په نورستان کې 'شري' ناروغۍ ۲۰ ماشومان مړه کړي

Image caption د يادولو ده چې د ژمي په موسم کې د سينه بغل او په اوړي کې د نس ناستي او نورو موسمي ناروغيو له کبله ډير شمير کسان له منځه ځي.

په نورستان ولايت کې د شري ناروغۍ له کبله تر اوسه ۲۰ کسه مړه شوي دي.

ناروغۍ ددغه ولايت د وانت وايګل په 'نيشو' کلي کې خپره شوې ده.

روغتيايي چارواکي وايي د ناروغۍ د نورې خپرېدا مخه يې نيولې ده.

د نورستان د عامې روغتيا رييس وايي ناروغي په هغو سيموکې ډېر زيان اړولى چې واکسين په کې نه دي شوي.

د شري ناروغۍ د مرکزي نورستان د وانت وايګل په ليرو پرتو کليو کې څه موده وړاندې لګېدلى وه، خو خبر يې هله تر رسنيو ورسېد چې يوشمېر ناروغان د اسداباد روغتون ته راوړل شول.

د نورستان د عامې روغتياريس محمداسماعيل ستانکزى وايي که څه هم د ناروغۍ د نورې خپرېدا مخه نيول شوې، خو وايي تراوسه يې شاوخوا شل کوچنيان وژلي.

ښاغلى ستانکزى وايي په هغو سيمو کې ناروغۍ ډېر تاوان اړولی چې د واکسينو مخنيوي په کې کېږي:

''په نولسم او اتلسم تاريخ دغه ناروغي خپره شوې وه، هلته موږ د عامې روغتيا د پرسونلو په ګډون يو ګډ ټيم ولېږه، او مخه یې ونيوله، تقريباً ۲۱ ماشومان يې مړه کړي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ښکته دي. ''

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د نورستان روغتيايي چارواکو په بيړه د ناروغۍ غم خوړولې واى ممکنه نه وه چې د دومره ډېرو تلفاتو مخه نيول شوې وى .

دی وايي د سيمې د ليرې والي له امله دوی په وخت خبر نه کړاى شول:

''تاسو پوهېږﺉ چې نورستان يو غرنی ولايت دی، موږ چې هلته پر وخت کومه ډله استوو، وخت پرې لګېږي. ''

که څه هم د نورستان دعامې روغتيا چارواکي د شري يا د ورسره تړلو ناروغيو د کابو کولو خبره کوي ، خو اوس هم د دغې سيمې يو شمېر کوچنيان په اسداباد کې تر درملنې لاندې دي.

يوکس چې درې کوچنيان يې په شري اخته دي، بي بي سي ته وويل په دغه سيمه کې شاوخوا ۱۰۰ کوچنيان په دې ناروغۍ اخته شوي وو:

''زما نوم خان ګل دی، يوه مياشت کېږي چې د شري ناروغي لګېدلې ده، شاوخوا شل کسه به مړه شوي وي، يوازې ماشومان ناروغه شوي، دلته ما درې ماشومان دوه مې خويندې راوړې دي. ''

که څه هم د نورستان روغتيايي چارواکي په دغه ولايت کې ډېری وګړو ته د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو او په دغه شان حالاتو کې د ناروغيو کابو کولو خبرې کوي خو لاهم د ولايت ډېرى اوسېدونکي د روغتياپه برخه کې له شوي پرمختګه خوښ نه دي .

د يادولو ده چې د ژمي په موسم کې د سينه بغل او په اوړي کې د نس ناستي او نورو موسمي ناروغيو له کبله ډير شمير کسان له منځه ځي.

ورته مطالب