چارواکي وايي د ارزگان گيزاب ولسوالي يې بيرته ونيوله

طالب
Image caption طالبانو لا تر اوسه د گيزاب په باب رسنيو ته څه نه دي ويلي

د ارزگان د گيزاب ليرې پرته ولسوالۍ په تيرو پنځو کلونو کې له وسله والو طالبانو سره وه .

اوس د دغه لايت د لويو لارو د ساتنې قومندان سمونوال مطيع الله خان وايي چې گيزاب يې بيرته نيولې ده .

له بي بي سي سره په خبرو کې سمونوال مطيع الله خان وويل په تيرو څو مياشتو کې يې له ځايي خلکو سره خبرې کولې او تيره ورځ ( چارشنبه د اپريل ٢١ ) يې د استراليايي ځواکونو په ملگرتيا دغه ولسوالي ونيوله .

چارواکي ادعا کوي چې د ولسوالۍ د نيولو پر وخت يې د وسله والو طالبانو څلور قومندانان هم ژوندي نيولي دي .

سمونوال مطيع الله خان وايي د عملياتو په ترڅ کې دوى ته ځاني تاوان نه دى اوښتى او د وسله والو طالبانو پر مرگ ژوبله هم ناخبري ښيي .

دغه افغان چارواکى دا مني چې وسله وال طالبان لا هم د ولسوالۍ شاوخوا شته او دوى هڅه کوي چې نور عمليات هم ترسره کړي .

د گيزاب يوۀ اوسيدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د تيلې فون په کرښه راته وويل چې افغان او بهرني ځواکونه په الوتکو کې راغلل او په ولسوالۍ کې کښته شول.

دغه کس دا هم وويل چې تر يوۀ وخته ډزې روانې وې .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

گيزاب د دزاى کندي او ارزگان په سوله پرته ولسوالي ده . د دايکندي ولايت چارواکي دغه ولسوالي د ارزگان بولي خو د ارزگان ولايت چارواکي بيا وايي چې گيزاب په دايکندي پورې تړلې ده .