چارواکي : بې وزلو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابرو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
Image caption د شاوخوا 90 زرو هغو ځوانانو چې د کانکور په آزموینه کې یې ګډون کړی و نژدې نیمایي یې په دې ونه توانیدل چې په دولتي پوهنتونو کې د لوړو زدکړو چانس ترلاسه کړي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي په روان کال کې به شاوخوا لس زره بیوزله افغان ځوانانو ته د لوړو زدکړو په خصوصي موسسو کې د زدکړو زمینه برابره کړي.

چارواکي وایي دغه کسان په ډیر کم فیس او یا هم په وړیا ډول په دغو پوهنتونونو او موسسو کې منل کیږي.

په همدې لړ کې له یو شمیر کسانو نن په کابل کې آزموینه واخیستل شوه.

چارواکي وایي همدا اوس نژدې دونیم زرو هغو هلکانو او نجونو ته چې دولتي پوهنتونونو ته نه دي بریالي شوي، د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او په شخصي پوهنتونونو کې د فیس ورکولو توان نه لري، د لوړو زدکړو په یو شمیر خصوصي موسسو کې د شاملولو چمتوالی لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحق زی وایي په روان کال کې به لس زرو بیوزله ځوانانو ته چې اقتصادي ستونزې لري او د لوړو زدکړو نه بې برخې پاتې دي، د لوړو زدکړو په خصوصي موسسو او پوهنتونونو کې د زدکړو زمینه برابره کړي:

((د افغانستان بیوزلو او بیچاره ځوانانو ته چې له دولسم ټولګې نه فارغ شوي او د زدکړو زمینه ورته نه ده برابره دا وعده ورکوم چې سږکال به موږ شاوخوا لس زره ځوانانو ته د لوړو زدکړو په خصوصي موسسو کې د تحصیل زمینه برابره کړو. هیله من یم داسې وخت په افغانستان کې راشی چې موږ د لوړو زدکړو له خصوصي موسسو سره تړون لاسلیک کړو او څوک نه وي چې د ګډون لپاره نومونه ورته ولیکي))

له یو شمیر دغو ځوانانو نن په کابل کې آزموینه واخیستل شوه.

چارواکي وایي په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا دری نیم زره بیوزله ځوانان چې په سلګونو نجونې هم په کې شاملې وې، د ځوانانو د چارو د معینیت له لارې د لوړو زدکړو خصوصی موسسو ته معرفي شوي دي.

ښاغلی اسحق زی د دې بهیر له رڼوالی ډاډ ورکوي او هغه اندیښنې هم بې ځایه بولي چې کیدای شي وړ کسان په دې ونه توانیږي په دې بهیر کې د لوړو زدکړو شخصي پوهنتونونو او موسسو ته لاره ومومي:

(د څارنې لپاره د نظارت یو پیاوړې ډلې ګمارل شوې ده. بله دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې د درغلیو چانس د دې لپآره لږ دی چې د دوی په بازار باندې ناوړه اغیزې کوي. ځکه نو زموږ نه ډیره هغوی کوښښ کوي چې داسې کسان جذب کړي چې لوړې نومرې ترلاسه کوي او وړ کسان وي.)

دا په داسې حال کې ده چې سږکال هم په افغانستان کې د شاوخوا 90 زرو هغو ځوانانو چې د کانکور په آزموینه کې یې ګډون کړی و نژدې نیمایي یې په دې ونه توانیدل چې په دولتي پوهنتونو کې د لوړو زدکړو چانس ترلاسه کړي.

د افغانستان دولتی پوهنتونونو ته د زدکوونکو د جذب ټیټه کچه د دې لامل په ګوته کیږي چې یو شمیر ځوانان د لوړو زدکړو شخصي موسسو ته مخه کړي او په دې توګه په دغه هیواد کې د لوړو زدکړو د خصوصي موسسو بازار تر ډیره تود وساتي.

خو د ځوانانو معینیت لخو دا پیل شوی بهیر به ښایي هغو ځوانانو ته ښه موقع وي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری او د لوړو زدکړو لپآره د فیس ورکولو توان نه لري.

ورته مطالب