د لوګر لاريون په تاوتريخوالي واوښت

زابل
Image caption بريد د زابل شاجوی ولسوالۍ په بازار کې شوی.

له لوګر ولايته رپوټونه وايي چې د دغه ولايت په مرکز پل علم کې پيل شوی لاريون غلی شوی، خو د کابل – پکتيا لار لاهم تړلې ده .

د لاريون په ترڅ کې شاوخوا پنځلسو ګاډو ته زيان رسېدلی ، خو ځاني زيان نه لري.

د لوګر ولايت جنايي مدیر محمد جان عابد بي بي سي ته وويل په لاريون کې درې تنه ټپيان شوي دي:

((لاريون پای ته ورسېد، لاريون کوونکو د ايتلافي ځواکونو ۱۵ ګاډي سوځولي، دوه زده کوونکي او يو امنيتي ساتونکی ټپي شوی دی.))

يوه تن چې ځان يې لاريون کوونکی باله، بي بي سي ته د تيلې فون پر کرښه وويل چې د حکومتي سرتېرو په ډوز ککې دوه لاريون کوونکي هم ټپيان شوي.

طالبانو ادعا کړې چې د خلکو له لاریون نه يې په خپله ګټه استفاده کړې او د ناټو ګڼ اکمالاتي ګاډي يې سوځولي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې سیمې ته کورني او بهرني سرتېري رسېدلي او د کابل – پکتيا د لويې لارې د پرانیستو هڅې کوي .

دغه لاريون د هغه څه په اړه شوی، چې سيمه ييز خلک يې د بهرنيانو پرلپسې عملیات او د ملکي کسانو وژنه بولي. خو افغان او بهرني ځواکونه وايي چې په ټولو عملياتو کې يې طالبان په نښه کړي دي .

د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ په بازار کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي.

Image caption لاريون کوونکو په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د عملیاتو پرضد لاريون کړی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په بريد کې کې دوه ولسي وګړي او دوه د يوه خصوصي امنيتي شرکت کارکوونکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار رسنيو ته ویلي بريد نن (يکشنبه، د اپرېل ۲۵مه) سهار شاوخوا اته بجې وشو .

د بريد موخه په سيمه کې د یوه خصوصي امنيتي شرکت ساتونکي په ګوته شوي .

د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی .

عيني شاهدانو ویلي چې بريد کوونکي پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي ول، چې د امنيتي شرکت د ساتونکو ګاډي ته څېرمه يې ځان وچووه .

بل خوا د افغانستان مشرانو جرګې د پخواني سناتور ملا سيد محمد ورورو حاجي عبدالحی په کندهار ښار کې نن سهار وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته په ډزو وواژه .

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي پېښه د کندهار ښار شکارپور په دروازه کې رامنځ ته شوې ده .

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي حاجي عبدالحی ده کومه دولتي دنده نه لرله، او نه کوم مهم کس و .

سرچينه وايي د کندهار ښار په اوومه ناحيه کې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپارره ايساف، افغان پوليسو او ملي اردو چاڼيز عمليات کړي، چې په لړ کې يې د بريدونو يو سمبالوونکی نيولی دی .

مطبوعاتي دفتر وايي نيول شوي احمد شاه په بهرنيو هېوادونو کې د چاودېدونکو توکو زده کړې کړي او په کندهار کې زياتره بريدونه ده سمبالول.

نوموړي منلې چې د کندهار په کوهک ولسوالۍ کې يې دوه ښوونځي سوڅولي دي.

همدارنګه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ساتونکو ترمنځ نښته شوې.

د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان نبي پتنګ بي بي سي ته وويل په نښته کې څو کسه امنيتي ساتونکي ټپيان شوي، خو په وينا يې درې طالبان ټپيان او دوه وژل شوي دي .

ځايي خلک وايي چې په نښته کې يوه ښځه هم ټپي شوې ده .

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د امنیتي ساتونکو دوه صرف موټر يې له منځه وړي او دوه نور يې له ځانه سره وړي او په وينا يې ګڼ امنيتي ساتونکي وژلي، خو سيمه ييز چارواکي بيا د دوی دا ادعا نه مني.

ورته مطالب