م. م : ۵۰۰ زره افغانان کافي روغتيايي اسانتياوې نه لري

ډبليو ايچ او
Image caption د چارواکو په خبره اوسمهال پر يو شمېر خصوصي روغتونونو سربېره نژدې ٢ زره روغتونونه او روغتيايي مرکزونه په افغانستان کې فعال دي .

د روغتيا نړيوال سازمان وايي په افغانستان کې سلگونه زره خلک له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.

'ډبليو ايچ او' له همدې امله د افغانانو پرحالت اندېښنه وښووله او د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره يې له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د ډېرڅه کولو غوښتنه وکړه.

سازمان وايي د دغې ستونزې دمخنيوي لپاره بايدد ډاکټرانو، نرسانانواوقابلوو په شمېر کې زياتوالى راشي او دغه رازپه لېرې پرتو سيمو کې گرځنده کلينيکونه جوړ شي.

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت هم د ياد شوي سازمان خبره مني خو وايي چې په دې اړه يې يو لړ پروگرامونه تر لاس لاندې نيولي دي .

افغانستان د نړۍ او سيمې د يو شمېر هېوادونو په پرتله خپلو وگړو ته د لومړنيو روغتيايي اسانتياوو د برابرولوله اړخه له گڼو ستونزو سره مخامخ هېواد بلل کېږي.

د جغرافيوي موقيعت له پلوه،دا يو غرنى هېواد دى چې لېرو پرتو سيمو ته يې په وخت سره د روغتيايي خدمتونو رسول او دغلته د کلينيکونوجوړول ستونزمن دي.

له امنيتي پلوه هم د دغه هېواد په يو شمېر برخو کې صحي کارونه ياخو په ټپه دريدلي او يا هم ټکني شوي دي .

Image caption ښاغلي گراف چې په کابل کې خبريالانوته غږيده له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو ستونزو د مخنيوي په برخه بايدډېر څه وکړي.

دا او يو شمېر نورو ستونزو د روغتيا د نړيوال سازمان په خبره سلگونه زره افغانان له روغتيايي اسانتياوو بي برخي کړي دي چې ډېر يې په ناامنه سيمو کې دي.

افغانستان لپاره د دغه سازمان مشر پيټر گراف وايي د دوی د اټکل له مخې اوس مهال ۵۰۰ زره افغانان کافي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري چې ډېری يې په ناامنه سيمو کې دي.

نوموړي د افغانانو پردې حالت اندېښنه وښوده:

''زما په باور د افغانستان د عامې روغتيا د وزير او وزارت په گډون موږ ټول په دې اړه انديښمن يو.د روغتيا په برخه کې ډېر کارونه شوي، او ډېرې لاس ته راوړنې هم شته خودا کافي نه دي، بايد په دې اړه ډېر نور څه ترسره شي.موږ بايد د ماشومانو او ميندو د مړيني مخه ونيسي او حالت راکابو کړو.''

ښاغلي گراف چې په کابل کې خبريالانوته غږيده له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو ستونزو د مخنيوي په برخه بايدډېر څه وکړي.

نوموړي زياته کړه د ډاکټرانو، نرسانو او قابلگانو د شمېر زياتوالى او په لېريو پرتو سيمو کې د گرځنده کلينيکونوجوړول ترډېره د دغې ستونزې په راقابو کولو کې مرسته کولى شي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم د روغتيا د نړيوال سازمان انديښنې پرځاى بولي خو وايي چې په اړه يې يو لړ پرگرامونه ترلاس لاندې نيولي او هڅه کووي چې په ناامه سيمو ته روغتيايي خدمتونو وغزوي .

افغان چارواکي وايي شاوخوا ٧٠ په سلو کې افغانان لومړنيو اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري.

د چارواکو په خبره اوسمهال پر يو شمېر خصوصي روغتونونو سربېره نژدې ٢ زره روغتونونه او روغتيايي مرکزونه په افغانستان کې فعال دي .

که څه هم دا د تېرو کلونو پرتله يو څرگند پرمختگ بلل کېږي خو د افغانستان د نفوس شمېر ته په کتو چې شاوخوا ٣٠ مېليونه اټکل کېږي، اوسنۍ اسانتياوې کافي نه گڼل کېږي.

ورته مطالب