورين څخه خوندي نه پاته کيږي ، خو د ټکنالوژى او اړيکو د پراخيدو له کبله اوس نړى د يوه لوى کلي بڼه غوره کړې چې ښکاري غم او ښادي يې سره شريکيږي .