د فساد پرضد افغاني محکمې يو برتانوی د رشوت په تور بندي کړ

د څرخي پله زندان
Image caption رپوټونه وايي چې بیل شا به په راتلونکو څو ورځو کې د څرخي پله زندان ته يووړل شي.

په افغانستان کې يو برتانوی وګړی يوه افغان چارواکي ته د رشوت په تور په دوه کاله بند محکوم شو .

بيل شا په کابل کې د برتانيا سفارت د سفارت د ساتنې مسؤوليت درلود .

نوموړی د يوه شرکت مشر و .

دا لومړی بهرنی وګړی دی، چې په افغانستان کې په اداري فساد تورنېږي او نيول کېږي.

بیل شا په پوځ کې هم کار کړی. رپوټونه وايي چې د نوموړي وکيل به د هغه د تورونو پروړاندې مبارزه وکړي.

دغه پخوانی برتانوی افسر پر دوه کاله بند سربېره په ۱۶ زره او دوه سوه پونډو جريمې هم محکوم شوی دی .

نوموړي ويلي چې د تېر کال په اکتوبر مياشت کې يې د برتانيا د پوځ د دوه زغروالو ګاډو لپاره يوه افغان چارواکي ته ورکړي دي.

خو د هغه مدافع وکيل بيا وايي چې هغه دا پيسې د رشوت په توګه نه وې ورکړې.

بیل شا په کابل کې د اداري فساد پروړاندې د ځانګړې محکمې لخوا په دوه کاله بند مکوم شو.

رپوټونه وايي چې د ميوند لمر په نامه افغان ته چې شا رشوت ورکړی و، په دوه کاله بند محکوم شویو خو هغه جريمه شیو نه دی.

بیل شا ويلي ده د دوو برتانوي ګاډو د راخوشي کېدو لپاره د رشوت په توګه پيسې نه دي ورکړې.

خو ځينې رپوټونه وايي چې شا د عيدمحمد په نامه يوه افغان ته ۲۵۰۰۰ ډالر ورکړي، چې د برتانيا دوه زغروال ګاډي راخوشي کړي.

دغه تورن برتانوی مخکې له دې چې د تېرې مارچ مياشتې پر درېيمه نېټه ونيول شي، په تېره جنورۍ میاشت کې برتانیا ته د ۱۲ ورځو رخصتۍ لپاره تللی و.

د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې شا د کابل تر ټولو لوی د څرخي پله زندان ته په راتلونکو څو ورځ، کې يوړل شي.

د هغه مدافع وکيل کيمبر لي موټېلي وايي چې د هغه محاکمه عادله نه وه، او دی غواړي چې د هغه د سپينولو اپيل وکړي.

بیل شا د G4S امنيتي شرکت مشر و .

نوموړي د برتانيا په پوځ کې کابو ۲۸ کاله خدمت کړی او د برتانيا د پوځ د وياړ نښان يا MBE يې هم ترلاسه کړی دی.

څه موده وړاندې هم د هلمند والي په دغه ولايت کې د برتانوي ايمرجنسي ادارې څو تنه بهرني او افغان کارکوونکي په دې تور ونيول، چې ګني د والي د وژلو دسیسه يې جوړه کړې وه.

خو د ايمرجنسي نيول شوي ډاکټران له څو ورځو بند وروسته خوشي شول.

ورته مطالب