په کندهار کې چاودنو دوه ولسي وګړي ووژل

کندهار
Image caption کندهار د افغانستان په جنوب کې يو له نارامه ولايتونو څخه دی.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي په دغه ښار کې نن سهار دوه پرلپسې چاودنې وشوې.

سرچينه وايي لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا اته بجې د امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد پر ګاډي شوې، خو نوموړی په ګاډي کې نه و، او زيان نه دی ورته اوښتی.

چاودنه پر موټر سايکل د تړل شوي ماين له امله شوې .

په لومړۍ چاودنه کې دوه لارويان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.

خو د ميرويس روغتون چارواکي وايي چې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

درېيمه چاودنه د سهار په لسو بجو د ميرويس روغتون شا ته د پوليسو پر يوه رينجر موټر شوې، چې څلور پوليس يې ټپيان کړي.

بل خو د کندهار چارواکي وايي چې د ښار په اوومه ناحیه کې يې د چاودېدونکو توکو او ماينونو يوه لويه سمڅ کشف کړې ده.

دوی وايي چې سمڅ تر سړک لاندې پنځه متره هم غځول شوې، چې په تور يې څلور پنځه شکمن کسان نيول شوي.

تېره ورځ هم په کندهار کې يو قامي مشر د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

ورته مطالب